ادبي لیکني

د «فضا او کائنات» په نوم کتاب چاپ شو

نن ټکی اسیا(دوشنبه،۲۰ چنګاښ، ١٤٠١): د فضا او کائنات په نوم کتاب چې د افغان ليکوال امين وردګ اثر دی، تازه له چاپه راوتلی او بازار ته وړاندې شوی دی.

ياد کتاب (چې اتیا صفحې لري په ښه کيفيت چاپ شوی او په کابل کې د اکسوس خپرندويه ټولنې خپور کړی دی.

په دغه کتاب کې د کائناتو په هکله ډېر ستر مالومات نغښتي او د هرې فضايي پوښتنې ځواب پکې موندل کېدلی شي.
آسمان ولې شین رنګ لري؟
زلزله څه ډول رامنځته کیږي؟
واوره او ږلۍ له کومه کیږي؟
سقف محفوظ څه شی دی؟
کیهان او کهکشان څه توپیر لري؟
په فضا کې ټول څومره ستوري دي؟
په ټولو ستوریو کې مخلوق شته؟
دا او دې ته ورته نور ګڼ شمېر عنوانونه په دې کتاب کې تشريح شوي دي.

ددې کتاب لوستلو سره به بې له شکه د مسلمان؛ په الهي مینه او عقیدوي بُعد کې مثبت بدلون راشي، ځکه چې دا وړوکی کتاب په څه کم دوه کاله کې لیکل شوی او فقط الهي عظمت بیانوي.

که څه هم چې (فضا او کائنات) له وړاندې لا نن ټکی آسیا ویب پاڼې او هېواد ورځپاڼې خپور کړی، مګر اوس یو څه بدلون پکې راغی او هم د کتاب په بڼه چاپ شو ، نو درانه مینوال کولای شي چې په لاندې کتابپلورنځیو کې یې تر لاسه کړي.
کابل: اکسوس کتاب پلورنځی ، سروش کتاب پلورنځی او سمون کتاب پلورنځی.
ننګرهار: مومند کتاب پلورنځی ، ختیځ کتاب پلورنځی ، میهن کتاب پلورنځی او سهار کتاب پلورنځی.
خوست: ژوندون کتاب پلورنځی او شېخ زاید کتاب پلورنځی.
پکتیا: علمي کتاب پلورنځی ، دوست کتاب پلورنځی او ماشاءالله کتاب پلورنځی.
کندهار: کروړ کتاب پلورنځی.
ارزان قېمت : علمي کتاب پلورنځی ، هېواد کتاب پلورنځی ، بدلون کتاب پلورنځی او جریر کتاب پلورنځی.
د ليکوال برېښناليک
aminwardak9063@gmail.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx