ورزش

هندي بومرا په ټيسټ کرکټ کې نړيوال ريکاډ جوړ کړ

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): د هند نوموتي توپ اچوونکي جاسپريټ بومرا چې په تېرو څو کلونو کې يې په توپ اچونه کې يو شمېر ريکاډونه جوړ کړي، تېره ورځ په توپ وهنه کې نړيوال ريکاډ په خپل نوم ثبت کړ.

بومرا د انګلستان پر وړاندې ټيسټ لوبه کې وروستی لوبغاړی و چې توپ وهنې ته ښکته شو، او پر انګلستاني مشهور توپ اچونکي سټيورت براډ يې په يوه اور ۳۵ منډ جوړې کړې.

دا د ټيسټ کرکټ په تاريخ کې ريکاډ دی، چې له دې وړاندې د ويسټ انډيز نامتو لوبغاړي براين لارا په نوم و، هغه په يوه اور کې ۲۸ منډې کړې وې.

دا په داسې حال کې چې براډ په ياده لوبه کې د ټيسټ ۵۵۰ ويکټې هم بشپړې کړې.

د يادونې ده چې سټيورټ براډ يو له هغو توپ اچونکو دی چې په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې يې په يوه اور کې ۶ شپږيزې خوړلې دي. په ۲۰۰۷ کال کې هندي يوراج سينګ دغه ريکاډ جوړ کړی و.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx