ټولنیزه برخه

ستوری او سیوری صفته ملګري!

لیکنه : عبدالجبار وحدت

که د سریزې په ډول ووایم چې د دې لیکنې اړتیا داوه ، چې نن ورځ ځان محوري او ځان پرستي په خپل اوج کې ده، نن ورځ دوکه ، چل او مکر دا ټول د مهارت په ډول کارول کېږي، هیڅوک (استثنا) یې بد نه ګڼي.

راځم اصل موضوع ته موږ باید په ډېر سخت حالت کې له ملګرو سره مینه وساتو او و پالو ، حتی د دې مینې د ترسراوي لپاره باید له ډېر څه څخه تېر شو، هغه په دې مانا چې ممکن تاوان هم وي، سرګرداني هم وي او د وخت یوه لویه برخه هم ممکن مصرف شي، دا مینه که څه هم ډېره سخته وي، مګر خالصه او بې حده خوندوره وي ، موخه او مرام د رب تعالی د رضا لپاره له ملګري سره مرسته وي، د دوستي او دښمني معیار هم شریعت وي، هغه (ج) تهله دې لارې رسېدل وي،هغه وخت ثبات او پایښت نهایي خوند هم کوي، موږ نن هم بې مینې نه یو، مګر نن مئینان او د شیدو مجنونان بېخي ډېر شوي دي، لومړني وګړي زیاتره ستوري صفته دوستان دي او د ستوري رول ادا کوي، په سخته او ربړه کې درسره وي، ستا ټولې اړتیاوې درک کولی شي، ستا له ویلو مخکې ستا په ظاهري چهره پوهېږي، چې ملګری مې کومه اړتیا لري او یا له کومې ستونزې سره مخ دی؟، په ډېر سخت حالت کې مو په اوږو لاس درږدي ، چې مه خپه کېږه ، پاک رب تعالی او زما په شان دوست لري، زه درسره یم ، دوی خپله ښکلا په دقت، رښتینولي او یو مخیتوب کې ویني، له بدو لارو دې راګرځوي، متوجه کوي دې، هر وخت د هو یا تائیدي سر نه درسره ښوروي او نه داسې درته وایي ، چې هر څه سم دي ، بلکې د نقد په ځای کې تعمیري نقد کوي.

او سیوري ته ورته ملګري فقط د رڼا( شتو) په شتون کې درسره وي، چې په رڼا کې به درسره وي او په تیاره کې به بیا درڅخه تري تم کېږي، تر څو دې چې لستوڼی غوړ وي درسره وي، نور د بیا پرېږدي،دوی د بورا رول ادا کوي او فقط د ګل په پاڼو ګرځېدل خوند ورکوي، له داسې خلکو سره احتیاط هم په کار دی، ځینې خلک په مشخص وخت کې تاته درنږدې کېږي او اړیکې درسره جوړوي، ته باید ځیرک وي دا خلک short term friends یا لنډمهاله ملګري دي.

موږ خوښ په دې یو ،چې له ځینو سره مو دوستي د زړه په وینو وپالله او د ستورو په شان مو رول ادا کړ، په دې مانا چې په تیاره(سختي) کې ورسره او راسره وو او له هغو ملګرو هم مننه چې ورته نېک برخورد یې راسره کول/کوي.

ربه ! موږ ته ثبات را، رښتیا هم چې د یوویشتمې پېړۍ انسان سخت ماده پرست او ځان محوره شوی دی ، موږ د نفس او هوس په داسې ګرداب او جال کې مه راګیروه چې بیا مو خلاصون ستونزمن وي.

ربه!د نفس اماره له امرونو مو وساته او نفس مطمئنه یا نفس راضیه او مرضیه مو نصیب کړه.

پاکه ربه! ته له موږ راضي شي، داسې راضي ، چې بیا نا راضه نشې.

بشپړ احترام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx