
د بښنې نړیوال سازمان د برتانوي عسکرو پر جنګي جرمونو د څیړنو غوښتنه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): د بي بي سي د یوه راپور سره سم د برتانیې د پوځ یوې ټولۍ په شپږو میاشتو کې تر پنځوس زیات ملکي بیګناه کسان په هلمند ولایت کې وژلي او د خپل جرم د پټولو په خاطر یې د هغوی څنګ ته کلاشنکوفونه او لاسي بمونه غورځولي.
د بښنې نړیوال سازمان پر دغه راپور په خپل لومړني غبرګون کې ویلي چې دوی د برتانوي ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه عاجل موثر او شفافه څیړنه غواړي، تر څو قربانیانو ته حق ورسیږي او مجرمین په خپله سزا ورسیږي.
د بي بي سي راپور یوازي د کال ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ تر منځ د برتانیې د ځانګړو ځواکونو د شپنيو عملیاتو جرمونه افشا کړي دي چې لمخې به یې دوی د برتانیې د استخباراتو پر نا معتبرو معلوماتو شپنې چاپې وهلې او هلته به یې د کور نارینه او کله کله ټوله کورنۍ په دې پلمه وژل چې ګواکي غوښتل یې پر دوی متقابلې ډزي وکړي.
د راپور سره سم یوازي په شپږو میاشتو کې د برتانیې د ځانګړو ځواکونو یاد ټیم ۵۴ ملکیان په غیر قانوني ډول وژلي او په اړه یې د پوځ جګپوړو چارواکو ته هم معلومات شوي خو هغوی مرکز ته خبر نه دی ورکړی او کوشش یې کړی چې دغه موضوع پټه کړي.
باید وویل شي چې د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې میشتو بهرنیو ځواکونو ورته جرمونه کړي او په زرګونو افغان بیګناه ملکیان یې په یوه او بله پلمه وژلي دي چې په اړه یې کله هم بې پریه تحقیقات نه دي شوي.
شاباش چه په دی خبر اوس پوهه شوي
خو ح## ورسره اوس هم په ميزونو ناست او چايونه خوری
When there is an issue like this, TOOTI disappears from the NUNN.ASIA site.