افغانستان

حکومت: د شيخ سردار ولي ثاقب قاتلين به پيدا او د قانون منګولو ته وسپارو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): اسلامي امارت د ديني عالم شيخ سردار ولي ثاقب وژنه غندلې او د قاتلینو د پیدا کولو او د قانون منګولو ته د سپارلو هوډ يې څرګند کړی دی.

د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د شيخ سردار ولي وژنه د هغو فتنه ګرو او مفسدو کړيو کار بلل شوی چې غواړي مسلمانان پخپل منځ کې په فتنو کې اخته کړي.

ښاغلي مجاهد ويلي چې هيڅ مسلمانان بايد ددغې سترې دسيسې ښکار نشي، په ګډه د نظام تر شاه ودريږي او دغه فساد غوښتونکي عناصر پيدا کړي.

هغه ويلي چې شيخ سردار ولي له اسلامي امارت سره بيعت کړی و، د اسلامي امارت مخالفت یې بغاوت باله او د فتنه ګرو مخالف و.

شيخ سردار ولي ثاقب تېره ورځ د کابل په کوټه سنګي کې پخپل کور کې په داسې حال کې ووژل شو چې قاتل يې کور ته د مېلمه په شکل ورغلی و او نوموړی يی پخپل کور کې د چړو په واسطه وژلی و.

شيخ ثاقب چې د ننګرهار ولايت شېرزاد ولسوالۍ نکړخېلو اوسېدونکی و او له ډېر وخت راهیسې يې د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار نارنج باغ سيمه د تعليم القران والسنة په نامه يوې ديني مدرسه کې تدريس کاوه.

په هيواد د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته نوموړی کابل ته راغی او دلته يې له اسلامي امارت سره بيعت وکړ.

نوموړي له اختر مخکې د حکومت له لوري په رابلل شوې د علماوو غونډه کې هم برخه اخيستې وه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پارسی کی یو متل دی وایی: یک تیر و دو فاخته. حکومت به یی د قاتلینو پر ځآی هم یو دوه نور سلفیان محاکمه کړی. طالبان دی پر دی پوهه شی چی د دوی خبر او ظلم پر مسلمانانو باندی نور د زغملو ندی نوره حوصله د مسلمانانو خلاصه شوې که حکومت د مسلمانانو دا هدفی وژنی بندی نکړی نور ډیر زر به انشاءالله چی د جاهلو خوازجو پر ضد د جهاد فتوای ورکړل شی او نور به له افغانستان څخه د جهل، نا پوهی او بدعت ریشی له بیخه ویستل شی.

خوګياڼي

د هر مسلک او مذهب علما بايد د قرانکریم او صحيحو احادیثو په رڼا کې وعض، نصيحت او لارښوونه وکړي او د فرقه پرستى ځنې ډډه وکړي او يو بل د اتحاد او ورورولۍ لاس او پيغام ورکړي. د مسلمانانو فرقه پرستى، خپل منځي سو اختلافات او د ريښتوني اسلامي مبارک دین نه ناپوهى د مسلمانانو د شا تګ باعث ګرځيدلې چې ده.

طوطی

هر کله چی قاتلین نامعلومه اشخاص وه نومول شی بیا نو مرتکبین همدا د حکومت اشخاص دی. څنګه امارت له یوې خوا د امنیت ادعا کوی او له بلی خوا په کابل کی داسی پیښی منځ ته کیږی؟ تیره اونی ډاکټر صیب جبارخیل نن بیا عالم دین ساقب صیب. شرم دی بنیادی کارونه مو پریښی پر واقعی مسلمانانو پسی مو راخیستي.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx