ورزش

د کرکټ بورډ پخواني رئیس عزیز فضلي پر کرکټ بورډ د جعلي هڅې وروسته زنداني شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): د کرکټ بورډ پخوانی عمومي مدیر عزیز الله فضلي چې تېره ورځ یې یو ځل بیا پر کرکټ بورډ د ولکې ترلاسه کولو جعلي هڅه کړې وه، زندان ته واچول شو.

د کرکټ بورډ یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته ویلي چې نوموړی د رئیس الوزراء په حکم د تحقیقاتو لپاره بندي شوی دی.

عزیز الله فضلي تېره ورځ د یو شمېر کسانو په ملتیا پر کرکټ بورډ د کودتا هڅه کړې وه او د نامعلوم مشرتابه له لوري یې د عمومي مدیر ټاکل کېدو ادعا کړې وه.

سرچینه زیاتوي چې د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس ښاغلي نصیب خان نوموړي ته کرکټ بورډ ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې او بېرته ستون شوی دی.

عزیز الله فضلي هڅه کړې وه چې په جعلي مکتوب یو ځل بیا ځان د بورډ مشر معرفي کړي خو دا ځل یې په کلکه مخه نېول شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې عزیز فضلي د جعلي فرمان په مرسته د کرکټ بورډ د مشر په توګه د ځان معرفي کېدو هڅه کوي.

نوموړي د اسلامي امارت په لومړیو ورځو کې هم دغه ډول هڅه کړې وه چې د یوې مودې لپاره یې ځان سرپرست مشر ټاکلی و خو وروسته ګوښه شو.

سرچینې وایي، عزیز الله فضلي له ګوښه کېدو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا ته داسې ایمیلونه هم کړي وو چې ګواکې د کرکټ بورډ مشرتابه ته د رئیس الوزراء له لوري ټاکل شوي کسان د ښځينه کرکټ مخالف دي باید لرې شي.

نوموړي دغه راز د نړیوال جام پرمهال په عربي اماراتو کې د کرکټ بورډ ځینو نورو پخواني چارواکو په ملتیا د آی سي سي مشرتابه سره په دې تړاو کتلي وو.

خو د کرکټ بورډ اوسني مشرتابه (میرویس اشرف او نصیب خان) په هڅو د افغانستان کرکټ پرمختګ کړی او تر دې دمه یې د عزیز الله فضلي هغه هڅې چې آی سي سي ته یې د مشرتابه بدنامولو لپاره کړې وې، ناکامې ثابت کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx