افغانستانخبرونه

غزني کې د بارانونو له امله راوتو سېلابونو درانه زیانونه اړولي

نن ټکی اسیا( دوشنبه، ١٩ چنګاښ ١٤٠١) تېره شپه د غزني ولایت بېلابېلو برخو کې ډېر بارانونه شوي، چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي تلفات اړولي دي.

تېره شپه غزني ولایت، د مرکز مختلفو سیمو او ولسوالیو کې د ډېرو بارانونو د اورېدلو له امله سېلابونو راوتي دي، دغو سېلابونو د غزني مرکز اړوند اربابا صاحب او حاجي رمضان ښار ګوټي کې د ٧ تنو ژوند اخیستی، چې پنځه تنه  پکې د یوې کورنۍ غړي ول. همدارنګه د یاد ولایت مرکز نورو سیمو او ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي. د سیمې د خلکو په وینا؛ سېلابونو د ډېرو خلکو کورونه نړولي، همداشان یې د خلکو زراعتي محصولات سخت زیانمن کړي دي. په همدې حال خلک له دولت  خیریه ټولنو غواړي چې د دوی لاسنیوی دې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx