
له باګرامه تر مدینې…له یوسفي سنت تر محمدي مسجده!
حافظ انس حقاني
کلونه وشول چې سره خواږه ملګري يو؛ خو تر اوسه مو سره لیدلي نه وو.د دې دوستۍ پيل داسې و چې زه به دایمي کوټه قلفي کې يوازې وم دی به نورو بندیانو سره یو ځای و.اوسیدونکی د لوی استعداد خاوند و.
انجنیر مجیب الرحمن عمر صیب د وردګو اوسیدونکی د لوی استعداد خاوند و. زما او د ده اړیکه په بګرام کې د خط له لارې جوړه شوه. موږ به یو بل ته شعرونه او لیکنې استولې. د بګرام په شاعرانو او لیکوالو ملګرو کې د پیاوړي قلم څښتن یو هم عمر صیب و. زموږ د خطونو لیږلو چل هم عجیبه و.
کله به مو د زندان د کتابتون اړوند مسؤول چې هلته به ورته امیر عقیدتي ویل کیدل. هغه ته کتاب ورکړ، چې دا پلاني بلاک کې پلاني نمبر بندي ته ورسوه؛ نو د کتاب منځ کې به چې کوم خالي سپین ځای و، هغه ځای کې به مو یو بل ته پیغام یا نوي شعرونه ولیکل، په کتابونو کې نور هم بلا زیات یادګارونه خلکو لیکلي، و نو زموږ هغه به نه معلومیدل. بل ما ځان ته مستعار نومونه ایښي و، چې حکومت والا به نه پیژندل. دوی به کتاب ښه وکوت، بیا به چې ډاډه شول نو به یې هغه بندي ته ور وړ.
کله کله به چې لیکنه اوږده وه، د کتاب په کوم ځای کې به نه ځاییدله، نو به مې یو کاغذ د دوو پاڼو تر منځ کیښود او د هغو پاڼو دا پاسې څنډې به مو د غاښونو په کریمو نرۍ سریخ کړې. داسې به ښکاریده لکه یوه پاڼه چې وي بیا به یو بل ته پیغامونه ورسیدل او بله لار یې هم نادره وه هغه ډیره تفصیلي خبره ده هغه به له خیره د زندان کتاب کې تفصیلي ولولئ. ستاسې د تلوسې د پوره کېدو لپاره، لږ به یې درته ووایم. کله به مو چې خط ولیکو د ورځې به چې یو ساعت لمر ته د ورزش لپاره ووتو. هلته به د بل بلاک د بندیانو د ورزش ځای را نږدې و، کله به لیرې و، خو چې سړی به لږ په لاسو کې غښتلی و، نو خط به مو په مڼه کې کېښود بیا به چې د عسکرو پام بلې خوا ته شو دستي به مو مڼه وغورزوله. هلته به ورسیده دوی به خط ترلاسه کړ که مطلوب نفر به هلته نه و دغو بندیانو ته به مو لیکلي و، چې دا تر هغه بل بلاکه ورسوئ.
دا سلسله به روانه وه.
خلاصه دا چې موږ به په ډېر تکلیف یو بل ته خطونه لیږل. په همدې توګه مو خپل شعري او ادبي ذوق ژوندی او ویښ ساتلی و.
عمر دومره خوږ نثر لیکونکی و چې ما به داسې فکر کاوه لکه د نسیم حجازي کوم داستان چې لولم، شعر یې هم ډېر جذاب و زه په سختو شپو ورځو او د سختې ازموینې مرحله کې وم چې د عمر یو خط راغی لیکلي یې و:
ستا د فراق اوږده روژه کې اعتکاف کې ناست یم
مراقبه یم تصور ستا د بشر کومه
ملا که هر څو کړي نعرې روژه مې نه ماتوم
ستا د دیدن په روژه ماتي به اختر کومه ماته به یې شعري ذوق غرونه غرونه خوښي راوبخښله. زه به دستي دیته وهڅیدم چې یو څه ولیکم.
خبرې ډېرې دي خو له خلاصون وروسته له یو بل څخه ورک و. د امارت په راتګ سره عمر چارواکی شو، د اوبو او بریښنا وزارت معین شو.
د ده استعداد او مسلک ته په کتو په دې ټاکنه زه ډېر خوشاله شوم؛ خو زموږ بیا هم د غیاب ملګرتیا وه.
تر اوسه مو یو بل لیدلي نه و. خو پرون مې د لومړي ځل لپاره په مسجد نبوي کې ولید. تر لاس مې ونیو، یو کونج ته لاړو.
ما ویل راځه چې یو ځل بیا د ماضي له ګریوانه تڼۍ خلاصې کړو او بیا خپل د تېر تاریخ زړه ته ور دننه شو او پخواني یادونه تازه کړو. دا دومره وخت له یو بل سره د نه لیدو له امله عمر هم خپل عذرونه وویل او ما هم خپل وضعیت ورته تشریح کړ.
د خپل مسلک او سبک په اړه مې ترې وپوښتل وایي دومره بوخت شوی یم چې هیڅ شعر او نثر مې نه دي لیکلی.
خدای شته زیات په دې خفه شوم بیا مې ډېر تشویق کړ ورته ومې ویل چې زه به تر تا زیات بوخت یم؛ خو سیاست ته د یو ضرورت په سترګه ګورم.
طبعي ځانګړنه او مکلفیت یې نه بولم؛ خو د قلم مبارزه یوه طبعي ځانګړنه او خدای راکړی نعمت بولم. سیاست له مجبوریته را منځته کیږي او موقتي وي؛ خو تاریخ ته خدمت کول د قلم ښکلا ته وده ورکول دا یو دایمي مسؤولیت دی او چې چا کې دا ظرفیت یو ځل موجود وي هغه باید دا هیڅ کله په موقتي ضرورتونو له لاسه ورنه کړي حکومتي دنده هم مخته وړه خو تاریخ ته خدمت کول هم مه هیروه.
بیا مې هغه څو رازونه ورته وویل چې زه یې له بوختیا سره سره قلم پالنې ته هڅولی یم، تر ډېره سره ناست و بیا سره رخصت شوو.
سهار چې له خوبه را ویښ شوم د عمر دوه نوي غزلونه راغلی و.
خو دا ځل د کتاب پرسپینې پاڼې او مڼې نه . د وټساپ له لارې یې را استولي و عمر د شپې دوه بهترین غزلونه لیکلي و، وایي له مجلس وروسته ډېر وهڅیدم دا مې ولیکل نو ما هم د خندا له سټیکر سره غبرګ د خوشال بابا دا بیت ورته ولیکو:
له خوشال سره چې تېر کړي یو څو کاله
دا د غره خټک به واړه شاعران شي
انجنیر مجیب الرحمن د یوه ډېر ښه پلار زوی دی،،، رحمه الله
کلونه کلونه مخکی می د پاړسی بان مشهور شاعر او ادیب ( خلیل الله خلیلی ) سره هم د هغه د ادبی استعداد او هم د هغه د شوروی ضد احساساتو سره مینه درلوده خو چی وروسته ئې د افکارو د ( کُسمادرۍ څخه ډکی برخی ) په څرنګوالی پوه سوم نو می د هغه په هکله مینه د ژور بدلون سره مخامخ سوه. نو حقانی او حقانیان به نه شاربم او فقط د انس د پورته لیکنی په باب یوه لنډه څرګندونه: سنت = لیاره او روِش او عاریتی قانون او یا طبیعی قانون. سنة الله = د الله… نور لوستل »