افغانستان

د ۲۹٪ رایو له منځه ۸۵ زره رایې باطلې شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د رایو د بیا ارزونې په لړ کې تر دې مهاله ۲۹ سلنه رایې تفتیش شوي، چې له منځه يې ۸۵ زره رایې باطلې کړای شوي.

په دغو باطلو شویو ۸۵ زره رایو کې ۵۴ زره رایې د اشرف غني او ۳۱ زره رایې د عبدالله عبدالله دي.

هغه معلومات چې د پژواک خبري اژانس له خوا نشر ته سپارل شوي، ښيي چې د دوشنبې ورځې تر ماسپښین پوررې ټول ۶۶۴۴ صندوقونو رايې تفتیش شوي، چې ټولې ۲ میلیونه دوه لکه ۹۲ زره او ۲۴۷ رایې کیږي او د ټولو رایو ۲۹ سلنه تشکیلوي.

په دغو رایو کې یو میلیون او دوه لکه ۱۰ زره او ۶۰۲ رایې اشرف غني احمدزي وړي او یو میلیون او ۸۱ زره ۶۴۵ رایې د ډاکتر عبدالله عبدالله دي.

د دې معلوماتو پر اساس د اشراف غني احمدزي یو میلیون ۱۷۰ زره او ۱۰۷ رایې اروزل شوي او ۵۴ زره او ۵۰۵ رایې يې درغلیزې ګڼل شوي او باطلې حساب شوي.
همدا راز د ډاکتر عبدالله عبدالله یو میلیون او ۶۰ زره او ۷۰۹ رایې تفتیش شوي چې له منځه یې ۳۱ زره او ۸۵۷ رايې باطلې شوي.

تر دې مهاله د اشرف غني ۴۰۴۹۵ رایې او د عبدالله عبدالله ۲۰۹۳۶ رایو په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې، چې به سمې او یا هم باطلې شي.

د رایو د تفتیش دغه جدولونه ښيي، چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي زیاتې رايې په ۹ محلونو کې باطلې شوي چې په هر محل کې تر ۵۰۰ زیاتې درغلیزې رایې نوموړي ته اچول شوي.

په دغو ۹ محلونو کې ۴ محلونه د کندهار ولایت د پنجوايۍ ولسوالۍ اړوند دي، چې په هر یو محل کې یې تر ۵۰۰ زیاتې رایې باطلې شوي.

همدا راز د ۳ نورو محلونو رایې په پکتیکا کې باطلې شوي، چې د برمل په ولسوالۍ کې ۵۹۵، سرحوزه ولسوالۍ کې ۵۴۶ او د ارګون په ولسوالۍ کې ۵۹۰ رایې باطلې شوي.

همداشان د عبدالله عبدالله په ۳ محلونو کې زیاتې رايې باطلې شوي.

چې دوه محلونه یې د لوګر ولایت اړوند دي، چې په کې ۵۹۴ رايې او ۵۹۱ رایې یې باطلې شوي. درېیم محل يې د پکتیکا ولایت د جاني خیل ولسوالۍ دی چې ۵۷۹ رايې یې باطلې شوي.

ویل کیږي، که د رایو د باطلونې پروسه همداسې روانه وي؛ نو د دې امکان شته چې د اشرف غني تر ۲ لکو زیاتې رايې او د عبدالله عبدالله د ۱ لک او ۲۰زرو څخه زیاتې رايې باطلې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x