ادبي لیکني

فرهنګي او ادبي فقر

سید اصغر هاشمي

فرهنګ د ادب، روزنې، پوهې، دودونو، عادتونو او داسې نورې ماناوې په ځان کې رانغاړي. په ځینو نورو ځایونو کې د هنرونو، اعتقاداتو، اخلاقو او د ټولنې هغه قوانین دي چې انسان یې زده کوي او ډېر وخت د ټولنې په دننه کې وي او انسان او ټولنې ته په میراث کې پاتې کېږي. نن ورځ په سلګونو کتابخانو کې په کتابونو باندې ګردونه پراته دي او څوک یې نه اخلي، په کورونو کې د کتابونو ارزښت نه شته او که یوه څېړنه وشي، په افغانستان کې یو سلنه خلک په کورنو کې کتابخانې نه لري او همدارنګه د کتابونو د لوستو مینه له خلکو سره ډېره لږه ده چې همدغې ته فرهنګي او ادبي فقر ویلی شو. فقر یوازې ولږې تې نه وايي او نه یوازې مالي فقر د یادونې وړ دی، له مادي فقر څخه معنوي فقیر خطرناک دی، خو د یوې خبرې یادونه اړینه ده چې مادي او معنوي فقر یو له بل سره تړاو لري، یو له بل څخه پیدا کېږي او یو په بل کې تداخل لري. د تفکر او عقلانیت فقر د ټولو ستونزو جرړه ده. نړۍ د عقلانیت په وسیله پرمختګ کوي او که یوه ټولنه د معنوي او عقلاني فقیر سره مخامخ وي، له انسانانو سره تړاو لري او اغېزې یې په انسانانو ډېر لیدل کېږي. فرهنګي فقیر په دوو لاملونو په ټولنې او انسانانو کې وي، له دغو لاملونو څخه یو ارثي دی او بل اکتسابي دی. ارثي له کورنیو څخه په میراث پاتې کېږي او نسل په نسل انتقالېږي او اکتسابي فقر له ټولنې څخه زده کېږي.

فرهنګي ـ ادبي پرمختګ او انسانان
فرهنګي ـ ادبي لوړوالی د انسانانو پورې اړه لري. که د یوې ټولنې انسانان پرمختللي وي، د دوی پرمختګ د دوی د فرهنګ او ادبیاتو پورې اړه لري. یوه ټولنه هېڅکله د لوړ فرهنګ له درلودلو څخه پرته پرمختګ کولی نه شي او د وروسته پاتې والي لامل یې هم ناسم او وروسته پاتې فرهنګ درلودل دي.

فرهنګي ـ ادبي فقیر او عقلانیت
فرهنګي او ادبي فقیر د عقلانیت سره تړاو لري، که یوه ټولنه کې عقل او پوهه لږه وي، د پوهې ارزښت لږ وي او پوهه په ډېره لږه بیه خرڅ شي، نو څرګنده خبره ده چې په داسې ټولنو کې فرهنګي فقیر په لوړو پوړیو کې وي. وروسته پاتې او هغه هېوادونه چې مادي او مالي فقر پکې ډېر وي، خلک یې غریب وي، هېواد او ټولنه یې وروسته پاتې وي، د عقل او پوهې کچه یې ټیټه وي، نو له همدې امله هلته فرهنګي غربت د لوړتیا پوړۍ ته رسېدلي وي. په داسې ټولنو کې د ښه او بد توپیر ښه نه کېږي، د ښه لیکوال پېژندل پکې ستونزمن وي، د شعر پر ځای شعار ته ارزښت ورکول کېږي او په لسګونو داسې نورې خبرې موجودې وي. ستاسو په اند زموږ په هېواد کې عام ولس ملنګ جان ته ښه شاعر وايي او که کاظم خان شیدا ته! په لسګونو داسې بېلګې له تاسو سره شریکولی شم چې د فرهنګي او ادبي فقیر بېلګې ورته ویلی شو.

د یو پوهان وینا ده:
(ملل فقیر و مردم فقیر، بعد از مدتی به فقر شان عادت می کنند و با فرهنګ زیستن در فقر و فقیر بودن سازګار می شوند؛ بنا بر این برای عبور از این فقر تلاش و مبارزه ای نمی کنند.) (په افغاني فرهنګ د رسنیو بدې اغېزې، ۲، مخ)
له پورته وینا څخه څرګندېږي فقیر او ناچاري د وخت په تېرېدلو سره د خلکو د ژوند یوه برخه ګرځي او دغه مادي فقر په معنوي فقیر اغېز کوي او د پیدا کېدلو لامل یې ګرځي.
د فرهنګي فقر په را منځته کېدو کې رسنۍ بنسټيز رول لري، د فرهنګونو په پرمختګ او وروسته پاتې والي کې رسنۍ خپل رغنده رول لري. زه ډېر وخت په رسنیو کې ګورم چې د یو داسې کس شاعري او شخصیت ښکته پورته کېږي، چې نه یې شعر د شعر ماهیت او جوهر لري او نه یې شخصیت د یو ښه انسان دی. په داسې وختونو کې سړی پوهېږي چې فرهنګي او ادبي فقر په وروستۍ کچې کې ځای لري، نو ځکه نه مو د شاعر معیار لوړ شو او نه د ښه انسان په پېژندلو کې له دقت څخه کار اخلو، که په رسنیو کې یو چا ته ښه وویل شو، نو ښه دی او که بد وویل شو، نو بد دی. د رواني او فکري جګړې لپاره رسنۍ یوه ښه وسیله ده او رسنۍ کولی شي چې له بد څخه ښه او له ښه څخه بد جوړ کړې چې دغه کارونه د داخلي او بهرنیو لویو کړیو لخوا تر سره کېږي. د رسنیو په وسیله فرهنګونو ته تاوان رسونه د بورژوازي او نیمه بورژوازي ټولنو یوه ښه وسیله ده.

په فرهنګ باندې د رسنیو رول په اړه راغلي دي:
(د فرانکفورت د انتقادي فلسفي ښوونځي لارویان په دې فکر دي چې ټولې رسنۍ د دوی په خدمت کې دي او دوی خپلې موخې پرې تر لاسه کولی شي. د دې څيړنېزې موسسې غړو جوته کړه چې تکنالوژي د پانگوال نظام په چوپړ کې دی. دوى باور درلود چې د تکنالوژۍ وده په ځانگړې توگه په رسنيو او په ډله ييزو رسنيو کې د دې لامل شوې چې نړيوال ځواک وکړى شي خپل افکار او عقايد د فرهنگ او هنر په قالب کې تثبيت کړي او د خلکو پراخ ولسونه له هر ډول دليل پرته د خپلو موخو لپاره ایل کړي. د دې موخې په لړ کې د تکنالوژي له وسايلو کار اخيستل له پانگوال نظام سره مرسته کوي. په بشپړه او مطلق ډول د باخبرۍ او ناخبرۍ سطحه د افرادو د څار لاندې راولي او کنترولوي يې. د دې نظر عملي مصداق موږ په خپله ټولنه کې گورو چې د رسنيو زياتوالی او په تېره «نيابتي رسنۍ» د خلکو د افکارو د ترور کولو او اغوا کولو لپاره څومره په شدت کار کوي. دولت نه شي کولی د ازاد مارکيټ د سيستم په چوکاټ هغه څه چې زهر شيندي، کنترول کړي او هغه څه چې بنسټونو ته زيان رسوي، مخه يي ونيسـي.(کرګر، فرهنګي بحثونه، ۳۳مخ)

په همدې اړه یو بل بحث دی:
(د فکري او رواني جګړې یوه ښه وسیله رسنۍ دي او موخو ته د لاسته راوړلو لپاره ترې ښه ګټه اخيستل کېدی شي. فکري استعمار هغه رواني جګړه ده چې د انسان فکر او مغز د خپل کنترول لاندې راوړي او د بېلابېلو وسیلو کار اخلي او د یرغمل هېواد په مادي سرچینو یرغل کوي او د دوی په عقایدو، فرهنګ او کلتور په مستقیم او غیر مستقیم ډول یرغل کوي، په دې ډول یرغل کې ډېری خلک نه پوهیږي چې یرغل کوونکي څوک دي او موخه یې څه ده خو یرغل کوونکي په ماهرانه ډول خپل اهداف تر لاسه کوي.) (فکري استعمار، ۵مخ)

فرهنګونو ته زیان رسونه کې دوه خبرې ډېرې مهمې دي، یوه یې چاپیریالي اغیزې دي او بله یې په فکرونو کار کول دي. په اذهانو مثبت او منفي اغیزې د رواني جګړې کار دی چې دوی له بېلابېلو وسیلو ګټه اخلي او فرهنګونو ته زیان رسوي. په فرهنګونو باندې د رسنیو بدې اغیزې په لاندې سرلیکنو کې وړاندې کوم.

کله چې یو هېواد وروسته پاتې شي، د هغوی فرهنګي او ادبي معیارونه ورځ تر بلې زیانمن کېږي، د دوی په پنځونو کې د ښکلا برخه کمزورې کېږي، فکري نیمګړتیاوې ډېرېږي. د نړیوالو معیارونو سره د ادبیاتو پرتلنه نه کېږي، د نړۍ له ادبیاتو سره اشنايي لږېږي او بیا هم د دې یادونه کوم چې د ښه لیکوال او متوسط لیکوال تر منځ توپیر کول لږېږي، چې دغه کړنه د فرهنګ او ادبیاتو په برخه کې یوه لویه ستونزه جوړوي.

ماخذونه
۱.محمد اکبر کرګر، فرهنګي بحثونه، میهن خپرندویه ټولنه، پيښور، ۱۳۹۶ل کال.
2.سید اصغر هاشمي، انسان څوک دی؟، هاشمي خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۷ل کال.
3.پوهنمل زاهدي احمدزی، فکري استعمار، مسلم خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۵ل کال.
۴. سیداصغر هاشمي، په افغاني فرهنګ د رسنیو بدې اغېزې،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx