ورزش

سريلانکا کې سياسي کړکيچ؛ اسيا جام عربي اماراتو ته انتقال شو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): سريلانکا هېواد کې د سياسي کړکيچ زياتېدو له کبله د اسيا جام سيالۍ ددغې هېواد څخه عربي اماراتو ته انتقال شوې.

دغه سيالۍ چې ټاکل شوې دي راتلونکې مياشت پېل شي، د يکشنبې په ورځ د اسيايي کرکټ شورا په ناسته کې له سريلانکا څخه عربي اماراتو ته انتقال شوې.

د سريلانکا کرکټ بورډ تر تېرې اونۍ په دې باوري و چې د سياسي کړکيچ سربېره به دغه لوبې ياد هېواد کې ترسره شي، خو په وروستيو کې په دې تړاو اندېښنې زياتې شوې.

که څه هم سريلانکا کې پراخو لاريونونو کرکټ نه دی زيانمن کړی او د دوه لوبډلو ترمنځ سيريزونه لا هم دوام لري او په کافي توګه مينوال لري، خو د سريلانکا کرکټ اجرائيه رئيس اشلي ډيسيلوا وايي چې د دوه او لسو لوبډلو کوربه توب ترمنځ پراخ توپير دی.

له سريلانکا څخه د اسيا جام انتقالېدلو لامل دغه هېواد کې د تيلو نه شتون دی، چې پر ضد يې لاريونونه روان دي.

ډيسيلوا زياتوي چې لس لوبډلې او اړوند همکاران د يوه ځای څخه بل ځای ته انتقال تېلو ته اړتيا لري، لوبغالو کې څراغونه بلولو لپاره جنراتورونو ته د تېلو اړتيا هم شته دی، چې په داسې حالت ورته رسېدګي ناشونې ده.

د اسيا کرکټ شورا به د عربي اماراتو لپاره ددغو لوبو نوی مهالويش د جولای په ۲۲مه نېټه اعلان کړي.

په تېرو پنځو کلونو کې دا دوهم ځل دی چې اسيا جام په عربي اماراتو کې ترسره کيږي. له دې وړاندې په ۲۰۱۸م کال کې د اسيا جام ۵۰ اورونو فارميټ په عربي اماراتو کې ترسره شوی و.

اټکل شوې ده چې سږکال اسيا جام سيالۍ به د اکست ۲۷ او سپتمبر ۱۱ نېټو ترمنځ په شارجه او دوبۍ لوبغالو کې ترسره شي، چې شل اوريز فارميټ به ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx