ټکنالوژي

د نړۍ تر ټولو نازک او ظریف کلاسیک ساعت خرڅلاو ته وړاندې شو

نن ټکی اسیا(یکشنبه،۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۱) که څه هم نړۍ کې خلک اوس د اپل واچ غوندې ډیجتلي محصولاتو باندې تمرکز کوي او هر کال یې خرڅلاو پراخیږي، خو لا هم کلاسیک ساعتونه خپل جذابیت لري او  اوس د ساعت جوړلو شرکت ٬٬ بولګاري٬٬ د نړۍ تر ټولو نازکه کلاسیکه ګړۍ د «Octo Finissimo Ultra» په نوم له ۱.۸۸ ملي متر ضخامت سره خرڅلاو ته وړاندې کړه چې لومړنۍ قیمت یې تقریبا نیم میلون ډالر ټاکل شوی دی. د ټیکنالوژی د نورو شرکتونو غوندې د ګړیو جوړولو شرکتونه هم په خپلو کې سره سخته سیالي لري، خو د دوی د سیالۍ تمرکز په ضخامت کمولو دی. په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ساعت جوړونې شرکت ٫٫ پیاژه٬٬ د نړۍ تر ټولو نازک ساعت ٫٫«Altiplano Ultimate Concept» په نوم د ٬۲٬ ملي مترو په ضخامت درلود، خلکو ته وړاندې کړ چې د نړۍ تر ټولو نازک ساعت و، خو وروسته له څلورو کالونو د ٬٬ بولګاري ٬٬ شرکت Octo Finissim Ultra په نوم ساعت له ۱.۸۸ ٬ ملي متر قطر سره معرفي کړ چې ضخامت یې تقریبا  سکې سره مشابه دی. یاد ساعت ځینې نورې زړه راښکونکې ځانګړنې هم لري او قیمت یې ۴۴۰ زره ډالر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx