خبرتیاوی او پیغامونه

د مولوي شاکر مموزی د جنازې خبرتیا

د ملا علي شاه خان او حاجي غلام جیلاني حق پرست کشر ورور او د محب الله ژمن پلار، د پکتيا پوهنتون د استاذ پوهنيار عارف الله حق پرست، امین الله حق پرست او اسدالله حق پرست تره حاجي عیدمحمد حق پرست چې په خواله رسنیو کې په شاکر مموزي مشهور و، په سعودي عربستان کې په یوه ترافیکي پېښه کې په شهادت رسېدلی، جنازه یې نن جمعه ۹/۱۲/۱۴۴۳ ھ ق ۱۷/۰۴/۱۴۰۱ ھ ش نېټه د ماسپښين پر ( ۳ ) بجو د پکتیا ولایت، زرمت ولسوالي دمموزو په نوي کډوس کلي کې ادا او خاورو ته سپارل کیږي.

ښاغلی شاکر مموزی د نن ټکی اسيا قلمي همکار و او وخت په وخت به يې ليکنې او ژباړې له نن ټکی اسيا څخه خپرېدلې، د نن ټکی آسیا مشرتابه او همکاران د شهيد شاکر مموزی له کورنۍ سره په دې درانه غم کې ځان شريک بولي.

ټول دوستان دې خبر وي
انا الله وانا الیه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx