خبرونهنړۍ

شمالي وزيرستان: څلويښت زره کسان په رواني مرضونو اخته دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستاني ډاکټرانو لخوا په نوې خپره شوې روغتيايي سروې کې ويل شوي، چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو، درنو بمباريو، جيټ طيارو او مهاجرت له امله څلويښت زره کسان په رواني مرضونو اخته شوي او نژدې دوه لکه کسان د ذهني فشار ښکار دي.

په سروې کې ويل شوي، چې په رواني مرضونو اخته کسانو کې ډېری شمېر د ښځو او ماشومانو دی.

بنو کې د پاکستاني پوځ د روغتيايي کمپ ډاکټران وايي، چې دوی سره د راجستر شويو رواني مريضانو شمېر له څلويښت زرو اوړي او له دوو لکو زيات کسان بيا د ذهني فشار ښکار دي.

د یاد روغتيايي کمپ مشره ډاکټر عاصمه وايي، چې دا شمېر د هغو مريضانو دی، چې دوی سره ثبت دي، مګر زیاتوي، چې د رواني مريضانو شمېر له لکونو اوړي او که پر وخت د نوموړو خلکو درملنه ونشي، نو د ورته مريضانو شمېر به ډېره زياته شي.

د وزيرستان ځايي خلک وايي، چې دوی ټول په رواني ستونزو او مرضونو اخته دي؛ ځکه چې حکومت په سره ګرمۍ او د روژې په مبارکه مياشت کې د دوی پر ضد پوځي عمليات په داسې حال کې پيل کړل، چې طالبان او د هغوی پلويان له سيمې وتلي وو او پاکستاني پوځ د شمالي وزيرستان ټول ولس سره د طالبانو په څېر رویه کوله او دوی ته يې مخکې له مخکې هيڅ اعلان ونکړ، چې دوی ځانونه او کورنۍ خوندي ځايونو ته ورسوي.

د شمالي وزيرستان يو قومي مشر او د فقير ايپي لمسي حاجي شمېر محمد په مشرۍ يو شمېر قومي سپين ږيرو له دولتي چارواکو غوښتنه کړې وه، که دوی د طالبانو پر ضد پوځي عمليات پيلول غواړي، نو لږ تر لږه د روژې تر پايه دې صبر وکړي، ځکه چې روژه کې سره ګرمي وي او خلک له هر ډول ستونزو سره مخ وي، مګر پاکستاني پوځ د وزيرستان د خلکو غوښتنې او سوالونه ونه منل او بې دريغه پوځي عمليات يې پيل کړل.

ډېری وزيرستانيان د پوځ لخوا جوړ شويو کمپونو ته نه دي ورغلي

د وزيرستان خلک په دې باور دي چې پاکستانی پوځ او حکومت د دوی دين او کلتور ته درناوی نه لري او له همدې امله ډېری وزيرستاني مهاجرين نه غواړي د پوځ مرستې او پوځي کمپونو ته ورشي؛ ځکه چې هلته د ښځو د پردې او حيا عزت نه وي او خلک په ډله ييزه توګه يو ځای ژوند سره کوي.

وزيرستاني مهاجرين وايي، چې د چا لږ هم وس کيږي، پوځي کمپونو ته نه ورځي او د خپل دين او کلتور له امله په ځان سخته تېروي، مګر د پوځ کمپونو ته ورتګ د ځانونو لپاره بې عزتي بولي.

ټول وزيرستانيان په رواني مرضوونو اخته دي

د احسان دوړ په نوم يو وزيرستانی ژورناليست وايي، چې حکومت دې يو اړخيزه پريکړه وکړي، يا دې د وزيرستان خلک له يو سره ووژني او يا دې ورته د خپل ولس په سترګه وګوري.

دوړ زياتوي، چې ټول وزيرستانيان په رواني مرضونو اخته دی، مګر رسمي سروې يوازې هغه مريضان راجستر کړي، چې په پوځي پنډغالو کې اوسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x