نظــر

له فتحې وروسته د حج اداينه نبوي سنت‎‎

حمدالله فطرت

د اسلا په تاريخ کې همدا دوه مورده ډیر ځانګړي مقامونه او تر ډيره مشترکه فلسفه لري.

فتح مکه او د وداع يا مخې ښې حج!

کله چي د حديبيې صلحې پر مهال د رسول الله صلی الله عليه وسلم په امر او پيروي صحابه کرامو خپل څاروي مکې ته تر داخليدو مخکې ذبح او له عمری پرته يې احرامونه وايستل ډير زيات غمجن شول. خو رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو صحابه کرامو ته زيری ورکړ چي تاسو به ډير ژر فاتحين مکې ته داخليږئ.

مکه د هجرت په اتم کال فتح شوه، د هجرت په نهم کال حج فرض شو او د هجرت پر لسم کال د ذيقعدې مياشتې پر پنځه ويشتمه رسول الله صلی الله عليه وسلم اعلان وکړ چي سږ کال د حج اراده لري.

ددې اعلان په اوريدلو د مدينې او ورڅيرمه قبايلو څخه تر سل زرو زياتو مسلمانانو ځانونه تيار کړل تر څو له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج په سپيڅلي سفر کي ملګرتيا وکړي او د اسلام د پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه د حج مناسک په ليدلي ډول زده کړي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم د ماسپښين له لمانځه وروسته خطبه ورکړه، د حج په اړه يې معلومات ورکړل، د احرام او ځينو نورو مناسکو احکام يې بيان کړل.

د مسلمانانو په ملتيا يې له ذي الحليفه نومې سيمې څخه احرامونه وتړل تلبيه يې وويله(لٙبّٙيْکٙ اللّٰهُمّٙ لٙبّٙيْکٙ، لٙبّٙيْکٙ لٰاشٙرِيْکٙ لٙکٙ لٙبّٙيْکَ، إِنّٙ الْحٙمْدٙ وٙالْنِعْمٙةٙ لٙکٙ وٙالْمُلْکٙ لٰا شٙرِيْکٙ لٙکٙ)

همدا ذي الحليفه چي اوس ابيار علي هم ورته وايي د مدينې منورې د خلکو لپاره ميقات تعين شو.

پر لاره به د مسلمانانو د حجاجو قافلې له دې کاروان سره ملګرې کيدې.

دې حج ته ځکه د وداع حج وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم پکې د عرفې په ورځ د لکونو حجاجو په وړاندې تاريخي خطبه وړاندې کړه چي امت ته په ډيرو قيمت بها توصيو مشتمله وه.

ويې فرمايل: ای خلکو زما خبرې په غور سره واورئ!

زه نه پوهيږم، ښايي له دې کال وروسته بيا تاسو بيا په دې ځای کې ونه وينم (ونه مومم)

رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې خطبه کې د مسلمان مال او وېنه يو پر بل حرام وګڼل.

د ښځو په اړه يې ځانګړې توصيې وکړې ويې فرمايل: د ښځو په حق کې له الله تعالی څخه وويريږئ!

د ښځو جامې، خوراک او هستوګنځی پر تاسو حق دی.

او دا راز يې وفرمايل: په تاسو کې مې د الله کتاب او د رسول الله سنت پري ايښي پر همدې منګولې خښې کړئ له ګمراهي به مو وژغوري.

رسول الله صلی الله عليه وسلم د خطبې د هرې برخې له ختمولو وروسته دا تاکيدي خبره کوله چي: الله ته شاهد اوسه ما ستا احکام او لارښوونې ابلاغ کړي او ومې رسولې.

بيا يې حاضرو خلکو ته وفرمايل: تاسو يې ټولو هغو غايبينو ته ورسوئ چي تاسو ورسره وينئ.

د اسلامي امارت د مشرانو او مجاهدينو ستړی جهاد، هجرتونه، زندانونه او سختې شپې او ورځې چي الله تعالی د مبينې فتح په لورولو سره ختمې کړې، د هيواد د چارو واګې يې په لاسو کې واخيستې نو الله تعالی ورته د حج کولو موقع هم ورنصيب کړه، پخوا چي يې په غرونو کې سر په امن نه وو الله تعالی يې په عزت او سرلوړي د بيت المعمور او خوږ حبيب زيارت نصيب کړ.

د اسلامي امارت ځينې هغه مشران چي په دوو ډبلو تورو ليستونو کې يې نومونه شته خو د الله پر لاره د استقامت پايله وه چي دغه ټولې تړلې لارې ورته پرانيستل شوې.

د پاکستان د کرغيړن زندان بندي اوس د رياست الوزراء اقتصاي مرستيال ملا برادر اخند، د ګوانتنامو بي اسير اوس د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست ملا نورالله نوري اخند، د ګوانتنامو بي اسير اوسنی د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ملا خيرالله خيرخواه، د باګرام او پلچرخي اسير اوس د اسلامي امارت وياند او د تبليغاتي ميدان اتل ملا ذبيح الله مجاهد وتلی د باګرام کرغيړن زندان اسير ځوان سياسي رهبر انس حقاني او لسګونه نور کشران او مشران مجاهدين سږ کال د حج د فريضې د د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx