ټولنیزه برخه

د پرمختګ مسیر

ضیاء الحق ظهیر

د خاورینی ځمکی غوره مخلوقات د آدم نه تر دی دمه د حق او باطل په صفونو ویشل شوی دی، د حق لارویان د باطل په مخ کی خنډ او د باطل پیروان بیا د حق پرستو په مخ کی د شیطان په همکارۍ بیلا بیلی دسیسی جوړی او غواړی د حق په مسیر تلونکی انسانان د باطل مسیر ته مایل کړی. اصلی ژوند د اسلام په رڼا کی اُخروی ژوند تعریف شوی او د مرګ نه وروسته د ښه ژوند څښتن کیدل په دنیا کی د اسلام په دایره کی اوسیدل او په دنیوی امورو کی د منځلاری ژوند تیرول کیدای شی او بس.انسان فطرتاً غواړی ښه ژوند، ښه امکانات او د ژوند ټول وسایل ورته مهیا وی او په څنګ کی یی غواړی د نورو څخه یی موقف او کاروبار غوره وی. ښی پیسی ولری او ښی خرچی وکړی په ټولنه کی په ښه نوم او شهرت یاد شی. د ژوندانه په اړاو ډوړ کی سرګردانه انسانان تل په دی هڅه کی دی چی له دی ګردابونو ځان خلاص کړی خو داچی په ټولنه کی کومی ډلی شاملی دی، په کوم مسیر روان دی او د کوم مسیر لارویان مخکښ دی لاندی به یی ولولو:

انسانی ټولنه په ټوله کی د څلورو ډلو څخه جوړه شوی ده.

 افراد( خلک ).

 کورنۍ.

 سازمان( د افرادو او کورنیو ) مجموعه.

 دولت

او دا څلور ګروپونه یا ډلي په دریو مسیرونو باندی روان دی او تعقیبوی یی.

 مستقیم مسیر.

 رکود( ښکته ) مسیر.

 پر مختګ مسیر.

هغه کسان چی د تیر کال په شان یی اوسنۍ کال هم روان وی په عوایدو کاروبار او زده کړو کی یی کوم تغیر نه وی راغلی نو داسی کسان په مستقیم مسیر روان دی.

هغه کسان چی د تیر کال څخه یی اوسنۍ وضعیت خراب او د اندیښنی وړ دی، دنده یی له لاسه ورکړی او یا یی هم کاروبار خراب شوی یانی د بهبود نه د خرابۍ لوری ته روان وی دا کسان بیا د رکود ( ښکته) په مسیر روان دی.

دریمه ډله هغه کسان چی مشخص هدف لری او د خپل هدف د لاسته راوړلو په خاطر هلی ځلی کوی د پرمختګ مسیر تعقیبوی. هغه په دی مانا چی د خپل ژوند د ښه والی په خاطر د زده کړو د لوړاوی او د ژوند د نورو اړخونو د بهبود په اړه تل فکر کوی او دغی خیالونو(اهدافو) ته د عمل جامه اغوندی.

هدف بیا په دوه ډوله دی – موفق یا مثبت او – ناموفق یا هیلی.

کله چی اهداف تعقیب شی رسیدلو ته یی لاری چاری ولټول شی او بالاخره ترلاسه شی مثبت هدف بللی شی او کله چی د هیلو، آرزوګانو او خیالونو په توګه په مغزونو کی پاتی کیږی ناموفق اهداف دی چی د ترلاسه کولو په اړه یی هیڅ ګام نه دی اوچت شوی.

د ځمکی د خاورینې کرې د هستوګنو انسانانو له جملی یی بریالی هغه دی چی لوړ خیالونه مثبت اهداف او فکرونه لری او د خپلو خیالونو د پلی کولو په خاطر هلی ځلی کوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx