
شيخ سردار ولي ثاقب د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): د هيواد پياوړی ديني عالم شيخ سردار ولي ثاقب تېره شپه د نامعلومو کسانو له خوا د کابل په کوټه سنګي کې په خپل کور کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
د شيخ سردار ولي ثاقب نږدې ملګری او د نارنج باغ مدرسې استاد شيخ احمد شاه په يو غږيز کليپ کې ويلي دي چې کور ته يې يو تن د مېلمه په نوم ورغلی او شيخ صيب يې اکرام هم کړی دی خو په وينا يې د ميلمه په نوم قاتل شيخ صاحب پخپل کور کې په شهادت رسولی.
شيخ احمد شاه د پېښې په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.
شيخ سردار ولي ثاقب چې د ننګرهار ولايت شېرزاد ولسوالۍ نکړخېلو اوسېدونکی و او له ډېر وخت راهیسې يې د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار نارنج باغ سيمه کې په يوې ديني مدرسه کې تدريس کاوه.
په هيواد د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته نوموړی کابل ته راغی او دلته يې له اسلامي امارت سره بيعت وکړ.
شيخ سردار ولي ثاقب له اختر مخکې د حکومت له لوري په رابلل شوې د علماوو غونډه کې هم برخه اخيستې وه.
تر اوسه د نوموړي د مرګ په اړه حکومتی مسوولينو څه نه دي ويلي.
د امارت په حکومت کی نامعلومه وسله وال به څوک وی؟ خو همدوی په خپله دی زه او ته خو چاقو هم ځان سره نشو ګرځولی.