دیني، سیرت او تاریخ

د سيکولريزم (secularism) لنډه پېژنده – دریمه برخه

لیکوال :فاروق قریشي

د سيکولريزم په رد دوه عقلي دليلونه :

✅ *اول دليل* : که چېرې يو څوک په زحمت او مشقت سره پیسې پيدا کړي، بيا ځان لپاره یو جريب زمکه واخلي، دغه زمکه آباده کړي،
بیا له ډېرو کړاوونو ګاللو وروسته يو ښايسته کور پرې جوړ کړي، يو څو ښايسته کوټې هم پکې جوړې کړي، خپلې کوټې ښايسته رنګ هم کړي، يو ښايسته موټر ځان لپاره واخلي، د کور جوړولو نه وروسته د يوې صالحه ښځې سره نکاح وکړي،
په مرور د زمان يې اولاد هم پيدا شي او ژوند يې ښه برابر شي.

خو ناببره ( ناڅاپه ) يوه ورځ يو کس ورته راشي او کور خاوند ته ووايې:
زه به د ستا کور کې اوسېږم او د ستا کور غړي ( ښځه او اولاد ) به زما هر امر اطاعت کوي او هر څه به زما دستور ( قانون ) مطابق مخته وړي يعنې زه چې څه ورته وايم هغه به کوي او مني به يې.

نو تاسو فکر وګړئ! آيا هغه سړي چې کور يې جوړ کړی تکاليف ، ستونزې او ګړاوونه يې ګاللي ددغه بل سړي خبره به ومني ؟ په داسې حالکې چې دغه بل سړي په دغه کور کې هېڅ تکليفونه او کړاوونه يې هم ندی ګاللي!؟.

نو سيکولره! تاته وايم کچېرې دغه کور د ستا وي نو ته به د بلچا حاکميت په کې منې؟

ځواب : دا ښکاره خبره ده چې هېڅکله يې هم نه منې،
نو ای سيکولره ! ځمکه ، اسمانونونه، انسانان، حيوانات او نور ټول مخلوقات الله ﷻ پيدا کړي نو کله چې الله ﷻ پيدا کړي نو قانون به هم د الله ﷻ په کې چلېږي.

او که ته وايې چې نه د الله
ﷻ قانون په زمکه نه چلېږي نو ته ولې په خپل کور کې د بلچا قانون نه منې؟

✅ *دوهم عقلي دليل* :
آيا الله ﷻ به زموږ په دنياوي منافعو او قوانینو ښه پوهېږي که يو ضعيف، ناتوانه او محتاج سيکولر؟

ددې پوښتنې ځواب لپاره يوه بېلګه ( مثال ) درته وايم:

ګورئ! کمپيوټر او يخچال دو مختلفو کمپنيو جوړ کړي، د کمپيوټر کمپنۍ د کمپيوټر کارولو لپاره يو کتلوګ
( د استعمال ښوونې کتابچه ) جوړ کړې وي او هر کمپيوټر سره موجوده وي .

همدارنګه يخچال کمپنۍ هم هر يخچال استعمالولو لپاره کتلوګ جوړ کړی وي چې هر يخچال سره موجود وي .

که چېرې موږ د کمپيوټر کتلوګ يخچال او د يخچال کتلوګ په کمپيوټر کې استعمال کړو يعنې د کمپيوټر کار په يخچال او يخچال کار په کمپيوټر کې وکړو نو آيا په دغه کار سره به دواړه
( کمپيوټر او يخچال ) خراب نشي؟

✅ *ځواب* : دا واضح خبره ده چې دواړه لمنځه ځي او خراب کېږي.

✅ او کچېرې د کمپيوټر کتلوګ په کمپيوټر کې او د يخچال کتلوګ په يخچال کې وکاروو نو يو به هم خراب نشي بلکې ښه با کيفيت استفاده به ترينه وکړو.

_دا ولې ؟_

دا ځکه چې د کمپيوټر استعمالولو باندې کمپيوټر کمپنۍ ښه پوهېږي او د يخچال استعمالولو باندې د یخچال کمپنۍ ښه پوهېږي.

نو ای مسلمه امته ! تاسو فکر وکړئ آيا سيکولريزم د لونيانو او کم عقلانو نظريۀ نده؟

✅ *تبصره* : انسانان الله
ﷻ پيدا کړي، قانون او مصالحو باندې يې هم الله ﷻ تر ټولو ښه پوهېږي او الله ﷻ په قانون کې د انسانانو مصلحت او منافع نغښتې دي.

که چېرې موږ د الله
ﷻ قانون په انسانانو او ځمکه حاکم نکړو نو په دغه نړۍ کې به فساد پيدا کېږي لکه څنګه چې يې تاسو اوس عيني شاهدان ياست چې اسلامي او کفري نړۍ کې څه تېريږي؟
اختطاف ، قتل ، بمبار ، وحشت ، ظلم او بربريت ، غلا ، چور او چپول ، لوږه ، زورواکې ،نا امني، رشوت خوري ، اخلاقي فساد ، جنسي زورونې ، احتکار ، غصب او داسې نورې بې شمېره ستونزې د نړۍ په کوټ کوټ کې هره ورځ رامنځته کېږي چې يواځې او يواځې باعث او سبب يې د الله ﷻ کتاب ( قرآن کريم ) او شريعت محمدي نه تطبيق کول دي .

او کچېرې زمونږ سياسيت ، ډيبلوماسي ، حکومت او نظام ، اداره ، اقتصاد او بل آخره د ژوند ټولې چارې د الله ﷻ قانون ( شريعت محمدي ) مطابق مخته لاړې شي دغه ټول کړاوونه ، ظلمونه او بربريتونو په يوه ورځ کې به ان شاء الله ختمېږي او د امن فضا په ټوله نړۍ غوړېږي چې په دې کې هېڅ شک نشته نو کچېرې ددغو ناخوالو نه خلاصون غواړی نو پر ځان مو يو الهي دين او قانون ( اسلام او شريعت محمدي ) حاکم کړﺉ تر څو ددغو کړاوونو او مصيبتونو نه ځان خلاصون او نجات پیدا کړی .

هو د اسلامي شريعت حاکمولو لپاره دوو کارونو ته سخته اړتيا او ضروت دی:
1- جهاد کول.
2- دعوت کول .
خو دعوت به د جهاد سره خامخا ملګری وي ځکه يواځې د دعوت تګلاره ناکامه شوې ده او جهاد سره له دعوته هميشه کامياب شوی دی او کامياب به وي.

✅ *يادونه* : ګرانو لوستونکو موږ د الله
ﷻ په اړه مثالونه نشو بيان کولای بلکې ما تاسو ته د غه دوه عقلي مثالونه د لا ښه وضاحت لپاره بيان کړلو.

( وٙ للهِ المثلُ الأعلی ) الآيه

* *نتیجه*

سيکولريزم هغه نظريۀ ده چې دين او حکومت سره بېلوي.

د الله ﷻ نه د حاکميت صفت سلبوي چې دا ښکاره کفر دی.

سيکولريزم يوه کفري نظريۀ ده او هر چا چې عقيدتا منلې وي هغه کافر دی.

هر حکومت چې په سيکولريزم ولاړ وي هغه کفري حکومت دی اسلامي نشو ورته ويلای.

*پــای*

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx