د نن سرلیکنه

پرمنځني ختیځ د اردوګان د بریالیتوب اغیزې – سرمقاله

نن ټکی اسیا: سرمقاله: له نیکه مرغه د ترکیې ولس مشر طیب رجب اردوګان د دې هیواد په ولسمشریزو ټاکنوکې په مطلق اکثریت بریالی شو.

ښاغلی طیب اردوګان له ۲۰۰۲ کال راهیسې د دریو دورو په ترڅ کې په ترکیې باندې واکمني کړې چې له برکته یې اوس مهال ترکیه په اقتصادي اوسیاسي لحاظ د نړۍ په بریالیو هیوادونو کې شمیرل کیږي او پام کې ده چې په راتلونکي ۲۰۲۳کې په اقتصادي لحاظ په نړیواله کچه لومړیو لسو هیوادونو کې شمار شي.

ولس مشر طیب رجب اردوګان په تنظیمي لحاظ د ترکیې په عدالت او پراختیاګوند پوري تړاو لري ، د عدالت او پراختیاګوند په کال۲۰۰۱ کې هغه مهال تأسیس شو چې کله د دې هیواد سترې محکمې د مسلمان انجینر او سائنس پوه ښاغلی نجم الدین اربکان د اسلامي فضیلت ګوند ناقانونه اعلان کړ.

ښاغلی رجب اردوګان د نجم الدین اربکان له خاصو شاګردانو حسابیږي او خپله هم په فکري لحاظ یو تکړه مسلمان دي. د نوموړي بریالیتوب به خامخا په منځنی ختیځ ځانګړی مثبت اغیز ولري؛ ځکه چې ترکیه دا مهال د منځنی ختیځ په کچه یو تر ټولو مهم او پرمختللی هیواد دی او د دغه پرمختللی هیواد په مشری کې د ښاغلی طیب اردوګان رول خپل خاص اثر لري.

د نوموړی د بریالیتوب رمز په دې کې دی چې د خپلو ټولو اقتصادي منافعو له خوندیتوب سره سره یې په نړیواله کچه له اسلامي قضایاوو څخه اخلاقي ملاتړ کړی.

په غزه باندې د صیونستي اشغالګرو د اقتصادي محاصرې په اړه یې عملي هڅې کړي، په خپل هیواد کې یې تر یو ملیون زیاتو سوریايي مهاجرینوته ځای ورکړی، د بورما او منځنۍ افریقا له مسلمانانو یې خپل ملاتړ اعلان کړی او په مصرکې یې د ګوښه کړی شوي ولس مشر ډاکټر مرسی له داعیې نه په کلکه دفاع کړې.

د منځنی ختیځ ځیني هیوادونه لکه سوریه ، لبنان ،عراق، مصر ، یمن ، لیبیا او المغرب همدا اوس ټول په یوه فوق العاده بحراني وضعیت کې قرار لري او ډیری یې په کورنیو جګړو کې ښکیل دي .

ترکیه هیواد چې ولس مشر رجب اردوګان یې د واک چارې په لاس کې لري د منځني ختیځ تر ټولو مهم اسلامي هیواد چې دښمنان یې غواړي هماغې ستونزې چې د ترکیې نور ګاونډیان یې پري اخته کړي دوی هم ورباندې مبتلاء کړي.

خو رجب اردوګان د خپلې دولس کلنې بریالۍ تجربې له مخې د خپل هیواد او ټول منځنی ختیځ په اړه د دښمنانو تخریبي تحرکات ډیر په دقت څاري او په حکیمانه ډول یې دشنډولو هڅه کوي.

نوموړی د خپل دښمن له تصادم څخه دځان ساتلو ځانګړی مهارت لري ، همدا مهارت یې د دې لامل شوی چې هم یې خپل هیواد له ګډ وډي ژغورلی او هم یې په تدریجي توګه په خپل هیواد کې خپل اصلاحي پروګرامونه عملي کړي.

د اسلامي نړۍ مسلمان مفکرین او حتی ځیني غربیان ښاغلی طیب اردوګان د عثماني خلافت راژوندی کوونکی بولي؛ ځکه نوموړي د خپلې پوهي او اسلامي بصیرت له مخې خپل هیواد په علمي، اقتصادي ، سیاسي او اداري لحاظ د پرمختګ او ترقي لوړو پویو ته رسولی ، که خدای وکړي د اسلامي نړۍ نور هیوادونه هم د طیب اردوګان په څیر له ویښو، بااحساسه او پوهو اسلامي چارواکو څخه برخمن شي امید شته چې د اسلامي نړۍ مسلمان ولسونه به له دغه تأسفناک وضعیت څخه د ترقي، تمدن او بریالیتوب په لوري سوق کړای شي.

دهمداسې یوې ورځې په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x