نظــر

د نجونو د تعليم په اړه د هند د ستر مفتي مولانا محمد کفايت الله رحمه الله فتوی

مولانا مفتي محمد کفایت الله

(يادونه: له نن تقريبا سل کاله پخوا د افغانستان د هغه مهال د معارف وزير فيض محمد خان د هند له ستر مفتي مولانا محمد کفايت الله رحمة الله عليه څخه د نجونو د تعليم او ښوونځيو په اړه د استفتاء غوښتنه کړې وه، دا چې د دې مسلې په اړه مفتي کفايت الله رحمة الله عليه صريحه فتوی او واضح شرعي دلايل ذکر کړي دي او ټول اړخونه يې په تفصيل سره څيړلي دي چې د روانو حالاتو لپاره ښه لارښود کيدای شي، په همدې موخه مو دا فتوی کټ مټ په پښتو ژبه وژباړله او ستاسې مخې ته يې ږدو. ژباړن: فضل الله نيازی)

(پوښتنه) د هند له جمعیت علماء څخه د افغانستان د پوهنې جليله وزارت د استفتاء غوښتنه – نمبر ۱۰۵۴ نیټه ۱۴ د وږي میاشت.
حقیقي علماوو ته دا خبره څرګنده ده چې په دې عصر کې د یوه اسلامي او شرعي مرکز د نه شتون له امله د هر هیواد د مسلمانانو دیني او دنیوي مصالح، اړتیاوې او احکام مختلف فیه ګرځیدلي دي او په فروعي مسائلو کې د متقدمینو او متاخرینو د نظر د اختلاف له امله قطعي فیصلې ته سمدلاسه رسیدل ستونزمن شوي دي، په ځانګړې توګه هغه فقهي او عقلي مسائل چې په دې عصر کې په ټولیزه بڼه محمدی امت ورسره مخ دی، تردې چې په هکله یې له موثقو مراجعو او مقاماتو څخه استفتاء ونه غوښتل شي.

له دغو سلګونو مسائلو له جملې څخه یوه د نجونو(مستوراتو) د زده کړې مسئله ده چې د سیمه اېزوعلماوو له نظره په ټپه ولاړه ده، په داسې حال کې چې د هندوستان، ایران، ترکستان، قفقاز، ترکیې، عربستان او افریقا اکثرو علماوو دې ته جواز ورکړی او ضرورت یې (بدعت حسنه) ګڼلی دی.
خو د افغانستان علمای کرامو یې د جواز او استحسان په هکله د اسلامي نړۍ له علماوو څخه د څرګندو او قطعي دلایلوغوښتنه کړې ده.

بناء زمونږ د واجب الاطاعه حکومت د پوهنې وزارت ستاسو له عالي مقام څخه د پورتنۍ موضوع په اړه د استفتاء غوښتنه کږې ده چې آیا په ټولیزه بڼه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د انجونو تعلیم شرعا مستحسن دی او که نه دی؟ د دې د پیلیدلو لپاره باید څه حکمت عملي وکارول شي؟
تاسو قدرمنو دیني مرشدینو ته د دې یادونه اړینه ده، چې د پورتنۍ فتوا په تحقیق کې د لاندینيو امورو څیړل اړین دي:

(۱) – اقلیم، نسل او د معیشت حالت ته په کتلوسره د انجونو د بلوغ تر ټولو کم سن او اعظمي سن یې کوم دی؟ کله مشتهاة کیږي؟ او د مشتهاتو سترتر کومې اندازې وي؟

(۲) له بلوغ څخه مخکې د انجونو تربیوي حقوق پر والدینو څه دي؟ او وروسته له بلوغه څه اندازه دي؟ یعنې اسلامي شریعت انجونې په کوم سن کې خود مختاره ګرځولي دي او تر کوم عمره به د پلار د ولایت لاندې وي؟

(۳) – د سترعورت تفصیل څه شی دی؟ مخکې د مکلفیت اوهم وروسته د مکلفیت له سن څخه، همدارنګه مخکې له تاهله او وروسته له تاهله، د اجنبیانو او محارمو په وړاندې سترڅنګه وي او څه توپیرونه لري، همدارنګه د ستر لپاره شریعت او اسلامي معاشرې کوم، کوم حدود او شرایط ټاکلي دي؟

(۴) هغه فرض او مستحب علوم چې له آیات کريمه او صحيحه احاديثو څخه استنباط شوي دي، کوم دي، اسلامي شريعت يې زده کړه تر کوم حد او درجې لازم ګڼي او اجازه ورکوي؟

(۵) – د ائمۀ اربعه د مسلک او تګلارې په اساس، د ښځو اجتماع تر کومه حده ممنوع او په کومو ځایونو کې ده؟

(۶) – د ښځو د شرعي حقوقو تر څنګ، اجتماعي او مدني حقوق د اوسني عصر د مقتضیاتو په اساس باید څرنګه وي؟ اوسني تمدني اړتیا ته په کتلو د علومو او صنایعو له ډلې کوم، کوم یې درجه په درجه اړین ګڼل کیږي؟

(۷) پورتني مسائل دې عموما د اهل سنتو په مذهبونو او په ځانګړې توګه د امام ابوحنيفه رحمه الله په مذهب کې وڅیړل شي؟ او د عملي کولو آسانه طریقه دې ولټول شي.
لنډه دا چې پورتنۍ مسئله د اجتماعي او اخلاقي مسائلو څخه مهمه مسئله ده، چې د حل لاره یې باید د دین او مذهب له قوي دلایلوڅخه واخیستل شي، سیمه ایزعلماء د اسلامي نړۍ په مختلف فیه مسایلو کې له تاسو څخه د استصواب غوښتنه کوي، لکه خلافت او د سلامي مرکزیت تشکیل او د خلافت د مقام او ځای ټاکل او داسې ډیر ستونزمن مسائل د امکان په صورت کې د امت د ټولوعلماوو د اجماع په رڼا کې د پریکړې غوښتنه کوي.
(یادونه) د دې فتوا په تایید کې که د اسلامي تاریخ له وقایعو څخه څه شواهد وړاندې شي، نو دا به د ارزښت وړ وي.

( ۲۳ ځواب) باسمه و بحمده سبحانه و تعالی، حقیقي منعم جل و علی شانه وعزسلطانه انسان د علم په جامه او د هنر په ګاڼه ښایسته کړی دی. د هغه د عزت بيرغ یې د – وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ -په منشورلوړ کړی او د بني آدم زړونه یې د الهي امانتونو زیرمتون او د رحماني ودیعاتو د استقرارځای ګرځولای دی او د فطري علوموپه رڼا یې روښانه کړې او امت محمدیه علی صاحبها افضل الصلوات والتسلیم یې د – كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ – په خطاب سرلوړي کړل او د دوی علماء یې د پیغمبرانو او مرسلینو وارثان وګرځول، اسلامي شریعت یې ورته مکمل او مختتم نازل کړ: الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتی۲ . خاتم الانبیاء سیدنا و مولانا محمد صلی الله علیه وسلم له موږ څخه تر هغې رحلت و نکړ تر څو یې چې سپېڅلې اسلامي شریعت موږ ته هر څه روښانه نکړ، د معاش او معاد د احکاموهیڅ باب یې ناڅرګند پرې نښود، بلکې هره برخه یې واضحه کړې ده.

د اسلامي تعلیماتو بشپړول او نبوي لارښوونې د مسلمانانو د نجات لپاره د لارموندنې ضامن او منار دی. د ائمه وو او مجتهدینو سفرونه د احکامو له تفصیلاتو ډک او د اغیارو له تلفیق څخه مصون او مامون دي.

د اسلام سپیڅلی دین داسې تهذیب او لارښوونې لري چې د وخت په تیریدلو سره یې ریښو لا نور هم د مسلمانانوپه زړونو کې ځای ونیوه او بدلې نشوې او نه به بدلې شي او نه یې نضارت او تازګي مړاوې شوې ده دا ځکه چې مکون الاکوان او مقدر الاقدار یې د ساتنې ژمنه کړیده او هیڅ شی پکې د اختراق هڅه نشي کولای.

د انسانانو طبقې که هغه نارینه وي او که زنانه خپله مرتبه لري، که چیرې نارینه یوبرتري او مزیت لري زنانه په بلې ځانګړنې ښایسته ده.

ډیرې داسې کارونه دي چې نارینه سره ښایي او ډیر داسې فنون دي چې ښځو ته مناسب دي، په ټولنې کې نارینه وو ته ټاکلي حدود او مقررات دي او ترڅنګ همداسې ښځې هم حدود او مقررات لري، هر یو باید له خپل ځای او مقرڅخه تیری ونه کړي، چې په دې کې هیڅ شک او شبهه نشته.
د ښځو د تعلیم مسئله چې په دې ورځو کې د اختلاف نقطه ده، دوه مرتبې لري، لومړۍ مرتبه یې د علم زده کړه په خپل ذات کې ده او دویمه مرتبه یې د تعلیم بڼه او تشکیل دی.

په لومړۍ مسئلې کې اختلاف شتون نلري، ځکه دا د اسلام له بدیهیاتوڅخه دی، د علم د زده کړې فرضي خطابات او په نفسي او آفاقي آیتونو کې د تفکر او تدبر اوامر یوازې په نارینه وو پورې ځانګړي نه دي اوهم د علم په رڼا روښانه کیدل یوازې په نارینه وو پورې او یا په یو خاص صنف پورې منحصره نده، ځکه علم او پوهه د انساني نفس د ژوند له لوازنو څخه ده.

انسان که هغه نارینه وي او که ښځینه، که له علم څخه برخمن نه وي، په حقیقت کې له انساني ژوند څخه برخمن ندی او له همدې امله الله تعالی عالم ژوندی او جاهل مړی بللی دی، الله تعالی فرمایي: (و ما یستوي الاحیاء و لا الاموات)۳.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (طلب العلم فریضة علی کل مسلم و مسلمة) (که د مسلمة د لفظ زیادت په اکثرو روایتونو کې شتون ونلري، نو د حکم ثبوت ته کوم خلل نه واردوي، ځکه چې عام شرعي خطابات نارینه او ښځینه ته شامل دي، نو د مسلم لفظ د اسلام د خاوند په معنی ده، که هغه نارينه وي او که ښځینه، لکه دا حدیث شریف (المسلم من سلم المسلمون من لسانه ویده)
او داسې ډیر نور نصوص نارینه ووته ځانګړتیا نلري، والله اعلم محمد کفایت الله)

د علم د زده کړې لپاره سترو صحابیاتو ډیر زیات اهتمام کړی دی، همدارنګه د سلفو صالحاتو هم دعلم د زده کړې لپاره ستره توجه کړي ده.
پاک نفسو ښځو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د علم د برکت ترلاسه کولو لپاره له نارینه وو سره سیالی کوله او ویې ویل: “غلبنا علیک الرجال، فاجعل لنا یوما من نفسک”.
او سترلارښود د هغوی غوښتنې ته ځواب ورکړ او د یوې صحابیي کور ته به د ښځود یو ټولي د تعلیم او تدریس لپاره حاضریده، د لمانځه مراسم درلودل، نو ښځو ته یې د مباشرت درس ورکړ.
د اختر په خطبه کې یې نارینه وو ته خطبه ورکړه، ښخو وانګیرله چې ښایي ښځي د خطبې له اورېدو بې برخې شوې وي، نو رسول علیه السلام د ښځو جماعت ته ورغی او هغوی ته یې خطبه وویله.
نود ښځو لپاره د ضروري علومو د زده کړې په فرضيت او د مستحبو علومو د زده کړې په استحباب او د مباحوعلومو د زده کړې اباحت د تردد ځای نه دی او په دې باب په سپیڅلي شريعت کې د نارينه وو او ښځينه وو تر منځ د توپير، هیڅ دليل نشته.

دویمه مسئله چې د علم د زده کړې په بڼې او تشکیل پورې تعلق لري، نو بیان یې تمهید او مقدمې ته اړتیا لري او هغه مقدمه دا ده چې الله تعالی انسان د مختلفو اړتیاوو او غوښتنو سره پیدا کړی دی.
خوراک، څښاک، واده او داسې نور د انسان له طبيعي اړتياوو څخه دي، خو د هر يو لپاره يې معین حدود او ضوابط ټاکلي دي، چې هغه ته نه ښایي چې د لوږې په وخت کې د بل چا مال يا حرام څيز وخوري.
او نه ښایي چې د تندې په وخت کې له ناپاکو او حرامو اوبو څخه استفاده وکړي او دا نه ښایي چې له مباحو ښځو پرته له نورو څخه استمتاع وکړي. لکه څنګه چې د خوراک او څښاک لپاره ټاکلي وجوه شتون لري، همدارنګه د واده کولو لپاره محدودې طریقې شتون لري، نو لکه څرنکه چې په خوراک، څښاک او لباس ترلاسه کولو کې له حدودو څخه تیری، انسان جرایمو، ظلم، غصب، غلا، رشوت او نورو ګناهونو ته اړ باسي او د الله تعالی د غضب وړ یې ګرځوي، همدارنګه له حدودو څخه تیری، د زنا له فواحشو سره مخالطت او حرامو ته کتل انسان د الله تعالی د قهر او غضب مستحق ګرځوي.

هرکله چې د مخالطت فتنه له حدودوڅخه ستر تیری ګڼل کیږي او فساد یې ډیرعظیم فساد دی، نو د اسلام سپیڅلي شريعت په دې هکله له ډېر احتیاط څخه کار اخیستلی دی او نارينه او ښځو ته يې د فتنې له دواعیو څخه په کلکه د ځان ساتلو امر کړی دی او فرمايلي یې دي) قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ) همدغه راز يې فرمايلي دي: ( و قل للمؤمنات یغضضن من ابصارهن و یحفظن فروجهن ولا یبدین زینتهن الا ماظهر و لیضربن بخمرهن علی جیوبهن ولا یبدین زینتهن الا لبعو لتهن او آباء هن) (الآیه) (1

رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځې د نارینه وو له مجلسونو او ګډون څخه منعه کړې، تر دې چې د ښځې لمونځ یې په کوټه کې له لموڼځ کولو څخه په دالان کې او لمونځ کول یې په دالان کې له لمونځ کولو څخه په انګړ(حویلۍ) کې او لمونځ کول یې په انګړکې له لمونځ کولوڅخه د کلي جومات کې او لمونځ کول یې د کلي جومات کې له لمونځ کولو څخه په جامع جومات غوره او بهتر ګڼلی دی. (2) او ښځې يې په جنازه کې له ګډون څخه منع کړي دي (3) بلکې د ښځو وتل یې له کور پرته له ضرورته مطلقا غیرمستحسن ګڼلی دی (۴) او فرمایلي یې دي: المرأۃ عورۃ و انها اذا خرجت استشرفها الشیطان و انها اقرب ماتکون الی الله و هی في تعزیتها (رواه الطبر ائی فی الکبیر مجتمع اروائد) (1) همدغه راز يې فرمايلي دي: مامن امراۃ تخرج فی شهرۃ من الطیب فینظر الرجال الیها الا لم تزل في سخط الله حتی ترجع الی بیتها (مجمع الزوائد من الطبرانی) (2)

له دې ټولو شرعي نصوصو څخه څرګنده شوه چې په سپېڅلي شريعت کې د ښځو لپاره هيڅ داسې کوم ناروا اطلاق نشته کوم چې د نارينه وو لپاره مباح دی او د مفاسدو د سد الباب او د استمتاع په حدودو کې یې د تیري له دواعیو څخه پر مخنيوي ډېر اهتمام او ټينګار کړی دی.
او لاریب، چې مسلمانان د الله تعالی د اوامرو په اتباع او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو د پیروي په برکت د اممو په معاشرو کې داسې یو غوره ژوند لري، چې له هر ډول فساد څخه مبراء او له ټولو فواحشو څخه پاک دي.

د مسلمانانو دوديز حجاب د دې ټولنې د تهذیب او اصلاح له څانګو څخه يوه څانګه ده – د ښځو هغه مفاسد چې د اسيا، اروپا، افريقا او امريکا په غير مسلمو ملتونو کې ليدل کیږي، د اسلامي نړۍ په شرفاوو کې يې هيڅ نښه او اثر نشته.
مسلمانانو لره پکار ده چې د نړۍ ټولو ملتونو ته په دې اړوند چیلینج ورکړي او د خپل افتخار، عزت او ویاړ څرګندونه دې وکړي، ځکه نن سبا په اروپايي هېوادونو کې د ښځود ازادۍ مفاسد ټولې نړۍ ته په ډاګه دي.

د فتنې په اوسني وخت کې د مسلمانانو واکمنانو ته په کار ده چې د مسلمانانو حالت ته پام وکړي او هغوی د تزلزل له حالت څخه د ترقۍ لوړې درجې ته ورسوي.

په اوسني وخت کې د ښځو زده کړې او د علومو اشاعت ته په ټولنه کې ډېره اړتیا لیدل کیږي، د ښځو له زده کړې څخه دیره زیاته ګټه ترلاسه کېږي او د هغوی د جهالت له امله دغه ګټه له منځه ځي، خو په دې کې شک نشته، چې د الله تعالی د حدودو پلي کول او د اسلام د شعائرو ساتنه او د نبوي سنتو ترويج او د ولسي دودونو او قوانينو ساتنه تر ټولو دمخه او اهمه ده، دا چې د اسلام حاکمان دې مقتضی ته په کتلو چې ( السلطان ظل الله فی الارض) (۳) د رسالت نائبین او ساتونکي دي، نو د یو شی ظل باید د ذي ظل له سیوري سره توپیر ونه لري –

دې ته په کتلو لازمه ده چې د اسلام واکمنان تر هر څه دمخه په ملت کې اسلامي اقدار، تهذیب او اخلاق راژوندي کړي او د مخکنيو صالحانو ټولنيز آداب مراعات کړي او انجونو ته مطلقه آزادي ورنکړي ترڅو د اروپايانو سلوک او عادات خپل نکړي او د مطلقې ازادی د پلي کولو د خطرناکو پایلو ښکار نشي. ۳- النور / ۳۰- ۳۱

که مسلمانان له اسلامي قوانینو او شعائرو له پلي کولو پرته پرمختګ وکړي (که ومنل شي چې دا ډول پرمختګ، پرمختګ دی) نو دا ډول ترقي او پرمختګ د اسلام او اسلامي امت پرمختګ نه دی – و الله لن یفلح آخر هذه الامه الا بما افلح به اولها- (1) پورتنیو امورو ته په کتلو، د استفتاء ځواب دا دی چې د ښځو لپاره د ځانګړو مدرسو پرانستل او د تدریس لپاره د صبیاتو راټولیدل – ښځو ته د مناسبو فنونو ښوونه او ښځو ته د کتابت ښوونه، چې ټول مشروع کارونه دي او شرعي استحسان لري (2) ځکه په اصل کې د تعلیم نظم دی او له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی چې هغه به د ښځوټولي ته په ځانګړي ځای کې تعلیم ورکاوه او له دې امله امام بخاري یو باب د (هل يجعل للنساء یوما علی حدۃ) تر عنوان لاندې ټاکلی دی او د حكم ثبوت یې دا حديث نیولی دی چې د ښځو لپاره په يو ځاى كې د درس لپاره راغونډېدل روا دي (۳) او تجربو ښودلې ده چې په ټولیزه زده کړه کې فایده زیاته ده نسبت انفرادي زده کړې ته.
ښځو ته د ښوونځیو په جوړولو کې هيڅ حرج نشته، که څه هم په لومړيو پېړيو کې په شخصي بڼه شتون نه درلود او نه هم د سلفو په زمانه کې د هلکانو ښوونځي په شخصي بڼه جوړ شوي و، خو سره له دې هم د محمدي امت جماهیرو اجازه ورکړې ده او د نارینه وو په ښوونځیو کې په کار او تدریس بوخت دي. – (4)
د اسلامي فرائضو او د معادیه او معاشیه شرعي واجباتو زده کړه فرض او د مستحبه علومو تعلیم لکه سیرالصالحین، عبر او حکم زده کړه مستحب او د مباحو فنونو زده کړه مباح ده (۵) )

دا د مسلمانانو د امیر دنده ده، چې د مسلمانانو د وضعيت څارنه وکړي، د انجونو د مدارسود حالت مراقبت په داسې بڼه وکړي جې د اخلاقي فساد او ذلت لارې بندې او د بې شرمۍ او بې حيایی لاملونه له منځه يوسي. دلته بیا د خلکو وظيفه دا ده چې د اولوالامر اوامر او حکمونو پرځای کړي، که هر کار په ښه بنه سرته ورسيږي نو ملت او هیواد به ډېرې مهمې ګټې او عواید ترلاسه کړي ان شاء الله.
Translation is too long to be saved
د عملي کولو په کیفیت کې یې باید د مسلمانانو امیر له تکړه علماوو، ولسي مشرانو، د اسلامي تهذیب او تمدن له حامیانو او د اسلامي شعائرو او د افغانستان د وضعیت او ملي مسائلو له ماهرینو سره مشوره وکړي.
دلته اړینه ده چې چې د انجونو ښوونځي باید د نجونو لپاره ځانګړي وي او د دوی راتلل او ښوونځیو ته حاضريدل باید په داسې ډول کنټرول شي چې د فساد احتمال شتون ونلري (2)
وړ او لایقې ښځې دې د تعلیم او تربیې په خدمت کې وګمارل شي، که ښځینه استادانې پیدا نشي، نو د باور وړ دینداره او صالح نارینه دې وګمارل شي او د دوی د حالت مراقبت دې وشي.(۳)

۱- د بلوغ د عمر پیل په نهه کلنۍ کې وي او آخري موده یې پنځلس کاله وي، په دې معنی چې یوه نهه کلنه انجلۍ بالغه او مکلفه ګڼلای شو(4) اقلیم، نسل او د جسمي او معیشتي حالت ته په کتلوسره د انجونو د بلوغ سن فرق کوي، د بصیرت څښتنان په هر ځای کې کولای شي، چې د هغوی د بلوغ سن وټاکي.
د مشتهاة درجه هم مقام او حالاتو ته په کتلو فرق کوي، ممکنه ده چې اته کلنه نجلۍ یا اوه کلنه نجلۍ مشتهاة شي، او دا هم ممکنه ده چې تر یوولس کلنۍ هم مشتهاة نشي.
د انجونو لپاره د ستر حکم دا دی چې سترپه لس کلنۍ کې واجبیږي، د لس کلنې انجلۍ د ستر حد د بالغې د ستر د حد په څیر دی او بیا د بلوغ حد ته رسیږي.
په رد المحتار کې راغلي دي ایعورته تکون بعد العشرۃ کعورۃ البالغین (5) او د رد المحتار خاوند د مشتهاة د درجې په هکله لیکي و اختلفوا فی حد المشتهاۃ و صحح الزیلعی و غیره انه لا اعتبار بالسن من السبع علی ما قبل اوالتسع و انما المعتبر ان تصلح للجماع بان تکون عبله ضخمه و العبله المراة التامه الخلق (6)
(۲) د اولاد پالنې دنده د پلار په غاړه ده، که هغه خوراک، جامې، تعلیم او تربیه وي د شریعت د فرائضو او واجباتو زده کړه فرض ده او د محاسن اخلاق، حسن معاشرت، فنون ممده معیشت او د حرف او صنایعو زده کړه د شريعت او طبعیت درجو ته په کتلو سره مستحب او مباح ده(1)
پلار لره ښايي چې اولادونه د فرائضو او واجباتو زده کړې ته مجبورکړي اوهم ادب وروښیي.
قال النبي صلى الله عليه وسلم علموا الصبي الصلوۃ ابن سبع سنین و اضربوه علیها ابن عشرۃ (ترمذي)
(2) وقال النبي صلى الله عليه وسلم لان یودب الرجل ولده خیر من ان یتصدق بصاع (ترمذي)
(3) وقال صلى الله عليه وسلم مانحل والد ولداً من نحل افضل من ادب حسن (ترمذي ) (4)
(۳) هغه ستر چې په لمانځه کې شرط دی، په هغه کې د مخ، لاسونواو پښو پرته د ټول بدن پټول شامل دي (۵) او هغه عرفي ستر چې د عصمت د ساتلو په موخه وي، په هغه کې مخ، لاسونه او پښې شاملې دي، ځکه چې د فتنې باعث اغلبا د مخ ښکاره کول دي (۶) او دائرحکم د خد (اننګو) له وجې دی – د عرفي سترحتمي والي دلیل د الله تعالی او پیغمبر علیه السلام دا دوه قوله: و اذا سالتموهن متاعا فاسئلوهن من وراء حجاب (7) وقول النبي صلى الله عليه وسلم افعمیاوان انتما (8) دي.

هو، د اجنبی او محارمو تر منځ د معتمد علیه فرق دی، ځکه په محارمو کې دفساد احتمال نشته، او د مقتضیه معاشرې د ضرورت په اساس نرمي او تسامح شتون لري.(۹) او همدارنګه د کوچنیو هلکانو ترمنځ (۱۰) او هغه وړې انجونې چې تر نهه کلونو وي (۱۱) او د لویانو ترمنځ توپیر شته چې پورته یې یادونه وشوه، خو له واده مخکې او وروسته کې څه توپیرندی راغلی.

(۴) د اسلامي فرائضو او واجباتو علوم له عباداتو، معاملاتو، معاشرت او ټولنیز مسائل فرض دي او د مستحباتو علوم، مستحب دي او د مباحاتوعلوم مباح دي – (۱) چې د ۲ نمبر د وضاحت له مخې باید پوه شي –
(۵) د ښځو راټولیدل په خپل ذات کې محظور نه دي – نو که ښځې په یو ځای کې راټولې شي اود ټولیدلوموخه اومقصد یې ګټور او مفید وي، نو د شریعت له مخې به پکې کوم خطر شتون ونلري – (۲) خو په عامه غونډو کې له نارینه وو سره د ښځواختلاط د فتنې له امله منع دی – او همدا لامل دی چې ښځې د جنازې په مراسمو کې له شرکت کولو او له شدیدې اړتیا پرته له کورونو څخه د وتلو څخه منع شوي دي او دوی هڅول شوي دي چې په خپلو کورونو کې لمونځ اداء کړي – د دوی لپاره د کور لمونځ نسبت د محلي له جومات څخه غوره ګڼل شوی، بلکې د رسول الله له (مسجد نبوي)جومات څخه هم (3).

(۶) د محترمو ښځو حقوق په ټولنيزو او مدني قواعدو کې یوازې دې پورې محدود دي، چې د خپلو شرعي حقوقو له پوره کولو وروسته دې د خپلوانو، مېړونو حقونه پوره کول، د اولاد پالنه او د کورنۍ د امورو تنظيمول خپل شعار وګرځوي، او له پردیو څخه دې ډډه وکړي. که کومه حرفه یا مهارت یې زده وي، نوکله چې یې فرصت وموند مشغوله دې شي – د بیباکو خلکومجالسو او محافلو ته ننوتل او له پردې پرته په تفریحي غونډو کې مختلط برخه اخیستل، نه یوازې د میرمنو ذاتیاتو ته ستر زیان رسوي، بلکې اسلامي تهذیب له منځه وړي.

(۷) دغه ټول معلومات چې موږ د کاغذ پر مخ راوړل د حنفي فقهې له اصولو سره سم دي، د هرې موضوع په اړه شواهد او نظائرد مشایخو په کتابونو او د مذهب په کتابونو کې شتون لري. والله اعلم.
کتبه الراجي رحمة مولاه محمد کفایت الله عفا عنه ربه وکفاه ۱۴ جمادی الاولی ۱۳۴۳هـ.ق
کفاية المفتي- کتاب العلم دويم جلد مخ ۵۲- ۶۲
يادونه: د فتوی لمن ليکونه د اوږديدو له امله دلته نه دي کمپوز شوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالعلي

دا هم د مسلمانانو د امر دنده ده تر څو انجونو ته د تعليم په موخه يو ښه اسلامي چاپيريال او منظم اسلامي درسي نصاب رامنځته کړي. خو لکه څنګه چې موږ ويني ا.ا د واک ته د رسيدو له پيل څخه تر اوسه د خلګو په سترګو کي صرف خاوري اچولي دي او په بيشرمانه ډول سره هميشه کوښښ دا کړي چې خلګ وغلوي چې ګواکي نصاب مشکل لري،د انجونو لباس مشکل لري، او يا هم داسي نوري باني… خو د يو افغان بچي په صفت دا بايد ووايم چې نه د انجونو لباس مشکل درلودي او نه هم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx