شعـــــرونه

اختر دی،او زۀ تا پسې خفه یمه لالیه/ عمر حماس

عمر حماس

ګوریږم! خپل میرات زړۀ ته غوسه یمه لالیه
اختر دی،او زۀ تا پسې خفه یمه لالیه

څوک دی زما زړو جامو ته ځیر دی لۀ ډیر وخت نه
او زۀ غریب د شرم نه خوله یمه لالیه

ستا ورور مې ورور، ته کړی د زړو جامو پیغور
راغلی درته ځکه پۀ ګیله یمه لالیه

زما کیسه کې مۀ وسه خپل ځان لۀ غمه ساته
ما پریږده زۀ پۀ غم کې اموخته یمه لالیه

ځه لاړ به شمه نۀ کینمه سترګو نه دې ځار شم
ځه لاړ به شمه نۀ کینم دمه یمه لالیه

غم مۀ کوه عمرحماسه!یار دې لا ژوندی دی
هر غم ته دې ولاړ لاس پۀ سینه یمه لالیه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx