نظــر

نوی عالمي حکم (نظام) «دوهمه برخه»

ميا نوراغا

د پروټسټن له فکري بدلون او له حکومتي نظام څخه د کلیسا له بې دخله کولو وروسته په د نیا د حاکمیت او نوي عالمي نظام لپاره یهودانو په اجتماعي هماهنګۍ سره اقتصاد ته مخه کړه, څو لسیزې یې په دې کار وکړ چې د imf غوندې عالمي بینک په جوړیدلو او کامیابیدلو کامیاب شول.

د imp په واسطه یې اکثره نړۍ او د امریکې غوندې لوی حکومت قرضداره کړل, ټول قرضداره حکومتونو د دوی په شرائطو چلیږي, او له ټولو زیاته سودي نفعه حاصلوي.
همدارنګه په ټولو جمهوري ریاستونو کې د انتخاباتي کمپاینونو لابي ګیري یهودان کوي, چې نوماندان منصب ته په رسیدو د دوی شرائطو او منافعو ته ژمن وي.

په همدې طریقه یې له پروټسټن څخه وروسته ټول عیسویان او د دوی ریاستونه په خپل ګرفت کې واخیستل, د خپلو منحوسو اهدافو د حاصلولو لپاره یې لکه عسکر استخداموي.
تاسې نه ګورئ چې د عیسویانو بالخصوص انګریزانو په واسطه یې خلافت عثماني ړنګ کړ, او د فلسطین په ځمکې یې اسرائیلي سټیټ/ حکومت ته زمینه برابره کړه, انګریزانو د اسرائیلي حکومت جوړونې لپاره له خپلو حلقه بګوش عرب ملوکو څخه تعهدات واخیستل, بیا یهودان له ټولې نړۍ څخه ورته راټول او ورو ورو یې د فلسطین مقدسه ځمکه له مسلمانانو څخه غصب کړه, چې فلسطینیان له لسیزو راهسې له دې ناسور څخه کړیږي, ځمکې یې ورځ تر بلې پسې غصب کیږي, هجرت ته مجبوریږي, قتل کیږي, کلی او ښارونه یې ورانیږي.

په عالمي سطحه د فلسطینیانو درد, آه او فغان هیڅوک نه اوري, چې څومره قراردادونه په ملل متحد کې د یهودو خلاف پیش کیږي, د هغو لویو قوتونو لخوا ویټو او رد کیږي کوم چې له پخوا یهودانو اخیستي او د یهودیت عمال یې ترې جوړ کړي.
حاصل دا چې غربي او عیسوي نړۍ دوی د ځانو تابع او عسکر ګورځولې ده, په شرق کې چې کوم کفري ملکونه د دوی له پنجو ازاد دي له هغوی نه د نوي نظام په جوړونه کې فکري مشکل نه ویني یوازې ملکي او ځمکني مشکل ترې احساسوي چې د هغوی د کنټرولولو په کوشش کې دي, دو کوشش کوي چې په اقتصادی محاذ کې یې کمزوري کړي هغه که د بندیزونو , اقتصادي پروګرامونو او که د جنګونو له لاری وي په یوه هم سرفه نه کوي.

لکه د ناټو او G7 په واسطه د چین مخه نیول او اقتصاد یې ننګول.
د دوی زیات مشکل د اسلامي عقیدې او فکر سره دی ځکه دوی داسې یو نوی حکومت او نظام غواړي چې:
1:- هیڅ عقیده و نه لري بلکل ازاد وي.
2:- د فحاشي لپاره هیڅ مانع نه وي, د چا چې څنګه خوښه وی هغه سې خپل شهوت سوړ کړي, له دې امله اوس همجنس بازي په زیاتو ملکونو کې قانوني شوې/ کیږي, تردې چې له چارپایانو سره نکاح کوي, ابله ورځ په هند کې یوې ښځې له خپل ځان سره واده کړی, چې دا به کومه نخره کوي?!
3:- د نکاح قانون بلکل ختمول غواړي, ازاد لیبرال ماحول جوړوي.
4:- د نکاح په ختمولو سره د نسبونو لړۍ هم ختموي, ښځه به نه پوهیږي چې له چا څخه یې حمل اخیستی? او د بچي پالنه به هم حکومت کوي تر څو خپل مور او پلار ونه پیژني.
5:- د عریاني خطرناک ماحول جوړوي.
دا ټول د شیطان او شیطاني حکومت په خاطر تر سره کوي.
دا هر څه په اسلام کې منع دي, اسلام د فحشا ممانعت کوي, د نسبونو حفاظت کوي, د مور او پلار په طریقې سره د اولاد سالمه روزنه غواړي چې دا بغیر له پاکې نکاح څخه ناشونې ده.
له دې امله د یهودو د دشمنۍ زیات غشي د مسلمانانو په خلاف دي.
د خلافت عثمانیه له ړنګولو وروسته دوی غواړي په اسلامي ملکونو کې پاچاهان د دوی په خوښه مقرر شي, د عربو ملوک خو هسې هم تر ډیره حده له دوی سره پرټکولي دي, دا نور د اقتصاد, قرض, او جنګونو په واسطه ځپي او د ځان تابع کوي یې.
دا دحق او باطل جنګ روان دی, یهودان د شیطاني حکومت فکر لري, او مسلمانان د عیسی علیه السلام د راتګ لپاره د مقدمي عقیده لري.
و مکروا و مکر الله و الله خیر الماکرین!

میا نورآغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx