ادبي لیکني

‏زندان کې تعویذونه

حافظ أنس حقاني

په یوه بندي مې څو مسنونه اوارد چوف کړل. خدای تعالی ښه کړ.
هماغه ضابط او عسکر راته ولاړ وو چې جزایي يې د شکنجې بلاک ته څو ورځې دمخه راوړم. ډېر ناوړه برخورد یې هم راسره کاوه.
که هر څنګه و، خو اخر هم افغانان وو. نه به پوهېده.‏
کله یې چې د دم اثرات ولیدل ضابط راپسې راغی، پاس د کوټې چت له پنجرو جوړ و، هلته راته کیناست او په ډېر احترام یې پوښتنه وکړه، بخښنه یې وغوښته بيا يې ويل، ماته پته نه وه قاري صیب، چې څه خدمت وي راته وایه، بیا یې د یوې مریضۍ د علاج لپاره د یوه تعویذ غوښتنه وکړه.‏
ضابط په ډېرو ډاکټرانو ګرځیدلی و خو روغ شوی نه و. ما هم د تعویذ چمتو کولو وعده ورکړه. مسنونه دعاوې مې پر پاک کاغذ ولیکلې، بیا مې خدای تعالی ته لاسونه لپه کړل دعا مې وکړه:
لويه خدایه، موږ دلته د مجرمانو په نامه په دې تشنابونو کې له کلونو راهيسې اچول شوي یو.‏
زموږ انساني کرامت یې تر پښو لاندې کړی دی
ستا د کلام تلاوت له مجبورۍ په تشناب کې کوو، زموږ داعیه برحقه نه بولي، زموږ له نیتونو ته خبر یې موږ د دنیا لپاره تر زندانه نه یو راغلی، بلکې زموږ مبارزه یوازې او یوازې ستا د رضا په خاطر ده!‏
خدایه دا خلک ناخبره دي، پر ما یې اوس نیک ګومان وکړ، زه د یوې سپېڅلې قافلې یو عسکر یم، زموږ د داعیې او زموږ د مبارزې حقانیت دغو خلکو ته ثابت کړه.

خلوت و، مظلومیت و…. الله تعالی دعاوې ډېرې ژر قبلولې. سبا مې ضابط ته تعویذ ورکړ.
په داسې ناروغۍ اخته و چې هره ورځ ترې کړید.‏
بله ورځ په ډېرې خوشالۍ وایي، په دا دومره وخت کې لومړی ځل دی چې زه نن له خپلې مریضۍ ښه شوی او نن مې هیڅ احساس کړي نه ده!
بې‌حده زیاته مننه یې کوله.‏
له دې وروسته يې زما هر خدمت شروع کړ.
په دویم کنډک کې اوازه ګډه شوه چې دا سړی تعویذونه او دمونه کوي او ښه مجرب د عسکرو او ضابطانو کتارونه راته جوړ شول.
ما هم په چا دم اچوو او چاته تعویذ کاوه،
الله تعالی شفا ورکوله.
دا خبره اوږده ده دا د یقین او پر الله تعالی د کامل توکل یو مثال و.
اصل خبره مې دا کوله چې عسکر به راتلل پاس په پنجره به راته کیناستل‏ مریضي به یې تشریح کړه، بیا به مې تعویذ ورته وکړ، کله کله به مې شکرانه هم اخیسته.
یوه ورځ زما د څنګ تشناب ته یو د اروزګان بندي راغلی و. زندان کې یې کمې میاشتې وتلي وې. نوي بندیان ټول دغسې وو لکه دا خوارکی. سخت غمجن و، ډېر زیات به یې له ځان سره پټ ژړل ما به یې غږ اوریده.‏
ماته یو عسکر راغی مریضي یې تشریح کړه تعویذ مې ورکړ.
دعا یې وکړه دا څنګ کې بندي هم غږ واوریدو چې عسکر لاړ را غږ یې کړ:

– انسه
– اورم
– وایې تعویذونه کوې؟
– دوی یې غواړي نو مجبور یو نیم ورته وکړم کنې دا زما کار نه دی.
– ماته به یو تعویذ ونکړې؟‏
د څه شي تعویذ دې پکار دی؟
– سخت غمجن یم. وخت تیرول راته سخت دي، د صبر تعویذ راته وکړه.
ما ورته وویل، زه به ښه مشوره درکړم تعویذ هغه چاته ښه وي چې څوک وظایف او اذکار ویلی نه شي. زه به د صبر اړوند یو څو مسنونه دعاوې در وښیم، هغه وایه الله تعالی به صبر درنصیب کړي.‏
سړي رټ انکار وکړ وایې، زه خامخا ستا د لاس تعویذ غواړم. هر څو مې چې د ده د قناعت هڅه وکړه سړی قانع نشو نو له ناکامه مې یو څو د صبر اړوند مسنونه منقولې دعاوې ولیکلې، اوس بله لار هم نه وه چې کاغذ ور ولیږم پاس چت کې په پنجرو کې ددوو ګوتو په اندازه چوله به د هرې اوسپنې تر منځ‏ موجوده وه موږ بندیانو به یو بل ته د شعرونو کاغذونه په همدې چولو کې سره غورزول.
نو ورته ومې ویل مجبوري ده الله دې عفوه وکړي له همدې ځایه هڅه کوم ورته ګوره چې در رسیږي که نه
نو لنډه دا کاغذ (تعویذ) ورته ورسیدو سختې دعاوې یې وکړې.‏
داسې څو ساعته به وتلي وي، زه په څه شي اخته وم، اوس مې له یاده وتي دي
چې بندي بیا را غږ کړ،
ما ویل بیا څه کيسه ده؟
وایې یو بل تعویذ به راته ونکړې؟
– د چیشي غواړې؟
– ګوره دا یو بس دی دعاء او اذکار وایه نور تعویذونه څه کوې. سړی رنډ شو وایې خیر دی.
ما ویل د څه شي غواړې؟‏
وایي که یو د خلاصون تعویذ دې راته کړی وای چې خدای مې له زندانه خوشی کړي.
ما ښه په کړس ورته وخندل،ماویل ریښتیا به درته ووایم قسم دی که مې د زندانه دخلاصون تعویذ زده وي که چېرې مه زده وای نو اول به مې ځان ته کړی و.اوس به ما دلته څه شی کول.بندي هم په غمجنه ورځ له خندا شین شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx