ادبي لیکني

تغزل – یونس تنویر

تغزل دغزل دملايمت نوم دى.دغزل دارواحوپه حرم کې داسې يوه سېمبوليکه استعاره ده،چې دغزل سره په فطري مناسبت اوپه هغه کې يي په کلک التفات درکولاى شو.تغزل هميشه دمشبه اومشبه به ترمنځ خيالي ارتباط ټينګوي.مګرکله ،کله له مشبه اومشبه به څخه په انفرادي ډول هم تداعي کوي.
مشبه اومشبه به د دوه څېزونه اويامضاف اسمونه يودبل سره متشابه کوي؛((مضاف په ګرامرکې هغه اسم دى چې دبل اسم سره ولګولى شي))(١)
اود دووڅېزونوهمرنګې ښايي.مګرتغزل ورسره ډېرتوپيرلري. په يوه بيت کې دتغزل پيداکېدل اسانه نه وي،نودغزل سره فطري اړيکې ضروري دي.مګر دمشبه اومشبه به پيداکېدل په يوه بيت کې اسانه وي.
غزليت ياتغزل دغزل روح دى؛دانسان دروح ليدل ناممکن وي،دانسان عکس العمل روح تعين کوي،دغزل ښکلاتغزل پسوللې کوي.تغزل خيالي سبب وي همر نګې يي هم خيالي وي.بعضي وخت غزليت دصفت سره دضميرپه ډول راځي .لکه غنمرنګه!،دايوصفت دى چې له غنموڅخه اخيستل شوى دى اومخاطب ته پکې اشاره شوې ده.چې غنم دلته تغزل جوړوي.لکه دحمزه (رحمه الله) په دې بيت کې:
که ماړه دې ديدن هم پکې شمارکړم
غنمرنګه ستادوصل نهرډېردي.
په پورته بيت کې دماړه،غنمرنګه اونهرترمنځ دغنمومناسبت پورت دى،اوله ديدن سره يې دتغزل شدت رامنځته کړى.
استادمحمدصديق پسرلي دمشبه اومشبه به ترمنځ خيالي کشش تغزل کړى دى:
ابدي کورته مې يارانوپه سندرو وروړئ
لکه څپو چې وي اخيستې د درياجنازه.
دمرحوم جنازه په کټ کې ترهدېرې وړل اودڅپوتګ،چې دمرحوم دجنازې وړونکي مشبه اوڅپې مشبه به دي.اود دواړوترمنځ خيالي رابطه تغزل دى. دناممکنه ده چې څپې دي درياپه سر واخلي،مګر استاديې په خيالي علت کې دتګ سره تغزل رامنځ ته کوي.دسندرواوڅپوترمنځ دموسيقي يوه نازکه پرده شته چې غزليت يې رامنځ ته کړى.
د تغزل ادراک دغزل سره په ډېرې اشنايي پورې ارتباط لري.نواوس دتغزل تعريف دارنګه کوو:تغزل دغزل دارواحو په حرم کې يوه داسې سيمبوليکه استعاره ده چې دغزل سره يي دفطري مناسبت په وسيله ادرا ک کولاى شو.دايوه داسې پټه اومعقوله ذايقه ده چې غزل ملبوسوي.غزليت خاص توري نه لري.اونه يې په خاصوتورښودلوشو.مګراکثره دمشبه اومشبه به ترمنځ خيالي مناسبت پيداکوي.
مجاهدصوفي حضرت حمزه بابا(رحمه الله)تغزل ته داسې جامه اغوندي:
((تغزل يوداسې کيفيت دى چې په الفاظوکې يې تشريح نه شي کېداى.مګردچاچې دغزل سره فطري مناسبت وي،هغه تغزل په وجداني ډول محسوس کولاى شي.دمثال په توګه دانګورواومڼوپه ذايقه کې فرق شته. او محسوس کوويي.لکن په الفاظوکې يې دهغه دفرق اظهارنه شوکولاى. ځکه چاچې په فطرت دذوق څومره برخه راوړې وي،هغومره دتغزل په ادراک پوهېدلى شي.غزل دنازک اشاريت نوم دى ،دښځوسره خبرې کول دي)).(٢)
دتغزل دښه درک له پاره داسې يوبيت را اخلوچې مشبه اومشبه به لري مګرتغزل په کې نه ښکاري:
زړه مې حسرتونه راټول کړي دي
نه پوهېږم داسپيلني چاته وړي!
(ګل باران)
حسرتونه دسپيلنيوسره تشبه شوي دي چې حسرتونه مشبه اوسپيلني مشبه به دي.د دوى ترمنځ کوم خيالي ارتباط نه دي ښودل شوى.
تغزل دحسن تعليل اومدعاالمثل سره ډېره نږدې اړيکې لري ،خوتفاوت يې داسې دى چې حسن تعليل دسبب له پاره خيالي وصف وړاندي کوي،مګردتغزل خيالي وصف ممکن وي.اوپه غزل کې منحصرشوى وي.اومدعاالمثل ديوه سبب له پاره ثابت کړى شوى مثال وړاندې کوي.يانې مدعاالمثل دال اومدلول لري،مګرتغزل يې په استعاري تفسير_چې وجوديي عين نه وي_ دسبب له پاره وصف راوړي.
دحسن تعليل يوبيت چې رحمت الله دردپه ښکليوخيالي الفاظوبيان کړى دلته رااخلو:

سايي خوب کې ځکه لنډه_لنډه کېږي
پرسينه باندې يي پروت دى باردزلفو

استادمحمدصديق پسرلى دمدعاالمثل بيت دښه وضاحت له پاره رانقلوو:
اوړي اوښيارانوته تل خپل خلک
پوخ چې شي په څانګه ثمرپېټى شي.
تغزل په غزل کې په ظاهره نه محسوسېږي،بلکې دغزل په بدني ساخت کې پټ وي.صوفي شاعرطاهرکلاچوى(رح)دتغزل ادراک په يوبيت کې داسې نغاړي:
له لېمومې اوښکې ځکه نه راوځي
سرمنې جونه نه وځي بهرته.
لېمه دکورسره په استعاره کې دي،ځکه بهرته دسترمنوجونونه وتل کوردى.بهراوکورپه خپلوکې متضاددي.دايواستعاري ترطباق دى اوښکې دسترمنوجونوسره تشبه شوې دي.اوښکې مشبه اوجونې مشبه به دي.ددوى ترمنځ دتغزل خوږلښت شرم اوحياجوړکړى دى.ځکه داوښکونه وتل اودسترمنوجونونه وتل حياده.اوحياپه ټکوکې نه ده څرګنده شوې.چې په ممکنه وجودونوکې يې حياوشرم سره دتغزل هنريت دى.مونږپوهېږوچې سترمنې جونې ولې دکوره دباندې نه راوځي؟ځکه چې حيالري اوحيادلته دتغزل تخم شيندلى دى.
تغزل نازک اشاريت دى چې ددووکليموترمنځ پټ وي.ظاهري وجوديي نه شوليدلاىمګراکثره په مشبه اومشبه به کې پټ وي.دايوه ډېره باريکه نقطه ده.په پښتوشاعرۍ کې تراوسه تغزل ته خاصه توجه نه ده شوې ،کېداى شي زماليکنه اونظريات نيمګړي وي اوياکافي نه وي.
تغزل دپښتولغت درياب په قاموس(٣)کې دارنګه معنى شوى دى:
((تغزل:دغزل وينه،عشقيه مضامين داثر اوتاثيرسره نظم کونه،غزليت،دغزل خصوصيات)).
منوراستاد اودعرفان لوى مؤلف فضل ولي ناګار په يوه بيت کې دتغزل قوت ګورو:
دبنګړوپه شرنګ سجده شوه سندريزه
موسيقي يې کړه حلاله په لمانځه کي.
استادفلسفيانه تفکرلري اوپه شعرکې يې خيالي ترکيبونوتغزل ته دومره قوت ورکړى چې بېخې مودسندريزسيندتل ته کوزوي.مونږداستاد دشعرنه ظاهري معنااخلو؛ځکه چې زمونږکاردتغزل اوغزليت ښودل دي.دبنګړيو شرنګادموسيقي سره تشبه شوې ده.دبنګړيوشرنګا مشبه اوموسيقي مشبه به دي.کله چې کومه پېغله په لمانځه درېږي هغه رکو اوسجدې ته لومړى لاسونه ښکته کوي اولاسونوکې يي بنګړي شرنګا جوړوي.داچې په لمانځه کې موسيقي څه چې خبرې کول هم ناروادي مګر استا يوداسې علت پيش کوي چې روا والى يي دتغزل جوړښت ترسيموي.
په لاندې بيتونوکې دتغزل خوندوڅکئ اوخپله په کې څېړنه وکړئ:
بس يوقدم کافي دى چې يې واخلي مردانه
چې زده کړي څوک په عشق کې له شرره زنده ګي.
استادمحمدصديق پسرلى(ماته شپېلۍ)
مينه کې چې وکړي څوک اودس په خپلواوښکو
لمونځ يې اداکېږي په ولاړه لکه شمع.
استادمحمدصديق پسرلى(دنۍ کوڅه)
درمله سيند شوم په هواره کې مې شورکېناسته
له غره راوړى مستانه شرنګ مې په ښارکې پرېښود.
احسان الله درمل
سرابي حسنه ته خبريې کنه
چې جل وهلوته اوبه ښکارې.
مصطفى سالک
په مړواوښکوبه څه رام کړوغاورښکلي
چې دبحرڅپونه کړه پاسته کاڼي.
محمديوسف کړاومنګل
دطاهر فکرلاځوان دى چې ترې څاڅي
دشباب په شات لړلي مضمونونه
که خوبان بهرته نه وځي ګرم نه دي
ملغلري هم اوسېږي په سېپوکې .
طاهرکلاچوى (مغراب)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x