افغانستان

بلوچستان؛ ترافیکي پېښه کې د نړیوال اسلامي پوهنتون ۷ محصلینو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): د پاکستان بلوچستان ایالت د ژوب ښار په شیراني سیمه کې یو مسافر وړونکی بس ژورې کندې ته لویدلی چې له امله یې له ۳۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بس له راولپنډي ښار څخه کویټې ته پر لاره و چې په دانه سر سیمه کې له عمومي سرک څخه ژورې کندې ته لویدلی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د مسافر وړونکي بس لویدلو پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي چې د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ښودل کیږي.

د سیمې پولیس وایي چې دغه بس کې له ۳۰ زیات مسافر سپاره وو او د ډیر سرعت او ورښت له کبله پېښه رامنځته شوې ده.

راپورونه وایي، په دغه بس کې د نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد ۷ محصلین هم سپاره وو چې ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور ټپيان دي.

په دغه محصلینو کې یې یو شمېر د پوهنتون پنځه کلنې دورې څخه فارغ شوي وو چې له اوږدې مودې وروسته کور ته روان وه.

د یادونې ده چې پر دغه لاره زیاتره وخت د ډیر سرعت له کبله مسافر وړونکي بسونه ټکر کیږي، چې تېره میاشت هم د یوه بس چپه کېدو له کبله ۲۲ تنه مړه شوي وو، په دغه بس کې د یوې کورنۍ ۹ غړي شامل وو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx