نظــر

داميرالمؤمنين وينا دتاريخ په مهمه مقطع کې!

ډاکټر عبدالرحمن شهيد زاده

له نن څخه څه کم دوه ويشت کاله ړړاندي يعني ١٣٨٠/٧/١٥/هجري شمسي نيټه دافغانستان په وخت دشپي په ٩بجي امريکايې نظاميانو زموږ په هيواد پرته له مدلل مجوز څخه دفرعون صفته ولشمشر په امر يرغل پيل کړ! داسي نظامي هجوم چې په نړۍ کې ساری نه و ليدل شوی! يو لورته جنګ جګړو ځپلی،په اقتصادي لحاظ وروسته پاتې هيواد بل لور ته په قوي مادي ځواک سمبال او په اقتصادي لحاظ په پښو ولاړ ګڼ شمير کفري هيوادونه سره ميدن ته ووتو چې هيچا يې دانډول تصور نشو کولاي، ځکه چې له يو لوري سره هواي ځمکني قوه اوبيولوژيکي اسلحه وه، بل لوري سره پرته له قوي معنوياتو بل هپڅ هم نه و،
داسي متخاصم لوري چې له يو لوري سره دنړۍ انځوريز او غږيز مطبوعات په پوره قوت ولاړ بل لوري سره هيڅ هم نه آن تر دي چې نه يې دعقب نيشني ځاي درلودلو!نه يې دخپلو مجروحينو دعلاج ځاي درلودلو! خو برعکس له مهاجم لوري سره دوخت عصري روغتيا خدمات او دنړۍ ټوله جغرافيه يې تر مستقيم او نامستقيمه سلطه لاندې وه،

دافغانستان دجګړې په تعقب کفري بلاک په نورو اسلامي خاورو نظامي تهاجمات پيل کړل لکه په عراق، صوماليا،لبنان اوسوډان نورو ګڼ شمېر اسلامي هيوادو ته يې پرلپسې اخطارونه ورکړل، نور اسلامي هيوادونه يې تر کلکو او هر اړخيزو فشارونو لاندې راوستل بوش دوخت امريکايې ولسمشز اعلان وکړ چې زموږ په صليبي جګړه کې دريم انتخاب نشته يا یه زموږ تر څنګ ودريږي يا دنوموړي په خبيثه خوله داسلامي ترورستانو تر خوا نوموړي دخپلو مادياتو په اوج کې خپلو لاپو شاپو ته دوام ورکړ او د يويشتمي پيړۍ دپيل کړي جګړي ګټونکی يې ځان وګڼلو او ورسره غبرګه يې کړه چې دا صليبي جګړه دبن لا دن په له منځه تلو دامشل پاي ته نه رسيږي او کړل يې چې دغه صليبي جګړه به ټوله نړۍ نيسي!

دسخت ترهي،ويري او امريکايې تهجماتو په عبرګون کې ليبيا رژيم له وېري خپل اټومي پروګرام امريکا ته وسپاره، ايران په عرق او افغانستان او په خليجي هيوادو کې دايران تر اغيز لاندې شيعه او غيري شيعه ډلو ټپلو دامريکايې يرغل ملاتړ وکړ،دمصر،سعودي،ترکيې، کويټ، پاکستان،الجزاير،اردن،يمن، امارات،بحرين،قطر،عمان حکمتونو اوهمدازانګه منځنۍ اسيا کمونيسټو رژيمونو ددغه يرغل ملاتړ وکړ او په بيلو بيلو برخو کې همکاري ورسره وکړه، دبوش تر صدارت او امريکا متحده ايالاتو تر مشري لاندي دناټو٢٦ غړو هيوادونو،يو شمېر نورو اروپايې هيوادنو او استرا ليا په دي صليبي جګړه کې په مستقيم فوځي ير غل کې پايڅي ورټولي کړي او ورګډ شو او يو شمېر هيودو لکه جاپان يې په لوژستيکي اکمالاتي برخه کې فعاله برخه واخيسته لنډه داچې غربي کفري بلاک په ډېر مهارت او لاپو شاپو دنړۍ کفري او ډارن اسلامي هيوادو واکوال تر خپلي خوا ودرولو او په نوموړي صليبي جګړه کې داسلام او مسلمانانو خلاف جګړي ته سوق کړل٠

په ډېري بيباکۍ سره يې داسلامي مقدساتو توهين او سپکاوی وکړ او په دي تو ګه يې دمؤمنو پرګنو او په اسلام دکامل نظام حيات باورمندو مسلمانان راوپارول او دجګړي ډګر تود شو، چې ورو ورو دصليبي جګړه مارو مورال بايلود اودجګړي په وږديدوسره دجګړې غړي هيوادو يو بل دجګړې په ناسم مدريت تورنولو او يوبل باندي سره بي باوره شو،

داسلامي امات تر مشري لاندي داسلام کڼ شمېر سر سپارلي استشهاديان راميدان ته شو او دغرب په مورال بايللو فوځونو يې دهيواد سمه غر تنور کړ، داسلامي امارت فوځي،سياسي، اقتصادي او مطبوعاتي څانګو شپه او ورځ په ځان يوه کړه دصليبي يرغل دشړلو په پار دلته ورو ورو مستضعفو مسلمانانو دارام ساه تنفس کړه،اوداسلامي امارت اخلاقي،سياسي،
اقتصادي اونورو اړخو کې يې ملاتړ وکړ،که څه هم دغي جګړي ډېري ناخوالي دځان سره لرلي لکه د دوه سترو اميرانو له منځه تلل،دزرګونو هيوادولو شهيدانيدل معيوبيدل او داسلامي امارت دانشعاب هڅي خو للله الحمد چې شل کلن جهادي خوځښت مثبته پايله ورکړه،او داسلامي امارت د دريم امرالمؤمنين تر سپيڅلي قيادت لاندي غربي،صليبي مهاجمانو تر خوا يې کرايه شوي مزدوران هم مات او يو ځل بيا اسلامي نظام اعاده او مسلمانان ديو خپلواک ازاد مرکزي اسلامي حکومت خاوندان شو

داچې دافغانستان د علماؤ او متنفذينو په غوښتنه اسلامي امارت يوه ستره مشورتي جلسه دايره کړه، ورسره دمسلمانانو دزړه ټکور اميرالمؤمنين خپله وږده جداي مسلماناو ته په وصال وربدله کړه،اودتاريخ په زرينه مقطع کې يې خپل ځان راشکاره کړ په داسي حال کې چې افغانستان ته له څلويښت کلن ځنډ وروسته بياځل سرتاسري امن راستون شوی او په هيواد خپلواک اسلامي نظام واکمن دی، پرته له شکه چې داميرالمؤمنين وينا په ډېره زرينه او اساس پړاو کې ترسره شوه چې ټول هيواد يې اوريدلو ته خپل ريښتنې استازي راليږلي وو، اميرالمؤمنين خپل شخصيت ته نوي بڼه ورکړه داوسنيو دروغجنو نام نهاده اسلامي مشرانو ټولي هغه ويناوي چې په هره بازري غونډوکې يې کوي او په عمل کې هيڅ هم نه وي، خو برعکس اميرالمؤنين يو ځل بيا دراشده خلافت په څير خپله وينا مؤمينو پرګنوته ور واوروله چې تر شا يې دپنځه څلويښت کفري ّځواکونو دماتي زرينه صفحه پرته وه، چې دخالق لايزال په مرسته يې وشړلو، ورسره خوا کې شرعي نظام په ټول اسلامي امانت سره ټول عامه خدمات ولس ته عرضه کوي، چې داميرالمؤمنين قول اوعمل ته يې ملموسه بڼه بخښلي، نو اړينه وه چې دتاريخ په دغه زرينه موقع کې ځان دولس په منځ کې راښکاره کړي٠
اوس نو دولس دازمون عصرده چې په خپل ملاتړسره داسلامي نظام ننګه وکړي او دداخلې او بهرنې دښمن په واړاندي داسلامي نظام ننګه وکړي، اوپرينږدي چې هيواد بياځل له ستونزو سره مخ شي

په دزنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx