شعـــــرونه

په طیارہ کې/ پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

راته راغلله خندا په طیارہ کې
ما لیدلې ماجرا په طیارہ کې

مجنون برگه نیکټایي تړ‎لی ناست و
پتلون تنگ و د لیلا په طیارہ کې

مومن خان سرہ رباب وو نه شیرینه
اروپا ته تلو په غلا په طیارہ کې

د پسونو او وزو کار پکې ښه وو
د چا لنگه شوله غوا په طیارہ کې

شور ماشور د ماشومانو خوشالي وہ
چرگې واچوله ھا* په طیارہ کې

ملا وویل تشنابونه یې واړ‎ہ دہ
وہ مشکله استنجا په طیارہ کې

په لیدو یې ھلال خیلو عید اعلان کړ‎
سپوږ‎مۍ مخې محبوبا په طیارہ کې

یو چا غږ‎ وکړ‎ پیلوټه خوست کې بریک شه
منتظرہ راته ورا په طیارہ کې

چې ډوډۍ راغله نو سم جھاد شروع شو
ډز او ډوز وو کودتا په طیارہ کې

پوہ پر نه شوم، د صوفي ږ‎یرہ کې نښتي
چې فیرني وہ که حلوا په طیارہ کې

بې پلانه بې مسیرہ وہ روانه
ھسې خوشې په ھوا په طیارہ کې

ما ویل پیلوټ نه وپوښتۍ پوھیږ‎ي
یو روان پر کومه خوا په طیارہ کې

بل ویل پیلوټ مو خپله خبر نه دی
او ھماغه دی پاچا په طیارہ کې

د حفیظ سترگې وې ډکې خوله یې وازہ
له ژړ‎ا سرہ خندا په طیارہ کې
______________

* ھا= ھگۍ

حفیظ الدین پیرزادہ
د جولای ۴/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx