افغانستانخبرونه

مالیزیا؛ افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکوو

نن ټکی اسیا( یکشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۱)  د مالیزیا هیواد لوړ پوړې پلاوې چې پکې د افغانستان لپاره د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ځانګړی مشاور داتو احمد اعظم عبدالرحمن د جنوبي، مرکزي اسیا لپاره د سکرتر معاون محمد اظهر مزلان هم ګډون درلود، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل. د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپاره شوې خبر کې راغلي دي ؛ په دغه غونډه کې په تجاري، اقتصادي اړیکو، د بانکي سکتور او زده کړیز بهیر په اړه دوه اړخیزه بحثونه  ترسره شول. خبرپاڼه زیاتوي ؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیرخان متقي، له یاد هیئت څخه وغوښتل افغانستان کې دې پانګونه وکړي، ځکه چې پانګونې ته ښه فرصت را منځ ته شوی، همداشان یې له یاد هیئت څخه غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره دې د اسلامي بانکداري په برخه  او محصلینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د تحصیلي بورسیو په ورکړه کې همکاري وکړي. د خبرپاڼې په وینا؛ یاد هیئت وویل، له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکوو او د نورو غوښتنو د سرته رسولو لپاره هم خپل ټول کوښښ کوو چې ترسره شي او زیاته یې کړه، موږ له افغانستان سره د دوام داره همکاریو او د افغانانو د پرمختګ غوښتونکې یو.

د سیاسي چارو کارپوهانو په وینا داسې غونډې کولای شي د افغانستان په بهرني سیاست کې ښه رول ولوبوي او ښه سیاسي تعامل ته لاره هواره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

د خبرو وخت تير ده. عمل عمل عمل.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx