نړۍ

په اټالیه کي دلیبیا سفیر له مخالیفینوسره یوالی اعلان کړ

libyab_embessader_join_rebels(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۷) اټالیه: په اټالیه کی دلیبیا سفیر عبدالحفیظ قدور دلیبیا له مخالیفینو سره یووالی اعلان کړ، او زیاته یی کړه ترهغه وخته پوري به په اټالیه کي پاته شي ترڅو په لیبیا کی نوي حکومت رامنځ ته شي.

دلیبیا سفیر ښاغلي عبدالحفیظ قدور چي له څو اونیو را هیسي چوپه خوله پاته وو  نن سهار یی داټالیي له یوي دولتي ورځپاڼي (کورییرا دیلا)سره په خپلو خبروکی وویل زه دلیبیا له پاڅون کونکوسره ولاړیم او دقذافي دحکومت مخالفت کوم ،  ترهغه پوري به په اټالیه کي پاته یم ترڅو په لیبیا کي دخلګو په خوښه نوي اداره رامنځ ته کیږي.

له بله لوری دبرطانیی حکومت له هیواد څخه دلیبیا دسفیر له ایستلو څخه وروسته په برطانیه کي دلیبیا دوو نورو ډیپلوماتانو ته هم وخت ټاکلي دي ترڅو له هیواد څخه ووځي، دبرطانیی حکومتي چارواکو خبرورکړی دي چي ددغو دواړو ډیپلوماټانو کړنی دبرطانیی هیواد دګټو په خلاف وي، حکومتي چارواکو زیاته کړه مونږ ددغو دواړو ډیپلوماټانو کړني تعقیبولي، او اخیر دی پایلی ته ورسیدو چي دوی دواړه باید له هیواد څخه وشړل شي

بخت الرحمن بخت…………………………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x