نړۍ

دمغرب هیواد دالقاعدي ډلي دمراکش په چاودنو کي لاس لرل رد کړل

moroco_bomb_blast(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۷)د مغرب په هیواد کي القاعدي داپریل دمیاشتي د ۲۸ تاریخ په چاودنو کي چي دمغرب په جنوب مراکش کی ترسره شوی هررنګه لاس درلودل رد کړل.

دغه بیان نن ورځ دمغرب په هیواد کي دالقاعدي تنظیم لخوا څخه ورکړل شوی وو چي بیا وروسته دموریتانیا هیوادله لوري پرانترنیټ باندي پرلیکه شوی وو.

تیره ورځ دمغرب هیواد داطلاعاتو وزیر له رسنیو سره په خبرو کي وویل، دمراکش دبریدونو طرحه کونکي مو نیولي دی، نوموړی منلي ده چي په سیمه کي دالقاعدي له تنظیم سره تړاولري، دمغرب دکورنیو چارو وزیر هم نن بیان ورکړی وو چي دمراکش دچاودنو په تورمو دري تنه نیولی دي چي یو له هغوي څخه هغه څوک دي چا چي د مراکش کي په یوه خوړن ځای کي چیري چي زیات شمیر سیلانان ورته راځي چاودنه کړی وه، نوموړي زیاته کړه چاودنه کونکي تن به خوړن ځای له پخواڅخه دنسب شویو کیمرو په واسطه سره پیژندل شوی دي اودنوموړي په نیونه کي دمغرب اوبهرنیو هیوادونو داستخباراتو لاس وو.

نوموړي وویل چي نیول شوی تن دامنلي ده چي په مغرب کي  دالقاعدی دتنظیم غړي دي، څوک چي دمغرب په ځیني صحرایی اوساحلی سیمو کي په وسلوال فعالیت بوخت دي،

تیره ورځ دمغرب ولسمشر ملک محمد سادس هم له هغه ځای څخه لیدنه وکړه چیري چي چاودنه شوی وه، داپریل دمیاشتی د ۲۸ ویشتم تاریخ چي پریوه خوړن ځای باندی کومه چاودنه ترسره شوی وه، ۱۶ کسه وژلي وو، چي دهغوي له جملي څخه اوه تنه فرانسویان وو.

دمغرب په هیواد کي له ۲۰۰۳ کال څخه راپدی خوا دغه ترټولو خونړي پیښه وه

بخت الرحمن بخت،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x