ټولنیزه برخه

سياست پېژندنه

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

د سياست پيژندنه:

سياست چي په لغت کي د حکومت، حکومتولۍ او د رعيت د اصلاح په معنی سره راځي په اصطلاح کي ښې حکومتولۍ او مصلحت پيژندني ته ويل کيږي چي اوس يې ډېری خلګ د حکومتي چارو په پوهنه کي هم استعمالوي او هغه چا ته سياسي وايي چي د حکومتي چارو کارپوه وي.

خو د اصل مادې او مصداق په لحاظ سياسي هغه چا ته ويل کيږي چي په ټولنه کي مثبت مصلحتونه پيژني، سم حاکميت کولای سي او تر خپل واک لاندي رعيت په صحي توګه کنټرول کولای سي.

د سياست همدغه تعبير ته په کتو سره موږ ويلای سو چي يو علم سياست دی يو خپله سياست دی؛ علم سياست چي محتوی يې مصلحت او حاکميت پيژندنه ده ممکن د ډېرو خلګو سره وي؛ ځکه هميشه په نړۍ کي داسي کسان سته چي د خپلي ټولني په مصلحت او حاکميت باندي علم لري او هغه شيان پيژني چي په مټ يې په خلګو کي اصلاح او سمون راتلای سي. خو خپله سياست بيا يواځي د هغه چا لپاره ثابتېدلای سي چي حاکميت او واک ولري لکه أبي الوفاء بن عقيل الحنبلي چي ويلي دي: سياست هغه دی چي په کارونو کي راځي، خلګ اصلاح ته نژدې کوي او د فساد څخه يې ليري کوي خو پدې شرط چي د شرعي حکم سره به يې صراحتا ټکر نه وي. همدا راز ابن نجيم حنفي رحمه الله فرمايي: سياست د حاکم لخوا د هغه کارونو کول دي چي د خلګو لپاره مصلحت پکښې وي.

خو کله چي د سياست د توري څخه کفارو او منحرفو انسانانو هم کار واخيست؛ خپلو ډېرو غلطو کارونو ته يې سياست وويل او خپل ډېر منحرف انسانان يې په سياسيونو باندي ونومول نو د مسلمانانو لخوا د سياست سره د “شرعي” توري مختاړی ورسره يو ځای سو چي مطلق سياست په شرعي سياست باندي تبديل سو او مخکي ټول تعبيرونه او تعريفونه چي راغلي دي هغه د شرعي سياست لپاره دي نه د مطلق عرفي سياست لپاره ځکه په کومه معنی چي کفار او منحرف انسانان د سياست تفسير کوي په هغه معنی په سياست کي هيڅه ځانګړتيا او ګټه د بشريت لپاره نسته بلکي سر تر پايه بدبختي او تباهي دهځکه په کفري او منحرف سياست کي د عدل او آمانتدارۍ په نوم هيڅ شی نسته تر څو د بشريت لپاره د ښه ژوند او سوکالۍ تضمين وکړي.

نو داسي ويلای سو چي يو عادل سياست دی چي هغه ته موږ شرعي سياست وايو او بل ظالم سياست دی چي هغه ته کفري يا منحرف سياست وايو.

د اصلي سياست سره ځکه موږ د شرعي لفظ ايږدو چي اصلي سياست د شريعت څخه بېل نه بلکي د شريعت جزء دی او بېله سياسته اسلام کامل کېدلای نسي ځکه شريعت بايد د انسان د ژوند پر ټولو برخو حاکم وي او حاکميت بېله سياسته هيڅه معنی نه لري له همدې امله موږ وينو چي په اسلام کي حاکميت او حاکم ته ډېر اعتبار ورکول سوی دی لکه عثمان رضي الله عنه چي فرمايي: إن الله ليزع بالسلطان ما لا يزع بالقرآن.[شرح سنن أبي داود لعبدالمحسن العباد] يعني: : الله پاک په باچا باندي داسي شيان دفع کوي چي په قرآن باندي يې نه دفع کوي.

يعني مسلمان باچا دومره مهم دی چي ډېری جرائم او تخلفات دده په ذريعه باندي د ټولني څخه ختميږي هغه چي په قرآن باندي نه ختميږي ځکه ډېر خلګ قرآن لولي او تلاوت يې کوي خو هيڅ ورڅخه نه متأثره کيږي سره ددې چي په قرآن کي د ګناه کوونکو او مجرمينو لپاره ډېري سزاګاني هم راغلي دي خو د مسلمان باچا له وېري ډېری خلګ د جرم څخه لاس اخلي دا ځکه چي مسلمان باچا مجرمينو ته عملا مجازات ورکوي له همدې امله په اسلامي نظام کي د جرمونو کچه ډېره ټيټه وي.

اصلي سياسي څوک دی؟

اصلي سياسي هغه څوک دی چي مسلمان وي، ښکاره ثابت موقف ولري، د انساني ټولني په مصلحتونو او واقعي ښېرازيو باندي خبر وي، په رښتيني حاکميت باندي علم ولري، د سياسي فکر منبع يې شريعت او نبوي سيرت وي، پر اسلامي عدل او آمانتدارۍ باندي باور ولري او د اسلامي حاکميت عملي کوونکی او غوښتونکی وي.

منحرف سياسي څوک دی؟

منحرف سياسي هغه څوک دی چي د اصلي سياست څخه يې فاصله نيولې وي او سياست د دين څخه بېل بولي چي په معاصر فرهنګ کي ورته سيکولار وايي، سيکولرستان هغه خلګ دي چي دوی د اصلي سياست څخه منحرف سويدي او دين د سياست څخه بېل شی بولي له همدې امله په سيکولر نظام کي ډېر کارونه د اسلامي اصولو پر خلاف وي او ديني لارښووني او محدوديتونه پکښې د پامه غورځول سوي وي.

په مسلمانانو کي د سياسي انحراف پيل:

د کوم وخته څخه چي په مسلمانانو کي ديني پوهاوی کم سوی او نړيوال اسلامي حاکميت له منځه تللی د هماغه وخت څخه په مسلمانانو کي سياسي انحراف هم پيدا سوی. په همدې سبب موږ وينو چي په اسلامي نړۍ کي ګڼي منحرفي ډلي پيدا سويدي او د سيکولرانو په شمول داسي غلط فکرونه پيدا سويدي چي د مسلمانانو د عقايدو او اعمالو خرابول يې لوی هدف دی چي تر ټولو لوی مصيبت د مسلمانانو د ذهن څخه د اسلامي حاکميت لوېدل دي ځکه په دنيوي ژوند کي د مسلمانانو پوره ښيرازي د يوه قوي اسلامي حاکميت سره تړلې ده نو چي کله نړيوال اسلامي حاکميت له منځه ولاړی د مسلمانانو ښيرازي هم ورسره ختمه سوه.

د سياسي انحراف تاوانونه:

1 -سياسي انحراف ددې سبب جوړيږي چي انسان دي درواغ ووايي، خپل اصلي د انساني فطرت هويت دي پټ کړي، د خير څخه دي محروم سي او د شر لوري ته دي کش کړل سي.

2 – سياسي انحراف د دوست څخه دښمن او د دښمن څخه بادار جوړوي، سياسي خپلواکي د انسان څخه تښتوي او د غلامۍ په محدوديت کي يې بندي کوي.

3 – سياسي انحراف د انسان هوښياري او عقلانيت ورانوي او حيواني نفس د انسان پر زړه باندي حاکم کوي.

4 – سياسي انحراف انساني طبيعت وحشي کوي او په انسانانو کي د حيوانانو بې بندوباره نظام را مينځ ته کوي.

5 – سياسي انحراف د حاکمانو څخه وقار او ترحم پورته کوي او دوی په شيطاني عاداتو او فرعوني صفاتو باندي متصف کوي.

6 – سياسي انحراف ددې لامل جوړيږي چي انسان دي د هغه ذات څخه چي قادر مطلق دی ليري سي او نيمګړو بشري قدرتونو ته دي متمايل سي.

7 – سياسي انحراف عموما د انسان څخه منفي ګرا جوړوي چي په نتيجه کي پر هيڅ مثبت باندي باور نلري او حقايق نه ويني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx