افغانستان

افغان حاجیانو وروستۍ ډله هم سعودي عربستان ته ورسېده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ١٣ چنګاښ، ١٤٠١ل): د افغان حاجیانو وروستۍ ډله د کابل له هوایي ډګر څخه تېره ورځ سعودي عربستان ته ورسېدله.

د حج او اوقافو وزارت وایي، د چنګاښ میاشتې په ١٢مې نیټې د افغان حاجیانو وروستۍ الوتکه له کابل هوایي ډګر څخه د جدې هوایي ډګر ته الوتنه وکړه او په دې سره  سږ کال عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال پروسه بشپړه شوه.

حج او اوقافو وزارت زیاته کړې ده چې د انتقال پروسه د دوو هوايي شرکتونو اریانا او کام اير له لورې ترسره شوه، چې د څلورو ولایتونو څخه مجموعا ٤١ الوتنو کې یې افغان حاجیان عربستان ته انتقال کړي دي.
او بیا ځلې افغانستان ته د حاجیانو د انتقال پروسه هم د یادو شرکتونو پر غاړه ده.

د یادونې ده چې د حج او اوقافو وزارت او نورو اړوندو ادارو په هڅو ټول ۱۳۵۸۲ افغان حاجیان د حج فریضې ادا کولو لپاره د سعودي عربستان مکې مکرمې ته رسېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

########

افغان ملت ته دا ټوله بدبختی د خودخواه بی ځایه مغرور محمد داؤد خان له خوا د وطنفروشوکمونیستانو په کومک رامینځ ته شوی دی او ددی بدبختی پایان نامعلوم دی ، خدای پاک دی دا ټول رنګا رنګ وطنفروشان ( کمونیستان ، تنظیمونه او طالبان ) تباه او برباد کړی ددی ورځی په انتظار !!!!!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx