ټولنیزه برخه

د پوهنتون پر دړه!

حامد افغان

روایت کا چرته د کوم پوهنتون د دروازې څنګ ته پر لویه دړه دا څو زرینې کرښې کوم د الله هوښیار بنده لیکلې وې چې هغه داسې وې: د کوم هیواد نړول اټومي بمونو او لیرې ویشتونکو توغندیو ته اړتیا نه لري، بلکې د دې ستر کار لپاره ایله څو نسبتاً عادي کارونه په کار دي، چې هغه د روزنې او ښوونې کچه راټیټول دي او ورسره په ازموینو کې دوکې او نقلونه ترویجول دي.

کله چې دا کارونه ترسره شي هغه وطن کې به دېته زمینه برابره شي چې ناروغ به د ډاکټر په مخ کې مري! ودانۍ به د انجینرانو په لاسونو ړنګیږي، شتمنۍ به د اقتصاد د ماهرینو له خوا لوټل کیږي، د دین خلک به ناپوه، ناخبره او بې احساسه وګرځي او عدالت به د قاضیانو له خوا قتلیږي. مطلب د ښوونې او روزنې ګډوډي او تخریب؛ ټولنه کې بې کفایتي، نااهلي او انارشي رامنځته کوي. او ان ټولنه له منځه وړي.
حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx