نظــر

د ااا مشرانو د توجه وړ

حامد افغان

د فکري ډلو مخالفتونه د پخوا په نسبت اوس ډېر جنجالي او خوړین شوې دي او دا مخالفتونه ورځ تربلې زیاتیږي، مثلا لنډه موده مخکې سلفیان یوه ډله وه، دیوبندیان بله ډله وه او داسې نور … خو اوس خبره له ډلو ټپلو وتلې اشخاصو ته رسیدلې ده، مثلا د شیخ احمد پلویان، د علامه محمود مریدان او داسې نور. یعني اوس د مختلفو مذهبي ډلو د مشهورو اشخاصو پلویان لکه ځان ځان ته ډلې او ګوندونه داسې ګرځیدلي دي. دا اشخاص ان که د یوه فکر خلک یي هم خپلو کې سخت مخالفتونه لري.

د ااا له دې فکري مخالفتونو لوړ د یوه سیاسي جریان په صفت باید دې خطر ته جدي متوجه شي، د دې لپاره باید ځانګړې اداره یا کمیسون جوړ شي ، چې د داسې مخالفتونو په راکمولو کې مهم ګامونه پورته کړي، په دې مو غاړه نه خلاصیږي چې د دې مخالفتونو په ټس کې د ستونزو رامنځته کیدلو پر مهال مسؤلیت د بهرنیو استخباراتو کار وګڼو او خپلې اوږې سپکي کړو، دا زموږ د کور ستونزه ده، خطرناکه ستونزه ده، په پایله کې یې مشایخ، لویې هستۍ او علماء وژل کیږي، بناء دولت مکلف دی چې د علماؤ ساتنه وکړي، د داسې پېښو عاملین ونیول شي او سخته سزا ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx