شعـــــرونه

غزل- په انجام د اسويليو مي خبر کړه

غزل

په انجام د اسويليو مي خبر کړه
ستا د رحم له هستيو مي خبر کړه

چي دعقل له غمجنې دنيا ووځم
په جنون کي له خوښيو مي خبر کړه

د نفرت څلي چي ړنګ کړمه په غشو
ليږ د مينې په سياليو مي خبر کړه

د دنيا له شوره غلی درته راغلم
د خلوت په خاموشيو مي خبر کړه

تفکر کي مقتدي يمه د حسن
توصل کي له خواريو مي خبر کړه

د صابر زړګی چي مات شي له سکوته
په هجران کي له زګرويو مي خبر کړه

خاورې صابر
۴ ذی الحجه ۱۴۴۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx