نظــر

د افغانانو د خپلواکۍ اختر ته خوښي او د موجود نظام هم پذيري درک کړئ!

احمد منصور

ګران او مجاهد ملت ته دې دا نېکمرغه لوی اختر مبارک وي ورکړل شوې قربانۍ مو رب قبولې کړه.
الحمدالله سږکال لوی اختر داسې مهال لمانځو چې په هوا نه د پرديو الوتکې شته او په ځمکه يې نه پردۍ لښکرې د ښار او کليو تر مينځ واټن ختم شوی، قوم ، سمت او لسان پرستي وژلی شوې ځاي يې همدردي، صله رحمي او پذيري نيولای په ښار د بدمعاشانو نه بلکې د محمدي مدرسې شاګردانو واک دی اوس رټل وهل او سپکول نه شته احترام شفقت او مهرباني شتون لري په چيک پوينټونو د سنتو توهين نه کيږي اوس د نيويارک او واشنټن ساتنه نه کيږي د مقدس هېواد ساتنه هغه رجال کوي د وخت څو څلويښت ابر قدرتونه يې د رب په مرسته مات کړل معاشات يې پردي نه پرې کوي بلکې له خپلو داخلي عوايدو ورکول کيږي او اکماليږي.

هو له کلونو روسته دلته ساه اخيستل شوې دلته خلک د ژوند په معنی او مفهوم پوه شوي دلته سږکال اختر کې د غم اوښکې نه بلکې د خوښۍ اوښکې تويږي هو سږکال آن مخالف په کور ده له خپلو بچيو سره پرته له کوم ډار اختر لمانځي د هغو چې بابا نه شته هڅه شوې څو يې کمی احساس نه کړي د هېواد په تاريخ کې لومړی ځل ده چې واکمنانو خپلو مخالفينو ته د هم پذيرۍ او زغملو غيږه خلاص کړې دا يو منلی ستايلی اقدام ده هو واکمنانو الله ته د محبوب شخصيت په پل قدم ايښی د تل لپاره د اوښکو د تم کېدو، د هوسا ژوند کولو او له خوښيو د ډکو اخترو په موخه اړتيا همداسې حس کېده غوښتنه د ملت همدا ډول وه او حالاتو همداسې ايجابوله.

تاسو هم افغانان ياست په دې هېواد کې پيدا شوي ياست بس به وي همدومره ظلم چې پرې ومو کړ ومو لوټه څو ځل مو پردي پرې واکمنان کړل تر کومه به دغه عناد او حسد په زړه کې ساتی وخت نه ده راغلی چې نور په تېرو پيښمانه او په صادقانه ډول د عادي ژوند کولو په موخه هېواد ته را وګرزی تېر شل کاله مو د سيمټي دېوالو شا ته تېر کړل راشئ وګوری چې دا ملت د بلې جګړې توان لري ضرور نه ده چې دا جواب زورېدلي افغانان درکړي که وران کنډر کورونه، مارکېټونه، عامه تاسيسات، مساجد او مدارس وګوری ستاسو د بيا رغونې ادعا پکې ښه مشاهده کيږي راشی هغه اديرې وګوری چې تر کليو رسېدلي بس کړی د افغانانو اوسني امن ، د خپلواکۍ اختر ته خوښي او د واکمنانو هم پذيري درک کړی د ويدې فتنې د راپورته کولو هڅې مه کوی راځی په دې ستر افغانستان کې ټول ځايږو خو که په زړونو کې حسد او کينه ووژنو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

ډيرى افغان ولس د يو سوچه اسلامى نظام چي د فرقه پرستى او افراط او تفريط ځنې پاک وى منلې او اسلامي احکامو ته په سر او سترګو اطاعت کوي. خو د اسلامى امارت جګ پوړي چارواکي او علما بايد په د اسلامي نظام د احيا او جوړښت د پاره کار وکړي نه د چوکۍ، اقرباپرورې، جيب ډکونى او دنياوي شخصي ګټو لپاره. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx