افغانستان

افغانانو د لوی اختر لومړۍ ورځ په ټول هيواد کې په خوښۍ ولمانځله

نن ټکی اسیا(شنبه،۱۸ چنګاښ، ١٤٠١): نن په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ له کومې امنيتي پېښې پرته پای ته ورسېده او افغانانو دا ورځ د خپلو مذهبي او کلتوري ارزښتونو په پاللو سره تېره کړه.

د حکومت امنيتي مسوولين وايي چې په ټول هيواد کې ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي وو او هيڅ امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

د حکومت مشرانو له عامو افغانانو سره په ګډه د اختر لمونځونه اداء او په خطبو کې يې له خلکو وغوښتل تر څو د ملي يووالي ټينګښت ته کار وکړي.

د حکومت مشر شيخ الحديث هبة الله اخندزاده د کندهار په مرکزي عيدګاه کې خطبه ورکړه او د اختر د لمانځه امامت يې ادا کړ.

همدا راز رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند په ارګ کې د اختر د لمانځه امامت وکړ چې د حکومت لوړ پوړو چارواکو او ملي شخصيتونو هم ګډون کړی و.

رسنيو سره په خبرو کې د تېر په نسبت دا ځل عام افغانان خوښ دي چې په امن فضا کې اختر لمانځي او د ډیرو هیوادوالو هيله دا وي چې افغانان بايد په يووالي کې ژوند وکړي او له شته فرصت نه ګټه واخلي تر څو افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ په لور ګړندي ګامونه واخلي.

که څه هم خوشبختانه نن ورځ کومه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې خو د ترافيکي پېښو په اړه اندېښنې شته خو تر اوسه کوم خبر نه دی ترلاسه شوی.

بايد وويل شي چې په تېر اختر کې هم په ټول افغانستان کې ګڼ شمېر ترافيکي پېښې رامنځته شوې وې چې له امله يې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پخوا به د هر کور په دسترخوان باندی خوږې کولچی، چاکلیټونه او نوری میوې ښکاریدې خو پدی اختر کی خلک بی نهایته غربت او غریبی پسی اخیستی دستر خوانونه تش دی، د ښایسته جامو کسان ډیر کم ښکاری امن خو شته خو خواږه او د مستی هغه پخووانی جم او جوش نشته دی. خو پدی حالت یی هم شکر. تیر کال په لوی اختر کی یی د کمال خان د ځوی څخه غلو هم مبایل اخیستی وه او هم یی ور څخه واسکټ له ځانه ښکلی وه. کله می چی ولید ورته می وویل: شکر وکاږه مړه چی پرتوګ او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx