
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): په هلمند ولايت کې د اسهال شديدې «کولرا» ناروغۍ په تېرو څلورويشت ساعتونو کې د ۲۰ ناروغانو ژوند اخيستی دی.
د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د هلمند ولايت په باغران ولسوالۍ کې تېرو څلورويشت ساعتونو کې ۱۲۰ تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي چې له مخې يې ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلمند د روغتيايي چارواكو په وينا، له مركز څخه دغې ولسوالۍ ته ګرځنده روغتيايي ډلې لېږل شوي او په دې ناروغۍ د اخته كسانو درملنه روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کې ۵۰ ماشومان کولرا ته ورته ناروغۍ اخته شوي وو.
د کولرا يا نس ناستې ناروغي د ناپاکو اوبو او ککړې هوا تنفس کولو له کبله رامنځته کيږي، چې په ګڼ شمېر ولايتونو کې پرې ناروغان اخته شوې دي.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې په نړۍ کې له ۲ ملياردو زيات کسان د پاکو اوبو نه موندلو له کبله د کولرا ناروغۍ له خطر سره مخ کيږي. دوی زياتوي چې دغه ناروغي کلني له سل زرو زيات کسان وژني.
زه خو ډير غمجن شوم ولې دا ټولې بلاوې او جنګونه په هلمندیانو راځي !!
الله د خپل رحمت په هلمندیانو وکړي !!
دا ټول د جهل او بیسوادی نتیجه ده. همدا اوس ګوری د کولرا مریضان په خاورو کی پراته دی د دوی امید د جوړیدو ډیر کم دی. کولرا مستقیمآ په پاکی او نظافت پوری اړه لری.