افغانستانخبرونه

کابل ښار کې د فتنه ګرو یو ګروپ کشف او له منځه یوړل شو

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، ١٦ چنګاښ ١٤٠١)  تېره شپه کابل ښار کې د فتنه ګرو پر وړاندې عمليات ترسره شول چې پایله کې یې ٦ تنو شراچونکو ته مرګ ژوبله واوښته.د حکومت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په وینا؛ چې تېره شپه امنيتي ځواکونو له لورې د کابل ښار، ٣١٥ فامیلیو سیمه کې د شریرو عناصرو په وړاندې  یو لړ عملیاتو ترسره شوي دي، چې د دغو عملیاتو په پايله کې  ٢ تنه فتنه ګر ووژل شول، څلور نور یې ټپیان دي او پټنځای یې هم په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی.ښاغلي مجاهد زیاته کړې ده؛ دغو عملیاتو کې ډېر اندازه اسلحه هم نیول شوې ده، چې پر مټ یې یادو شریر عناصرو غوښتل کابل ښار کې تخریبي کړنې ترسره کړي.د شنونکو په وینا؛ دا شریر عناصر د ځينې استخباراتي کړیو له لورې تمویلیږي او غواړي  د دوی پر مټ، نورو هیوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې زیانمنې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx