افغانستان

کابل ښار کې يو صراف د غلو له منګولو وژغورل شو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۲ چنګاښ، ١٤٠١ل) په پلازمینه کابل ښار کې يو صراف د امنيتي مسئولينو لخوا د‌ غلو له منګولو وژغورل شو، او دوه تنه اختطافګر نېول شوې دي.

د کابل امینه قومندانۍ ویاند خالد ځدران لخوا خپره سوې خبر کې ويل شوي، «د کابل ښار د دوهمې حوزې اړوند سیمه کې یو تن صراف د انسان تښتوونکو لخوا تښتول شوی وو، چې د یادې امنیتي حوزې منسوبینو د څو ساعته هڅو وروسته د انسان تښتونکو له منګولو ازاد شو او  په تړاو یې دوه تنه اختطافګر هم نیول شوي دي».

نوموړی زياتوي، چې له نیول شوو کسانو سره یوه  تمانچه او یوه اندازه پيسې هم نیول شوي دي او د نورو تحقیقاتو په موخه يې دوسیه اړوندو ارګانونه ته سپارل شوې ده.

د يادونې ده چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته کابل ښار کې که څه هم د جنايي پېښو کچه تر ډيره را ټيټه شوې ده، خو بيا هم په ځينو برخو کې دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx