افغانستان

د تېلو لوړې بيې؛ اقتصادي معاونیت مافیا ته ګواښ کړی

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۴ چنګاښ ١٤٠١ل) له تېرو څو میاشتو راهیسې د نفتو بيې مخ په لوړېدو دي، چې په دې څو ورځې کې بیساري لوړې کچې ته رسېدلي دي.

نن ورځ بازار کې د نفتو بيې “لیتر” آن تر ١٢٠ افغانيو رسیدې او دغې چارې عام خلک هم  انديښمن کړي دي.

بلخوا د ریاست الوزرا اقتصادي معاونيت دفتر په خپل تویتر لیکلي ؛ د ریاست الوزرا اقتصادي معاونيت په دې اړه راپورونه ترلاسه کړي او خپله ټوله هڅه کوي چې نرخونه ښکته کړي، خو په وینا یې د دې کار ترشا د مافيايي کړيو لاس دی او دوی یې څاري.

همداشان یې ګواښ کړی که چیرته ثابته شي، چې ترشا یې مشخص کسان دي، نو له سختې سزا سره به مخ شي او د تېلو د تجارتي جواز په اړه به يې هم له سره غور وشي.

افغانستان د خپل اړتیا وړ تیلو لویه برخه واردوي. چې وخت پر وخت یې بیې لوړیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx