دیني، سیرت او تاریخ

د اختر فلسفه، ارزښت او لمانځل

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

د اختر د ورځي فلسفه:

د اختر ورځ هغه ورځ ده چي رسول الله صلي الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ او خوشبختۍ ورځ نومولې ده لکه څنګه چي د ابو داود شريف په حديث کي راځي: کله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی خلګو دوې ورځي چي ورځ د نوروز او اوله ورځ د ميزان وه په اختريزو ځانګړيو مراسمو باندي لمانځلې رسول الله صلي الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چي دا کومي ورځي دي چي تاسو يې لمانځی؟ هغوی وويل: موږ په جاهليت کي لمانځلې نو اوس يې هم لمانځو.

رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته ددغو ورځو په بدل کي تر هغو غوره دوې نوري ورځو درکړيدي چي تاسو يې د ځان لپاره اختر ونيسئ او په اختريزو مراسمو باندييې و لمانځئ چي ورځ د کوچني او ورځ د لوی اختر ده.

نو له هماغه ورځي څخه په اسلام کي د اخترونو په صفت همدغه دوې ورځي پيژندل کيږي او په اختريزو مراسمو يې لمانځل مسلمان ته روا کيږي نوري ورځي چي ځيني نور خلګ ورته اختر وايي او په اختريزو مراسمو يې لمانځي په اسلام کي کوم ثبوت او ارزښت نه لري او مسلمان يې بايد د لمانځلو څخه په کلکه ډډه وکړي په خاصه توګه د نوروز ورځ چي مسلمان ته يې په هيڅ صورت لمانځل ندی روا.

په خلاف د هغو خلګو چي عقيدې يې ضعيفي وي، د اسلام ددين په کامله کېدلو يې سرنه خلاصيږي او د ژوند په ټولو برخو کي د اسلام ددين بسيا او خود کفايي ورته نه معلوميږي دوی هغه ورځي لمانځي کومي چي په اسلام کي نه تنها دا چي ثبوت نه لري بلکي د ځينو د لمانځلو څخه خو صراحتا ممانعت راغلی وي او اسلام وهيڅ مسلمان ته ددې اجازه نه ورکوي چي هغه ورځي دي په ځانګړيو اختريزو مراسمو باندي و لمانځي آن تردې چي ددې اجازه لا نسته چي د اختر په نامه يې ونوموي.

د اخترونو ورځي د هغو ورځو بدیل راغلي دي چي مخکي تر اسلام خلګو لمانځلې او ددې لپاره چي مسلمانان د خوشالۍ کولو لپاره ځانګړي ورځي ولري او د عبادت په کولو باندي یې مرتبې لوړي سي الله پاک ورته دغه مبارکي ورځي ورکړیدي.

د لوی اختر د ورځي فضايل:

1 – د لوی اختر ورځ د هغو لسو ورځو څخه يوه ورځ ده چي رسول الله صلي الله عليه وسلم د کال بهترينه ورځي بللي دي.

2 – د لوی اختر ورځ د مسلمانانو لپاره شرعي اختر دی، مسلمانان هر کال و دغه ورځي ته انتظار باسي او چي کله دا مبارکه ورځ را رسیږي پدې ورځي کي مسلمانان يو بل ته مبارکي ورکوي، او د نيکو اعمالو په کولو باندي الله جل جلاله ته ځانونه نژدې کوي ځکه پدې ورځ کي مسلمانان پر يوبل باندي پوښتنه کوي، صله رحمي مراعات کوي، اختريان حلالوي، د مسکينانو سره مرسته کوي، په اجتماع باندي د اختر لمونځ آداء کوي، د تشريق تکبيرونه وايي، پر ځان او اولاد باندي پيراخي د روزۍ کوي او داسي ډير نور ښه کارونه سرته رسوي، چي دا ټوله ددې ورځي پر ارزښت او فضيلت باندي دلالت کوي.

3 – د لوی اختر ورځ د لوی حج ورځ ده پدې ورځو کي حجاج کرام د حج ډېر افعال او مناسک سرته رسوي لکه طواف کول، د صفا او مروا تر مينځ تګ کول، شکريه حلالول، د سر د وريښتيانو خريل يا لنډول او د جمرة العقبة ويشتل، دا ټوله هغه کارونه دي چي ددې ورځي پر فضيلت او ارزښت باندي دلالت کوي.

4 – د اختر ورځي فضيلت په يوې ورځي کي نه خلاصيږي بلکي څو ورځي نور هم دوام کوي ځکه درې ورځي د اختر وروسته هم ډېري معززي ورځي دي چي مسلمانان پکې ډېر ښه اعمال سرته رسوي.

نو موږ مسلمانان بايد ودې مبارکي ورځي ته د ډېر عزت او احترام په سترګه و ګورو او په ډېرو ښو مراسمو يې و لمانځو.

د منکراتو څخه د ځان ساتنه:

کله چي الله پاک پر انسان باندي خپل خاص رحمت وکړ او داسي ورځ يې ورکړه لکه ورځ د اختر نو دانسان لپاره هم دا لازمه ده چي د الله پاک شکر پرځای کړي چييقينا دشکر په آداء کولو بانديد انسان لپاره د الله پاک رحمتونه او نعمتونه ډېريږي لکه د آيت مفهوم چي همداسي دی: چي ای بندګانو کچيري تاسو زما شکر آداء کړ نو زه به خپل نعمتونه نور هم درباندي ډېر کړم او که مو کفران دنعمت وکړ بيانو پوه سئ چي زما عذاب ډېر سخت دی.

د الله پاک د شکر آداء کول په لاندي شيانو باندي کولای سو:

• د اختر په ورځو کي بايد د اسراف څخه ځان وساتو، د شيرينۍ او ځينو خوراکي توکو په رانیولو او استعمالولوکي اعتدال مراعات کړو، که څوک د ځان او خپل کور لپاره شيريني رانيسي نو دبل مسکين غم هم بايد ورسره وي، ددې پر ځای چي پرشيرينۍ او خوراکي شيانو ډېري روپۍ لګوي هغه دي و يو مسکين ته ورکړي تر څو مسکين هم ورڅخه خوشاله سي، الله پاک هم ورڅخه خوشاله سي، او ځان د الله پاک د رحمت مستحق هم وګرځوي.

• د اختر په مبارکو ورځو کي بايد انسان ځان د بې فايدې او عبثو کارونو څخه وساتي لکه د سپيو، خروسانو، هګيو او نورو حيواناتو د جنګولو څخه، ځکه متقي انسان دا ندی چي نفلي عبادات ډېر کوي بلکي متقي او پرهيزگار انسان هغه دیچي د عباداتو د کولو ترڅنګ د محرماتو څخه هم ځان ساتي.

• داختر په ورځو کي دي د غيرشرعي او ناروا رواجونو څخه ځان وساتي، ځيني داسي مراسم سته چي نه تنها داچي جايز ندي او فايده نه لري بلکي شرعا حرام او ناروا دي لکه د موسيقۍ محفل جوړول، دشراب څښلو او ورقو کولو مجلس جوړول او دېته ورته نور محافل چي ځيني ددين څخه ناخبره خلګ يې پدې مبارکو ورځو کي جوړوي.

همدا راز پدې ورځو کي ځيني خلګ فاتحه نيسي چي داکار هم شرعا ندی روا ځکه دا ورځي دمصيبت لپاره نه بلکي د خوشالۍ لپاره دي.

• لکه په نورو ورځو کيچيمسلمان لمونځ په جماعت باندي کوي د اختر په ورځو کي هم بايد مسلمان لمونځ په جماعت باندي وکړي او پدې پلمه چي ورځ د اختر ده او زما مصروفیتونه ډېر دي د جماعت پرېښودل ورته نه رواکيږي.

• په ځينو سيموكي داسي رواج دی چي د اختر مخکي د هر چا مړی سوی وي هغه دغه اختر نه لمانځي، نوي کالي نه اغوندي، ځان نه پاکویي او هیڅ ډول اختریز مراسم نه ترسره کوي چی دا غلط کار او غلط رواج دی موږ باید ددې رواج څخه ځان وساتو.

• همداسي کورته چي د اختر مخکي یې مړی سوی وي په ځینو ځایونو کي دکلي خلګ او امام ټوله په یووار د فاتحې لپاره ورځي سره ددې چي د هغه شرعي درې ورځي فاتحه خو مخکي خلاصه سوې وي دوی هم مخکی تسلیت ورکړی وي خو د اختر په ورځ بیا ورځي دا رواج هم هیڅ شرعي ثبوت نه لري او موږ باید ورڅخه ډډه وکړو ځکه شرعا تر درو ورځو اضافه مصیبت په اسلام کي نسته دا چي څو میاشتي یا هفتې وروسته ته ورځې بیرته یې مصیبت را تازه کوې دا خپله یو غیر شرعي عمل دی.

د اختر د ورځي آداب:

ددې مبارکي ورځي د آدابو د پرځای کولو لپاره بايد مسلمان مخکي تردې چي دلمانځه لپاره عيدګاه ته ولاړسي غسل وکړي، ښه کالي واغوندي، عطر وکاروي اود اختري تر حلالولو پوري دي ځان د خوراک څخه وساتي.

پدې ورځي کي بايد مسلمان خپل اړ او ناداره ګاونډيان هېرنکړي ځکه چيپدې ورځيکينفلي صدقات ډېر ثواب لري.

کله چي عيدګاه ته ځي تکبيرونه دي نه هېروي، پريوې لاري دي ولاړسي او پربلي لاري دي بيرته خپل کورته راسي، په لوی اختر کي دي مخکي تر تللو وعيدګاه هیڅ شی نه خوري بلکي د خپل اختري تر حلالولو پوري دي صبر وکړي کله چي یې اختری حلال کړ خپل امساک دي د اختري په غوښو باندي مات کړي.

دعیدګاه د لمانځه وروسته چي کله د خپل مسلمان ورور سره مخامخ کيږي د ځان او دخپل مسلمان ورور دعباداتو دقبوليت دعاء ديوکړي ځکه په صحابه وو کي دا رواج وو چي د اختر په ورځ به دوی سره مخامخ کېدل نو يوبل ته به يې ويل تقبل الله منا ومنکم صالح اعمالنا. يعني الله پاک دي زموږ او ستاسو نيک اعمال قبول کړي.

د رسول الله صلي الله عليه وسلم د لارښوونو پراساس بايد هر مسلمان نور مسلمانان دخير کارونو ته تشويق کړي او د بدو کارونو څخهيې روا ګرځوي.
کله چي د عیدګاه څخه کور ته راسي خپل اختری دي حلال کړي، د اختري په حلالولو کيښه خبره داده چي خپله یې حلال کړي که یې خپله نسو حلالولای بل څوک دي ورته حلال کړي خو خپله دي ورته ودریږي.

د اختري په غوښو کي سنت طریقه داده چي غوښي یې درې برخي سي یوه برخه یې خپله وخوري بله برخه یې خپلو اړو خپلوانو ته ورکړي او دریمه برخه دي بیګانه مسکینانو ته ورکړي.

اختر دچا لپاره دی؟

يو څوک د اختر په ورځ دحضرت علي رضي الله عنه کورته ځي که ګوري چي مخته يې ارزان قيمته او عادي خواړه ايښي دي دا سړی ورته وايي: ای علي(رضي الله عنه) د اختر ورځ ده خو ته د ارزان قيمته خوړو څخه استفاده کوې؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته فرمايي: «اعلم يا أخي أن العيد لمن قبل الله صومه وغفر ذنبه … ثم قال له: اليوم لنا عيد وغدا لنا عيد وكل يوم لا نعص الله فيه فهو عندنا عيد». ای وروره! اختر د هغه چا لپاره دئ چي الله پاک يې روژه قبوله کړيوي. بيا يې ورته وويل: نن ورځ زموږ لپاره اختر دی، سبا ورځ زموږ لپاره اختر دی او هره هغه ورځ چي موږ د الله پاک نافرمانيپکښې ونکړو زموږ لپاره اختر دی.

په لوی اختر کي هم موږ داسي ویلای سو چي اختر د هغه چا لپاره دی چي الله پاک یې طاعتونه او عبادتونه قبول کړي وي په خاصه توګه هغه عبادتونه چي د ذوالحجې میاشتي په تیرو ورځو کي یې کړیدي.

همداسي راغلي دي :«ليس العيد لمن لبس الجديد، إنما العيد لمن طاعته تزيد».يعني اختر دهغه چا لپاره ندی چي نوي کالي واغوندي بلکي اختر دهغه چا لپاره دی چي ډير طاعت او بندګي وکړي.

«ليس العيد لمن حاز الدرهم والدينار… إنما العيد لمن أطاع العزيز الغفار». اختر دهغه چا لپاره ندی چي ډير دراهم او دنانير لاسته راوړي بلکي اختر دهغه چا لپاره دی چي د عزيز وغفار الله پاک اطاعت وکړي.

نو دهغو خلګو لپاره دي خوشالي او مبارکي وي چي د ذوالحجې په نورو ورځو کي یې عبادت کړی وي، د مساکينو او فقيرانو سره يې مرسته کړې وي او پوره تقویيې لاسته راوړې وي ځکه اصلي اختر هم ددویلپاره دی.

د اختر د ورځي پيغام:

د اختر ورځ د مسلمانانو لپاره د يووالي او اتحاد د ثابتوالي ورځ ده، د اختر ورځ د توبې او مغفرت ورځ ده، د اختر ورځ دنورو اړو مسلمانانو د حاجت پوره کولو ورځ ده.

دېته بايد تل ډېره پاملرنه ولرو چي مسلمانان بايد هميشه د دښمنانو په مقابل کي خپل يووالی او اتفاق په ثبوت ورسوي په ځانګړې توګه پداسي ورځي کي چي د اجرت او مزدورۍ ورځ ياديږي، هغه ورځ چي مسلمانان په يو ځای کي په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کوي چي دا خپله پر فکري، عقيدتي او سليقوي وحدت او يووالي باندي دلالت کوي او ددې ښکارندويي کوي چي مسلمانان د ځايونو، قومونو، رنګونو او ژبو د توپير سره سره د يوې کورنۍ پشان دي او دا بايد موږ مسلمانان دځان وظيفه وبولو چي ټوله اوږه پر اوږه په عيدګاه کي په يوه امام پسې داختر لمونځ آداء کړو او بيرته په ډېري خوښۍ او خوشالۍ سره خپلو کورونوته ستانه سو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx