دیني، سیرت او تاریخ

د شرم او حياء په اړه پند او نصيحت

مؤلف: صديق الله حبيبي
د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب او پراختيا رياست علمي او مسلکي غړی.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم د یوه انصاري له څنګه تېر شو، چې خپل ورور ته يې د حياء په هکله موعظه کوله.

د دې مفهوم ظاهر ته پام مه کوه او لږ ځنډ وکړه، هغه د حياء په هکله خپل ورور ته نصيحت کوي، یعنی هغه ته نصيحت کوي، يعنې توصیه کوي، چې له خپلې حياء نه لږ څه راکم کړي، ځکه چې هغه خورا ډېر با حياء دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وفرمايل

ژباړه: هغه پرېږده، ځکه چې حياء د ایمان یوه برخه ده. ( )

تصور وکړه، چې که چيرې دا صحابي چې خپل ورور ته سپارښتنه کوله، دمګړۍ زموږ تر منځ وی، د حياء په اړوند به يې نصيحت څه وو؟!

د نجونو شرم او حيا دا ډول ده

فاطمه د عتبه بن ربیعه لور د ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها په حضور کې د اسلام راوړلو له کبله د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:

ژباړه: اې فاطمې! له ما سره په دې بیعت وکړه، چې له الله تعالی سره به هيڅ شريک نه نيسې، غلا به نه کوې او زنا به نه کوې او …

کله چې فاطمې د (زنا ونه کړې) کلمه واورېده د حياء له شدت نه يې خپل لاس په خپل سر باندې کېښود او کښته يې وکتل.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې له حياء نه خوښ شو او ام المؤمنین عائشې هغې ته وويل: اې فاطمې! بیعت وکړه، ځکه چې ټولو مېرمنو په دغې ژمنې باندې بیعت کړی، فاطمې هم بیعت وکړ.

اې فاطمې! ته چېرته يې؟ نن زمانه موږ ستا په شان کسانو ته اړتيا لرو.

لويه خدايه! تردې کچې

ام المؤمنين عائشه رضي الله عنها ووايی: زما په خونه کې چې زما خاوند او زما پلار دفن شوې وو، نو زه به چې کله هلته تلم، له ځان سره به مې وويل: زما پلار او خاوند په دې ځای کې دفن شوي دي، نو خپل حجاب به لرې کړم او جامې به څنګ ته کېږدم، خو کله چې عمر بن خطاب رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او زما د پلار تر څنګ ښخ شو، نو د جامو له ايستلو به مې شرم کاوه، او له عمر نه د حياء په خاطر به مې په بشپړ ډول سره حجاب په پام کې نيو.

تعجب مه کوه! ځکه چې ژوندی او با حياء زړه دی، حياء ته يې پاملرنه وکړه، نوموړې له یوه وفات شوي شخص نه حياء لري، بېړه کوه خپله حياء دې د هغې له حياء سره پرتله کړه، د دې پرتلې پايله څه ده؟!

هغه نارينه چې پريښتې ترې شرم کوي

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ژباړه: آیا زه له عثمان رضي الله عنه څخه حياء ونه کړم، هغه داسې څوک دی، چې ملائکې ترې حياء کوي. ( )
پرښتې له هغه نه حياء کوي! د هغه د حجب، حياء او ادب له شدت نه.

له موږ نه کوم يو د عثمان رضي الله عنه يو پر څلورمه اندازه حياء لري؟ یا حتی د هغې د يو پر لسمې اندازې حياء به ولري؟!

سوګند پر الله تعالی چې زه د عثمان رضي الله عنه د ليدنې خورا ډېر لېوال يم، لويه خدايه! جنت زموږ په نصيب کړه او موږ ته د هغه د ليدنې برياليتوب راکړه.

که د نيکانو په شان نه یاست، نو له هغوی سره خو مشابه و اوسئ، ځکه چې له مېړنيو سره تشبيه بریاليتوب ده.

له هغو دوو نجونو څخه يوه چې ډېره با حيا به ګرځېده، د هغه حضور ته راغله.

الله تعالی د هغې په اړه چې له موسی رضي الله عنه سره يې ليدنه وکړه داسې فرمايی: ژباړه: بيا ده ته د دې نجونو څخه يوه ډېره په حياء سره راغله، ويې ويل، بې شکه زما پلار تا غواړي، چې زموږ څارويو ته د اوبو ورکولو اجره در کړي. [القصص : 25]

يو ځل بيا آیات ولوله. ژباړه: بيا ده ته د دې نجونو څخه يوه ډېره په حياء سره راغله، ويې ويل، بې شکه زما پلار تا غواړي، چې زموږ څارويو ته د اوبو ورکولو اجره در کړي. [القصص : 25]

آیا زما په منظور پوه شوې؟ ته به وايي چې په حياء سره خبرې کول او په حياء سره په لاره تلل يې احساسوې، ټول احوال يې د حجاب او حياء پر بنسټ دی، د حياء په هکله د خبرو پر مهال، له نارینه نه مېرمن خورا ډېره د پام وړ ده او له هغه نه خورا ډېر شرم او حياء ته اړتيا لري.

زما په خبرو باندې ځان سم پوه کړه، او د خپلې هوا او هوس پر بنسټ يې مه تفسيروه!

د حيا تر ټولو لوړې درجې

له هغو نه لا ډېره لوړه او لا ډېره بارزه حياء له الله تعالی نه حياء ده، موږ ټول نر او ښځه هلک یا انجلۍ، مشر یا کشر، د ګناه د ارتکاب پر مهال په یوه بنسټيز څيز کې سره مشترک يو: هغه هم له الله تعالی نه شرم او حياء ده، نو که چېرته په رښتيا سره پوه يې او یقین لرې چې الله تعالی تا تر خپل نظر لاندې لري، هيڅ کله به د ګناه مرتکب نه ګرځېدلې، بلکې له هغه نه دې حياء کوله، وېرېږم چې دا خبرې درک نه شې کړی.
خپل پروګرامونه له سره ترتيب کړه!

(ډېری کوچنی عملونه په نيت سره ستر شوي او ډېری ستر عملونه په نيت سره خوار او ناڅيزه ګرځي)

وګوره چې نیت له اعمالو سره څه کارونه کوي! اوس دا مسئله هېره کړه، ځکه چې یوازې يوه سريزه وه. منظور مې دا دی چې ځينې وختونه انسان د کبیره ګناه مرتکب ګرځي، چې پښېماني، توبه او له الله تعالی نه حياء او وېره لري، چې هغه د صغيره ګناهونو په ډله کې شميري.

ځينې وختونه انسان د صغيره ګناهونو مرتکب ګرځي، چې د الله تعالی پر وړاندې بې حياء يې، له هغه څخه نه وېره او د هغه د سپيڅلي ذات پر وړاندې د جرئت څرګندولو لامل ګرځي، چې دغه صغيره ګناه په کبیره ګناه بدله شي.

احساس کوم چې دمګړۍ له الله تعالی څخه شرم کوې، حق هم لرې، ځکه چې يوه مهمه او خورا ګواښمنه مسئله ده.

یا الله! د الله تعالی پر وړاندې وړې او لويې ګناوې په شرم او حياء او له هغه نه د پښېمانۍ څرګندولو په اندازه، سنجول کېږي.

وينم چې پر حياء او حجاب باندې له پوهېدو وروسته، خپل پروګامونه له سره ترتيبوې!

د ابن قيم څرګندونه

له الله تعالی نه د حياء په هکله د زړونو انځور پوه (ابن قیم) خورا ښکلې خبرې لري، خو تر ويلو مخکې په يوه خبره باید ځان پوه کړې، هغه دا چې د روغتيا لپاره باید له ډاکټر څخه کوم شي پټ نه کړې، هره ناروغي چې لرې هغه باید په بشپړه توګه ډاکټر ته ووايې، تر څو سمه تداوي دې وشي.

ابن قیم وايي: ( د الله تعالی پر وړاندې په خپله ګناه باندې رضايت، له ګناه ډېره بده ده او د ګناه د ارتکاب پر مهال ستا خندا له ګناه ډېره بده او سخته ده او د الله تعالی پر وړاندې په هغې ګناه باندې اندېښنه، چې د ترسره کولو فرصت يې دې له لاسه ورکړی وي، هغه هم له ګناه لا ډېره سخته ده او په پټه توګه د ګناه تر سره کولو ارزښت او ستا د زړه نه پرېشانه کېدل، د الله تعالی له نظره، له ګناه ډېره بده او سخته خبره ده) .

عجیبې خبرې دي چې اوښکې له سترګو څخه بهوي! په رښتيا سره چې د ګناه په سرته رسولو باندې ستا خوښي د الله تعالی پر وړاندې ستا د بې حياءيۍ په دليل د هغه پر وړاندې پر خپله له ګناه نه هم لا ډېره سخته ده، دغه راز د الله تعالی پر وړاندې د بې شرمۍ په علت د ګناه په تر سره کولو نه خفګان، په خپله له ګناه نه هم لا ډېره سخته خبره ده.

دا چې په پټه د ګناه د تر سره کولو په حال کې! آیا له الله تعالی څخه شرم نه کوې؟! بېړه کوه، خپل ځان دې را څرګند کړه! پاک کوونکی ده. ان شاء الله.

حيرانوونکې پښېماني

یو سړی د ابراهیم بن ادهم حضور ته راغی او ويې ويل: امامه! غواړم چې توبه وکړم د ګناهونو له پای ته رسولو څخه لاس ومينځم، اما له سره بيا ګناه رانه وشي، داسې یوه لاره را وښيه چې ما د الله تعالی د ګناه له ارتکاب څخه وژغوري.

آیا ستا غوښتنه هم همدغه ده! څوک دی چې نه غواړي، توبه وکړي او له ګناه نه لاس واخلي؟ نو پام وکړه او د ابراهیم بن ادهم خبرې جدي وګڼه!
ابراهیم بن ادهم هغه ته وويل: که چېرته دې غوښتل چې ګناه وکړې، دا کار د هغه په ځمکه کې مه کوه!

سړي وويل: نو چېرته دا کار وکړم؟

ابراهیم ادهم وويل: د هغه له ځمکې نه بهر!

سړي وويل: اې امامه! څنګه شونتيا لرې؟ ځمکه سر تر سره پورې د الله تعالی ده! ابراهیم وويل: آیا حياء نه کوې، چې دا ټوله پراخه ځمکه د الله تعالی ده او ته د ده د ځمکې پر مخ ګناه کوې!

وروسته بیا ابراهیم بن ادهم زیاته کړه: که چېرته غواړې ، چې ګناه وکړې، نو د هغه له روزۍ څخه يې مه خوره!

سړي وويل: نو څنګه ژوندی پاتې شم؟

ابراهیم وويل: آیا حياء نه کوې، چې د هغه له رزق او روزۍ نه يې وخورې، وروسته بیا ګناه هم کوې؟

ابراهیم وويل: که چېرته دې بیا هم د ګناه په پای ته رسولو باندې ټينګار وکړ، نو د هغه له سترګو يې لرې وکړه.

سړي وويل: دا څنګه شونتيا لري په داسې حال کې چې هغه پر موږ باندې ليدونکی دی؟

ابراهيم وويل: آیا حياء نه کوې، چې د هغه په حضور او د هغه په وړاندې ګناه وکړې؟

وروسته بیا ابراهیم ادامه ورکړه: نو که چېرته دې بیا هم د ګناه په پای ته رسولو باندې ټينګار وکړ، نو بیا د دوزخ څوکيداران (ساتونکی) چې کله په تا پسې راغلل، هغوی ته ووايه، چې زه له تاسو سره نه ځم.

سړي وويل: اې امامه! څنګه؟ ! ابراهیم وويل: آيا له دې ټولو نه وروسته له الله تعالی نه شرم نه کوې؟!

د الله تعالی رحمت ته ځير شه او له هغه نه حيا وکړه

آیا له دې ټولو وروسته، شرم او حياء نه کوې! نو که چيرې همداسې پر ګناه باندې ټينګار کوې، دغو مفاهیمو ته پام وکړه.

پر خپل ځان باندې دې د الله تعالی رحمت ته وګوره، تر څو حياء زده کړې، د هغه لطف او مراعات ته چې ستا په حال کې شامل شوی، هغو ته وګوره، الله تعالی په قدسی حديث کې فرمايي: (زما او د انس او جن خبر خورا ستر دی، پيداکوونکی زه يم او عبادت د بل کېږي، زه روزي ورکوم، او له بل نه مننه کېږي، زما خبر د بندګانو په لوري کښته راځي او د دوی شر زما په لورې پورته راځي، زه پر خپلو نعمتونو د دوی لوري ته د دوستۍ لاس اوږدوم او هغوی په ګناهونو له مانه کرکه کوي، په داسې حال کې چې هغوی ماته لا ډېره اړتيا لري، زما ذاکران زما سره ناسته او پاسته کوي، څوک چې غواړي چې زما ملګری شي، زما ذکر او يادونه دې وکړي د اطاعت خاوندان زما خوښيدونکي کسان دي، د خپلې ګناه خاوندان له خپل رحمت نه نه نهيلې کوم، که چېرته يې زما په درشل کې توبه وکړه، زه د دوی حبیب یم او که چېرته يې سر غړونه وکړه، زه د دوی طبیب يم، هغوی په سختيو او کړاوونو اخته کوم، تر څو پورې يې له عیبونو نه پاک کړم، څوک چې زما د توبې ور را وټکوي، له لرې نه يې ليدنې ته رامنډې کوم، څوک چې له مانه مخ واړوي، له نږدې نه يې رابولم، هغه ته وايم: چېرته ځې؟ آیا له ما پرته بل الله تعالی لرې؟ نيکي زما پر وړاندې لس برابره ده او پر هغه يې ور زياتوم او بدي یوازې په خپله ده او هغه بښم. زما په عزت او بزرګۍ دې سوګند وي که چېرته له مانه د مغفرت غوښتنه وکړي، هغه به د دوی لپاره بښم) .

که چېرته ستا زړه پاک، روڼ او با حياء وي، د الله تعالی دې خبرو ته به وژاړې.

آیا له دې ټول رحمت او بښنې وروسته، بیا هم حرام خورې او اغوندې، دروغ وايې، او چل کوې، په امانت کې دې خيانت کوې. لمونځ نه کوې، له الله تعالی نه وېرېږې او حجاب نه کوې او …؟!

آیا له دې ټول رحمت نه وروسته، شرم او حياء نه کوې؟ که چېرته بیا هم سرغړونه کوې؟ دغه ټکي ته پام وکړه. په يوه روایت کې راغلي: (الله تعالی داوود علیه السلام را وباله او ويې فرمايل: اې داوده! که چېرته له مانه مخ ګرځوونکي، زما په هغه شور، شوق، مينې او محبت باندې خبر وی، نو د همدغه شور او شوق له مخې به بېرته راګرځېدلي وي، اې داوده! دا له مخ اړوونکو سره زما لېوالتيا او علاقه ده، نو زما مينه او محبت زما په لور د راتلونکو کسانو په اړه څنګه ده؟!

په دې سربېره د الله تعالی ګناه دې کړې او له هغه نه حياء نه کوې!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ژباړه: الله تعالی په شپه کې د بښنې لاس وړاندې کوي، تر څو د ورځې ګنهګاران توبه وکړي او په ورځ کې خپل لاس وړاندې کوي، تر څو د شپې ګنهګاران توبه وکړي، دا هم تر هغه وخته پورې چې لمر له مغربه څخه راپورته شي. ( )

آیا احساس نه کوې، چې د الله تعالی بې پایه رحمت موږ ډوب کړي يو؟ موږ د هغه مهربان او بښونکي ذات له رحمت نه په ډکو شېبو کې ژوند کوو، که هغه له موږ سره خپل عدالت کړی وی، نو د ځمکې پر مخ به له موږ څخه يو هم نه وی پاتې.

اوس مهال، له دې ښه احساس نه وروسته، له خپل ځان سره ژمنه وکړه، چې نور هېڅکله د ګناه مرتکب نه شې.

ځکه چې ته له هغه نه شرم نه کوې، همدغسې نه ده؟!

د الله تعالی نعمتونو ته وګوره او له هغو حيا وکړه

د خلکو اندېښنې او غمونه سره توپیر لري، په څرګند ډول د الله تعالی پر بښنو سربېره چې موږ يې له هر لوري څخه احاطه کړي یو، تر اوسه پورې هم يو شمېر شته، چې له الله تعالی نه شرم نه کوي، نو که د دې ټول رحمت پر وړاندې، بیا هم د سر غړونې سر راپورته کوي، آیا له هغو نعمتونو څخه چې پر تا باندې يې لورولي حياء نه کوي؟

چا ستا لپاره سترګې پيدا کړې؟ وايې، الله تعالی په خپله په دې خبره اقرار کوې، اما په هغو سره حرامو ته ګورې، آیا شرم نه کوې؟

چا تاته زړه درکړی دی؟ وايې الله تعالی.

ولې په دې سربېره په حرام عشق سره د الله تعالی غوسه راپاروې، آیا حياء نه کوې؟

چا تاته عقل در کړی دی؟ وايې . الله تعالی.

خو په هغو د الله تعالی نا فرمانۍ کوې! آیا شرم نه کوې؟

د الله تعالی نعمتونه چې نسبت پر تا يې لورولي وګوره.

الله تعالی فرمايي: ژباړه: اې انسانه ته څه شي په خپل پاک پرودګار باندې مغرور کړې. هغه ذات چې ته يې پيدا کړې درست يې کړې او قامت يې دې سم کړ، په هغه صورت کې چې يې غوښتل ته يې جوړ کړې.[الانفطار: 6 – 8]

بل آیت : ژباړه: نو انسان دې خپلې ډوډۍ ته وګوري. موږ اوبه په تويولو سره راتويې کړې بیا مو ځمکه په څيرولو سره څيرې کړه. بیا مو په کې دانې راشنې کړې. او همدارنګه انګور او سبزي. او زيتون او د کجورو ونې. او ګڼ باغونه باغچې. او مېوې او واښه. [عبس : 24 – 31]

په رښتيا سره چې له دغو نعمتونو سره ناشکري کېږي او د دغو نعمتونو لومړنۍ شکرانه حياء ده، چې د نعمتونو بښونکې ده.

عملي تمرين

د دې لپاره چې نظري خبره نه وي او په عملي توګه تر سره شي، باید داسې وکړې. یو قلم او پاڼه راوړه، پاڼه په دوه برخو باندې ووېشه، په نيمايي برخه کې هغه نعمتونه چې الله تعالی تاته در بښلي ويې ليکه: ژباړه: او څه چې مو غوښتي هغه يې درکړي او که د الله تعالی نعمتونه وشمېرئ، نو تاسو يې نه شئ شمېرلی. بې شکه چې انسان ډېر ظالم او ډېر نا سپاس دی. [إبراهيم : 34]

البته که غواړې چې د الله تعالی نعمتونه یاداشت کړې، څو د فتره هم ورته کافي نه دي. اما همدغه د نيمايي په اندازه پاڼه وليکه: د اوريدو او ليدو احساس، وړتيا، عاطفې، فکر شتمني، روغتيا اسلام او داسې نور نعمتونه.

په دوهمه نيمايي کې خپل ګناهونه یاداشت کړه، مه وېرېږه، چې دا یو بشپړ محرمانه تمرين دی!

ځکه چې ته په خونه کې یوازې يې. له دې نه وروسته دې، چې خپل ګناهونه وليکل، پاڼه ښه وګوره.

سوګند پر الله تعالی چې کمترين کار، د دغو ټولو نعمتونو پر وړاندې د دغو ګناهونو په خاطر ژړل دي.

آیا هغه وخت نه دی را رسېدلی چې له الله تعالی نه شرم وکړې؟!

دمګړۍ خپل رب ته مخامخ يې

الله تعالی فرمايي: ژباړه: الله تعالی وويل، مه وېرېږئ، بېشکه زه له تاسو سره يم، خبرې مو اورم او تاسو وينم. [طه : 46]

ژباړه: آیا نه پوهېږي، چې الله تعالی دا ټول ويني. [العلق : 14]

هغو کسانو ته چې تر اوسه پورې يې شرم او حياء نه ده کړې او الله تعالی يې د شاهد او ليدونکي په توګه نه دی احساس کړی.

هغو کسانو ته چې د الله تعالی پر وړاندې درېدل يې هېر کړي، یا يې د هېرتوب په لاس سپارلي وي!

تصور وکړه، چې د الله تعالی په وړاندې لوڅې پښې، بربنډ وجود ولاړ يې او د خپلو اعمالو سم ليک لولې!

په خپل ټولو احساساتو سره خپل ځان په دغه مقام کې تصور کړئ، سوګند پر الله تعالی چې دا ورځ خورا نږدې ده، خورا ډېره وحشتناکه صحنه ده.

سیدنا علی رضي الله عنه وايي: (سوګند پر الله تعالی چې زه داسې کسان پيژنم، چې کله دوی ته خپلې بديانې وړاندې کېږي، له خجالت نه د دوی د صورت غوښې توييږي) .

فکر وکړه، چې همدا اوس پر تا غږ کېږي، چې فلانی د فلاني زوی، چمتو شه تر څو پورې جبار الله تعالی ته وړاندې شې.

خو ته د الله تعالی له شرمه، وېرې او لړزيدو له امله نشي کولی، چې یو قدم هم واخلې. پرښتې به د ميلياردونو وګړو په منځ کې تا د وېرې، ډېرې حياء او ډېرو رېږدېدو له مخې تا وپېژني، تا به رانيسي او د الله تعالی حضور ته به دې بيايي.

هغه څه چې ژر را منځ ته کېږي، له رسول الله نه روایت شوی، مه هېروه چې همدا اوس ته د الله تعالی پر وړاندې يې او تاته وايي: (زما بنده! زما په اړوند کوم څيز تاته دوکه درکړه؟! ایا پوهېدې چې له ما سره وګورې او که دا ورځ دې هېره کړې وه؟ زما بنده! آیا له مانه دې شرم ونه کړ؟! زما بنده! آیا هغه مهال چې حرامو ته دې کتل، زه ستا د سترګو څارونکی نه وم؟ زما بنده! هغه وخت (د فلانۍ شپې ناستې ) په لوري تللې زه ستا د پښو څارونکی نه وم؟ زما بنده! کله دې چې حرام رانيول او حرام دې لمسول زه ستا د لاسونو مراقب نه وم؟! زما بنده! زما ديدار دې بابېزه او کم ارزښته وګاڼه؟! زما بنده! آیا د خلکو لپاره دې خپل ځان جوړاوه او په دې بدۍ سره زما حضور ته راتللې؟ ! زما بنده! آیا تاته مې ښځه درنه کړه؟ ! آیا پر تامې لورونه ونه کړه؟! آیا تاته مې روزي درنه کړه؟!)

اې بې چاره! په دې وېروونکي صحنه کې به ستا څه حال وي؟!

وروسته به بيا د هغې ورځ پاچا وفرمايي: (زما بنده د خپلو اعمالو ليک ولوله)

نه په ويلو باندې پيل کوې، په يوه بدۍ دې چې سترګې ولګي، څېره به دې توره اوړي او له يوې نيکۍ نه د تېرېدو څخه ستا څېره روښانه او نوراني ګرځي.

اما په څرګند ډول سره ځينې وګړي د دنيا په ژوند کې د حجاب او حياء له هېڅ درجې څخه برخمن نه دي، نو د قيامت په ورځ ځينې بې حياء دي.

له هغو نه يو تن وايي: پروردګاره! زه د ګواهانو شهادت، د پريښتو شهادت او د دغو اعمالو د ليک شهادت چې ليکل شوی دی، دا نه منم، الله تعالی فرمايی: هوکې. څه غواړې؟ وايي: زه يوازې د خپل ځان شهادت او ګواه منم، الله تعالی فرمايی: هوکې. وروسته يې پر خوله باندې مهر لګوي.

ژباړه: او لاسونه به يې خبرې راسره کوي، او پښې به يې په هغه څه شاهدي ورکوي، چې دوی کړي وو. [يس : 65]

تاسو له الله تعالی څخه شرم ونه کړ، په داسې حال کې چې الله تعالی له دې شخص نه خورا ډېر په قهر دی، فرمايي: (اې بنده! دورمه زما لعنت دې پر تاوي، زه هيڅ کله له تانه کوم څيز نه قبلوم).

(لا حول ولا قوة الا بالله).

مخکې له دې، چې داسې شخص درنه جوړ شي، له الله تعالی نه شرم وکړه، نو ستا پر حال افسوس که چېرته د هغه په ځای وې.

دمګړۍ د هغه شخص حال او ورځې ته وګوره، چې په دنيا کې يې حياء کړې ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ژباړه: الله تبارک و تعالی خپل مؤمن بنده ځانته نږدې کوي او هغه ته وايی: اې بنده! را نږدې شه، آیا هغه فلانۍ ګناه دې په ياد ده؟ آیا هغه فلانۍ ګناه دې په ياد ده؟ آیا هغه فلانۍ ګناه دې په ياد ده؟ آن تر دې پورې چې بنده به دا شک وکړي، چې له هلاکېدونکو کسانو څخه دی، خو الله تبارک وتعالی به ورته وفرمايي: ما په دنيا کې در پټې کړې او نن يې درته بښم. ( )

آیا له دې ستونزمنې موضع څخه کوم څيز د ويلو لپاره هم باقي پاتې کېږي؟! آیا په ټولو سربېره له الله تعالی څخه شرم نه کوې او د الله تعالی پر معصيت به لاس پورې کړې؟!

آیا همدا شان د الله تعالی پر اطاعت باندې د پرې ښودو اصرار کوې؟!

زما خورې!

آیا اوس هم پر بې حجابۍ باندې ټينګار کوې؟! ستاسو دې پر الله تعالی سوګند وي، له الله تعالی شرم او حياء وکړئ، نور بس ده.

د حيا ډولونه

علما وايی: له الله تعالی نه حياء په شپږ ډوله ده.

د حياء د ډولونو تر پېژندلو مخکې زه له تاسو غواړم او ستاسو په غوږ کې يې زمزمه کوم هغه څه چې وويل شول، يو ځل بیا پر هغه باندې يوه ځغلنده مطالعه وکړې، تر څو پورې ستا ګټه بشپړه شي او مقصود دې محقق شي.

بېړه کوه څه ته سترګې په لاره يې؟!

لومړی ډول : د جنايت حيا

د جنایت یعنی د هغه کس حياء چې د یو بد کار مرتکب شوی وي.

لکه د آدم علیه السلام حياء کله يې چې د هغې ونې ميوه وخوړه، له خپلې مېرمنې سره يې دارنګه په جنت کې منډې وهلې، ترڅو پورې چې الله تعالی وفرمايل: اې آدمه چېرته ځې! آیا له مانه تښتې! ويې ويل : نه اې زما ربه! بلکې د حياء په خاطر له تا نه تښتېدونکی يم.

آیا تر اوسه پورې ستا لپاره داسې پيښه شوې، چې د الله تعالی له شرم نه د کومې ګناه د پای ته رسولو په خاطر ستا له سترګو نه خوب کډه وکړي؟
یا په بېړې سره له کور نه را بهر شې، تر څو د هغه د نافرمانۍ په خاطر، پنځوس او يا لس زره افغانۍ صدقه ورکړې؟!

دوهم ډول: د تقصير او بې پروايۍ حيا

د بې پروايۍ حياء یعنی د هغه کس حياء چې د الله تعالی عبادت يې هغسې نه دی کړی لکه چې ښايي. نو څوک کولی شي، د الله تعالی عبادت هغسې وکړي، لکه څنګه چې د هغه له ذات سره ښايي.

هېڅوک هم نه شي کولی. نو ټوله نيمګړتيا په موږ کې ده.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: ژباړه: آسمان له ګڼې ګوڼې ډک او دروند شو، او دا يې حق دی، چې له ګڼې ګوڼې ډک او دروند شي، په هغو کې د دريو ګوتو په اندازه تش ځای نشته، د هغو په هر ځای کې فريښتې د خپل رب په وړاندې د سجدې، رکوع او قیام په حال کې دي، ترڅو چې قیامت شي، بیا به ووايي: پاک او سپيڅلی یې ته! موږ ستا عبادت هسې ونه کړ، لکه څنګه چې ستا له شان سره ښايي. ( )

آیا تر اوسه پورې دې دا قصور احساس کړی دی؟ آیا له الله تعالی نه دې شرم کړی دی؟ سبحان الله! یوازې هغه څوک چې له هغه سره مخامخ شوی، په مزه باندې يې پوهيږي.

نو په هره اندازه چې له الله تعالی نه ستا اطاعت ډېر شي، نو ورسره به ستا حياء هم ډېره شي او په هره اندازه چې ستا ایمان ډېروالی ومومي، له هغه نه ستا شرم ډېرېږي.

په رښتيا سره چې د نيمګړتيا حياء، ډېره زیاته او بې پایه ده.

دريم ډول: د الله تعالی له نعمتونو حيا

دا ډول حياء د هغو نعمتونو له کبله ده، چې الله تعالی تاته په هغو کې غوټه درکړې ده، اما ته نه پوهېږې، چې څنګه له هغه مننه وکړې، نو له هغه نه حياء کوې.

لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حياء چې لاس يې په دعا نېولۍ او فرمايي: ژباړه: زه ستا ستاینه نه شم کولی، ته هماغسې يې لکه څنګه دې چې ځان ستايلی دی. ( )

آیا تر اوسه پورې دې داسې احساس درلود؟

د هغو نعمتونو له ډېروالی، چې الله تعالی تاته در بښلي دي. شرم کوی، ځکه چې د نعمتونو پر وړاندې ستا شکر خورا ناڅيزه شی دی.

څلورم ډول: د بندګۍ حيا

یعنې د هغه بنده حياء چې د خپل مولا فرمان اوري او اطاعت يې وکړي او له هيڅ کوم فرمان څخه سر غړونه نه کوي.

لکه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم حياء کله چې قبله د بیت المقدس په لوري وه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم غواړي، چې قبله دې د کعبې په لورې وي، نو آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسې وويل: لویه ربه! قبلې ته بدلون ورکړه؟ پر الله تعالی سوګند چې دا د بنده حياء ده.
الله تعالی فرمايي: ژباړه: د اسمان لوري ته ستا بیا بیا مخ اوښتل موږ وينو. [البقرة : 144]

ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم اسمان ته سترګې نيولې، اما له الله تعالی نه د حياء په خاطر پر مخ له رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بندګۍ څوک مخکې ندي، چې د حياء مستحق وي؟

هېڅوک هم نه!

پنځم ډول: د مينې حيا

دا ډول حياء مطالعې ته اړتيا لري، بلکې باید له هغه سره ژوند وکړې او مزه يې وڅکې نو خپل زړه دې زما پر مخ خلاص کړه.

له الله تعالی سره د مينې په خاطر له هغه نه حياء کوې، شاید چې سترګې دې اوښکې تويې کړي، زړه دې پريشان نشي او هډونه دې خاشع وګرځي.
پيغمبر صلی الله علیه وسلم له الله تعالی سره له اندازې نه د زياتې حياء په خاطر وفرمايل: ژباړه: اې زما ربه! ما ته خپل محبت، د هغه چا محبت چې ته ورسره مينه لرې او د هغه عمل محبت را پيرزو کړه، چې ما ستا مينې ته نږدې کوي. ( )

دا ډول یو ځل بیا ولوله، که چېرته دې د دغه احساس خوږوالی نه وي څکلی، پوه شه چې تر هغه وخته پورې چې هغه حس نه کړې، نه شې کولی چې درک يې کړې، هڅه وکړه او ويې ازمويه پر اطاعت دې ور زيات کړه. تر څو پورې خپل زړه کې د الله تعالی مينه ومومي، هغه وخت دی چې له هغه نه حياء کوې، دا احساس له ستاينې وتلی، یعنی چې ستاينه يې سخته ده.

شپږم ډول: د الله تعالی له لويولۍ حيا

دا ډول حياء، د ټولې نړۍ د ستر پاچا او فرمان ورکوونکي له لوی ګڼلو څخه سرچينه اخلي. لکه د ابسرا او معراج په سفر کې د جبرائیل حياء. هغه مهال چې په اووم آسمان کې و.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له جبرئيل علیه السلام سره سدرة المنتهی ته ننوتل . یو ناڅاپه جبرئیل ودريد، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ما جبرائيل ته مخ کړ، هغه د الله تعالی له حياء او وېرې نه لکه د يوې زړې جامې په څير تکه تکه شوی و، ځکه چې هغه د الله تعالی لويوالي حس کړې وه.
ژباړه: دوی د الله تعالی صحیح قدر او ستاینه ونه کړه. [الأنعام : 91]

هغه حياء چې تا د ګناه د ارتکاب پر مهال په زرګونه ځله تا فکر کولو ته اړ باسي.

ځکه چې ته د هغه لوی ذات په ګناه کې يې!

په پای کې! د الله دوستان کومه وېره او اندېښنه نه لري

د حياء تېرو شپږ ګونه ډولونو ته یوه کتنه.

۱. د جنایت حياء.

۲. د تقصیر او بې پروايۍ حياء.

۳. د بندګۍ حياء.

۴. د مينې حياء.

۵. د الله تعالی له نعمتونو حياء.

۶. د الله تعالی د ستر ګڼلو حياء.

اورم چې ووايي: دا سم ترتيب نه دی.

زما ګرانه وروره! ځان ورباندې ټپوه کړه، مه يې حفظوه. په دې ځای کې ترتيب هېڅ کوم ارزښت نه لري. هڅه وکړه چې خپل زړه دې پر پلي کولو باندې بوخت کړې. نه په مرتب کولو باندې.

آیا د معصیت پر مهال دې له هغه نه د شرم احساس وکړ؟

آیا د الله تعالی په عبادت کې د قصور پر مهال دې له هغه نه حياء وکړه؟ آیا دا احساس دې وکړ، چې ته يو بې ځواکه، بې وزله بنده يې، نو د خالق نه دې حياء وکړه!

آیا د الله تعالی د مينې په احساس سره دې، له هغه نه د شرم وکړ؟

آیا د هغه د سپيڅلي ذات په درک کولو سره دې له هغه نه حياء وکړه؟

آیا ودې مونده، چې د الله تعالی په نعمتونو کې ډوب يې، نو آیا د هغه له نعمتونو دې حياء وکړه؟

پوهان وايي: ( څوک چې له الله تعالی څخه شرم او حياء وکړي، نو د اولياء درجې ته رسيدلی دی)

و من الله التوفيق

ماخذونه

۱ـ القران کریم.
۲ـ احمد ۱/ ۱۲۱ او ۵/ ۳۷۵ حدیث.
۳ـ مسلم ۶۱۵۹ حدیث او احمد ۶/ ۶۲حدیث.
۴ ـ مسلم ۶۹۲۱ حدیث.
۵ ـ بخاری ۲۴۴۱ او ۴۶۸۵ او ۶۰۷۹حدیث، مسلم ۶۹۴۶ حدیث او ابن ماجه ۱۸۳ حدیث.
۶ ـ احمد ۵/ ۱۷۳حدیث.
۷ـ احمد ۶/ ۵۸ حدیث.
۸ـ ترمذی ۳۴۹۱ حدیث.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx