دیني، سیرت او تاریخ

ذي الحجې میاشتې په ليدو –

لیکوال: احمد الله عاطفي

ذی الحج میاشت دبرکتونو او د لوړوارزښتونو مبارکه میاشت دی چې داسلام ستر رکن حج مناسک پکې تر سره کیږي او همدا راز داسلامي امت دیو والي شعار ترعنوان لاندي د نړئ په هر ګوټ کې د اخترورځ لمانځل کيږي او په دې مبارکه ورځ کې نه یواځي په ځانګړي توګه داختر لمونځ ادأ کيږي بلکي دسیدنا حضرت ابراهیم (خلیل الله) سنت پرځای کيږي چې د قرباني څاروي ذبحې سره داختر په خوشحالیو کې نارينه،ښځينه،مشران،واړه زاړه او ځوانانو سربېره دهر عمرعام او خاص مسلمانان برخمن کيږي.

د دې مبارکې میاشتي سپوږمۍ په لېدو څو مهم اساسي ټکو ته پاملرنه!

عن ابن عباس رضي الله عنهما: ما من أيَّامٍ أعظمُ عندَ اللهِ ولا أحبُّ إليهِ العملُ فيهنَّ من هذِه الأيَّامِ العشرِ فأكثروا فيهنَّ منَ التَّهليلِ والتَّحميدِ والتسبيح والتَّكبيرِ.( أخرجه الطبراني والبيهقي في شعب الإيمان)
ژباړه: حضرت عبدالله بن عباس (رضی الله عنهما) فرمايي: وفرمایل حضرت رسول الله(صلی الله عليه وسلم): له ورځو نه هېڅ داسي ورځي نشته چې دالله سبحانه وتعالی په وړاندي سترې وي چې په هغو کې نیک او صالح اعمال،له دې ورځو نه غوره او بهتر وي،(دذی الحج میاشتي له لمړي لس ورځونه) نو په دې ورځو کې دالله سبحانه وتعالی زیات ذکر له(تهلیل) حمد، تسبیحات او تکبیرات ووایاست.

عن ابن عباس رضي الله عنهما ، قَالَ : قَالَ رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) : مَا مِنْ أيَّامٍ ، العَمَلُ الصَّالِحُ فِيهَا أحَبُّ إِلَى اللهِ مِنْ هذِهِ الأَيَّام ، يعني أيام العشر .

قالوا : يَا رسولَ اللهِ(صلی الله علیه وسلم) ، وَلاَ الجِهَادُ في سَبيلِ اللهِ ؟ قَالَ : وَلاَ الجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللهِ ، إِلاَّ رَجُلٌ خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ ، فَلَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذَلِكَ بِشَيءٍ.(رواه البخاري)

ژباړه: حضرت عبدالله بن عباس (رضی الله عنهما) فرمايي: وفرمایل حضرت رسول الله(صلی الله عليه وسلم): له ورځو نه هېڅ داسي ورځي نشته چې په هغو کې نیک او صالح اعمال، الله سبحانه وتعالی ته له دې ورځو غوره او بهتر وي،(دذی الحج میاشتي له لمړي لس ورځو).

صحابه کرام(رضی الله عنهم) عرض وکړ:اې د الله استازیه!، د الله په لارکي جهاد هم؟.،حضرت رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم)وفرمايل : د الله په لارکي جهاد هم د دغو( ورځو د عبادت په څېر الله ته خوښ)نه دی،پرته له هغه چي یو څوک جهاد ته په سر اومال(په اخلاص) ووزي، بېرته (ژوندی) ونه ګرځي.( يعني دسر اومال قرباني ورکړي)

دطبراني په روایت: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: د ذی الحج میاشتي په لمړي لس ورځو کي په کثرت سره (سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلهَ إِلَّا اللهُ،وَاللهُ اکْبَر ) ووایاست.

قرباني کونکي؟

هر هغه څوک چې د قربانۍ کولو نیت لري او یايې د قربانۍ لپاره څاروی اخستی وي او یايې روزلی وي، د ذی الحجې میاشتې په لیدو غوره دی چې د خپل بدن اضافي غړي، لکه ویښتان او نوکان قطع نه کړي.

دلیل:عن أم سلمة (رضي الله عنها) قالت: قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم): مَنْ كان له ذِبْحٌ يَذْبَحُهُ، فإذا أُهِلَّ هِلال ذِي الحِجَّة، فلا يَأْخُذَنَّ من شَعْرِه ولا من أظْفَارِه شيئا حتى يُضَحِّي. (متفق علیه)
ژباړه:رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: هر هغه څوک چې د قربانۍ لپاره څاروي ولري(د قربانۍ کولو اراده او نیت يې وي) د ذی الحجې د میاشتې په راختلو سره به سم نه د بدن اضافي ویښتان قطعه کوي او نه نوکان، تر هغه چې قرباني وکړي(د اختر په ورځ د خپل قرباني څاروی حلال کړي).

سنتونو اخيستل حکم ؟

د ویښتانو او نوکانو اخيستل، د نظافت لپاره لازم دي خو دلته حکم د ثواب دی چې پریښودل شي، په حکمت يې الله سبحانه وتعالی ښه خبر دی.

د دې عمل په تر سره کولو کې د فقهاوو نسبي اختلاف دی.

۱: دامام ابو حنيفه(رحمه الله) په نزد د نوکانواو وېښتانو پرېښودل د اختر لمونځ تر ادأ کولو مستحب عمل دی.

۲: امام شافعي او امام مالک(رحمهما) ورته سنت عمل وايي.

۳: امام احمد حنبل(رحمه الله) په نزد واجب عمل دی.

احکام الأضحیة علی المذاهب الاربعه لیکي د استحباب حکم راجح دی.

یوه مسئله: د ویښتانو او نوکانو قطع کول، خرېیل او اخيستلو نه ځان ساتل زمونږ لپاره مستحب دی، د هغه چا لپاره چې د حج او عمرې په احرام کې وي پرته له عذره يې، خریل، قطع او اخستل حرام دي.

هغوۍ چې د قرباني توان نه لري

هر هغه څوک چې مالي توان نه لري او غواړي د قرباني له ثوابونو ګټه تر لاسه کړي په دې مبارک ارشاد د عمل وکړي.

عبدالله ابن عمرو بن عاص(رضی الله عنهما) نه امام ابو داود ، دار قطني،نسايي او نورو په خپلو مسندونو او کتابونو کې روایت کړی.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لِرَجُلٍ : أُمِرْتُ بِيَوْمِ الْأَضْحَى عِيدٍ جَعَلَهُ اللَّهُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ.

فَقَالَ الرَّجُلُ : أَفَرَأَيْتَ إِنْ لَمْ أَجِدْ إِلَّا مَنِيحَةَ ابْنِي أَفَأُضَحِّي بِهَا .

قَالَ : لَا وَلَكِنَّكَ تَأْخُذُ مِنْ شَعْرِكَ وَأَظْفَارِكَ وَتَقُصُّ شَارِبَكَ وَتَحْلِقُ عَانَتَكَ فَذَلِكَ تَمَامُ أُضْحِيَّتِكَ عِنْدَ اللَّهِ.

ژباړه:حضرت عبدالله بن عمرو بن عاص(رضی الله عنهما) نه روایت دی چې فرمايي:سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) یو تن ته وفرمایل: ماته د قرباني په ورځ د عید حکم راکړل شوی، کوم چې الله سبحانه وتعالی دې امت لپاره ټاکلې ده.

هغه شخص عرض وکړ:له ماسره یو اوزه دی چې شیدې ورکوي،بل څاروی نه لرم،تاسو وفرمايي چې زه دا اوزه قرباني کړم؟

سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)وفرمایل: نه(د شیدو ورکولو اوزه مه قرباني کوه)، لیکين د قرباني په ورځ خپل نوکان قطع ، دسر برېتانو او نوم لاندي وېښتان قطع کړئ او نوکان مو واخلئ،دالله سبحانه وتعالی له لوري (ستا دغه عمل) بشپړ قرباني حسابيږي.

دا دالله فضل او احسان دی چې څوک توان نه لري بیاهم د قرباني ثواب تر لاسه کوي چې د قرباني کونکي او حاجیانو اعمالو سره خپل عمل برابر کړي.

دکورنۍ کوم مشر قرباني کوي د کوردمشرلاندي خلک به هم په دې ثواب کې شریک دي،دوی به هم اطاعت کوي خپل وېښته او نوکان به نه قطع کوي، خو د ځينو په قول په نورو د دې عمل ضرورت نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx