نړۍ

د جاپان پخوانی لومړی وزیر د ټپونو له امله ومړ. افغانستان جاپان ته تسلیت ووایه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ چنګاښ ١٤٠١ل) د جاپان پخوانی لومړی وزیر شینزو آبي په یوه وسلوال برید کې تر ټپي کیدو وروسته په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
نوموړی د انتخاباتو په یوه کمپاین کې د یوه وسلوال برید ښکار ګرځېدلی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ کې د جاپان د خلکو سره غم خواخوږي اعلان کړې او ویلي يې دي چې افغانستان د جاپان د خلکو لپاره دغه پيښه یو دروند غم بولي او د دغه هیواد حکومت او ولس ته د تسلیت مراتب وړاندي کوي.

په ټویټ کې راغلي:

د جاپان د پخواني لومړي وزير، ښاغلي شينزو آبې د ترور له کبله د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د جاپان حکومت او ولس ته د دې پېښې له امله د تسليت مراتب وړاندې کوي.

جاپان له افغانستان سره نږدې اړيکې پاللي دي او د پخوا په شان یې په دې وروستیو کې هم د افغانستان له ولس سره د پام وړ بشري مرستې کړي دي.

د افغانستان ولس د جاپان د خلکو لپاره دغه پېښه یو دروند غم بولي او خپله خواخوږي ورسره شریکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو نصیر

ستاسې مطالب په زړه پورې دي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx