نظــر

نوی عالمي حکم ( نظام)«لومړۍ برخه»

ميا نوراغا
له کلونو راهسې د یهودو لخوا یو شیطاني تحریک د یو شیطاني نظام لپاره جوړ شوی.
لکه څنګه چې له مذهبي پلوه مسلمانان د مهدي او عیسی علیهما السلام په راتګ عقیده لري چې په راتګ سره به یې اسلامي نظام حاکم او دنیا به له عدل څخه ډکه شي، ټول ادیان به باطل او ختم شي, عیسویان به ایمان راوړي, یهودان به قتل کړی شي, له دې مخکې به د جال را ظاهر او په دې وخت کې به قتل کړی شي, ټولې دجالي لارې به بندې شي, په ټوله ځمکه به یوازې اسلامي نظام وي او بس.

مسلمانان په همدې عقیده دي, د خپل مکلفیت په ترسره کولو سره د دې پاک دور مقدمې لپاره برسر عمل دي, تر څو په دې سره ثواب حاصل کړي او مکلفیت ادا کړي.
همدا رنګه یهود او عیسویان هم د عیسی علیه السلام په راتګ متفق دي.

یهود له مذهبي پلوه په دې پوهیږي چې د عیسی علیه السلام راتګ د دوی لپاره لوی خطر دی, له دې امله دوی د دجال او شیطان لپاره لاره هواروي او د شیطاني نظام جوړولو په تکل کې دي.

دوی دغه حرکت په تیزي سره ښکاره شروع کړی, او په سرعت سره پرمخ روان دي چې د دنیا زیات قوتونه یې استخدام کړي.
د دې شیطاني نظام په حاکمیت کې یوازې مسلمانان د لارې خنډ ګڼي نوره نړۍ تقریبا یا ورسره ولاړه ده او یا ترې خطر نه احساسوي.
یهود د الله تعالی په حکم په متعدد ډول مقهور او ذلیل شوي, خو هر ځل یې چې دوباره د ژوند ساه اخیستې مکر, شیطاني, دجل او فساد یې شروع کړی.
یهود د اسلام له ظهور نه مخکې دومره بدبخته وو چې په سلهاو انبیاء علیهم السلام یې قتل کړي وو, زکریا او یحیی علیمها السلام یې قتل کړل, د عیسی علیه السلام د قتل اراده یې کړې وه, هغه الله تعالی ترې محفوظ اسمان ته پورته کړ.
له دې امله د عیسویانو او د دوی تر منځ مسلسله اوږده دښمني وه, عیسویانو دویته په حقیره او دښمنه سترګه کتل.
په یورپ باندې کتالیک عیسویانو تقریبا زر کاله حکومت وکړ, دوی په دا ټول دور حکومت کې ذلیل او بدبخته وو, تر دې چې یو عیسوی به مریض شو پاپ به ورته ویل: لاړ شه یو یهودي ووهه الله تعالی به شفا درکړي, له دې نه یې تاسې قیاس کړئ چې د دوی ترمنځ څومره عداوت, بغض, کینه او حسد وو?!

دوی د مسلمانانو په قلم رو کې د ارام ساه واخیسته خصوصا په اندلس کې یې ځانونه ارام کړل او د نو دسائسو لپاره یې تیاری ونیاو.
1:- دوی د عیسویانو یوه کمزورې ډله پروټسټن فکراً د ځان تابع او اغوا کړه, دا ډله هسې هم کمزورې وه یهودانو ځانونه ورته خواخوږي کړل له دوی سره راځدار او خلط شول, ورو ورو یې دا فکر ورکړ چې عیسی علیه السلام خو دنیا ته دوباره راځي خو هغه وخت چې په جزیرة العرب کې د یهودو حکومت وي, او دوی یې د نورو عیسویانو خلاف استعمال کړل.

2:- د عیسویانو ترمنځ یې تفریقوي اختلاف ته لمن ووهله او یو دبل خلاف یې سره تیز کړل, د بحث او مناظرو مجالس یې زیات او ګرم کړل تردې چې په هر چوک کې به د مناظرې مجلس منعقد وو.

3:- په پاپانو او کلیسا یې عام عیسویان بدګمانه کړل, د دوی پټ خباثتونه یې عوامو ته ښکاره کړل.

4:- پاپان یې د ساینس او ټیکنالوجي خلاف معرفي کړل.
5:- په آخره کې یې کلیسا له حکومت څخه بې دخله کړل او حکومتي واګې عوامو په لاس کې واخیستې.
په دې سره یې نه یوازې له عیسویان بالخصوص له کلیسا څخه انتقام واخیست بلکې د دوی زر کلن حکومت یې ورته ونړاوو.
نور بیا ان شاء الله!

میا نورآغا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx