نظــر

یا به سستم جوړیږي یا به نظام ړنګیږي!

امین وردګ

ټول حرکات، سکنات، اعمال او افعال یوازې دوې اساسي انرژیکې او متحرکې قوې لري چې یوې ته یې سافټ او بلې ته یې هارډ ویل کیږي؛ دا دواړه قوې داسې مثال لري لکه: جسم او سیوری یې / یا لکه د رخت دوې خواوې؛ نو ځکه خو چې سافټ نه وي هارډ هم نشته!

نظام دوه پاخه اړخونه لري؛ عیناً لکه سافټ او هارډ؛
یعنې طرحه او عمل! چې طرحه یې د یو زورور ، بې ډاره، کاملاً عاقلانه او مستقلانه تبادل نظر له چاڼ څخه وزي، مګر عمل بیا د فزیکي وړتیا له مټو.

حکومت چپه کول او پر ځای یې بل حکومت جوړول ځکه آسانه کار دی؛ چې لږ څه ځیرک احساسات هم دا کار کولای شي؛ عیناً لکه جګړه!

مګر د حکومت د بقا راز بیا بېل دی!
جګړې لېونيان هم کولای شي او تر دا نورو یې ښې کوي! خو حکومت کول بیا د لېونیانو کار نه، بلکې د ویښیارانو او عاقلانو کار دی.

موږ هاغه بل وارې نیمه او دا ځل نیمه نوره نړۍ هم پسې ماته کړه، خو اوس ګېچ یو! دا ولې؟ دا ځکه چې نه مو هغه مهال د حکومتولۍ اراده لرله، نه یې اوس چندان اشتیاق لرو او نه هم مسؤلیتپزیر یو.

موږ سړي ډېر لرو (ښه جنګي سړي او مېړني سړي)خو د کار سړي مو بیخي کم دي؛ کوښښ ډېر کوو خو پرې پوهېږو نه او نه یې وړتیا لرو.

زموږ په فعلي نظام کې تر ټولو ستره ستونزه د سیستم نشتون دی؛ ځکه خو ګېچ شوي یو.
زموږ ډېر نوي ملګري په کار نه پوهېږي، له همدې امله په هره عادي موضع کې هم یو ځل د خپلې ادارې پخواني کارمند ته زارۍ او جیګۍ کوي، مګر هغه ظالم پر ځای د دې چې مرسته او همکاري ورسره وکړي – لا یې پسې تېرباسي او غلطوي یې.
بلې! دا موضع زموږ حکومت او نظام تر ټولو زیات چلېنجولای شي، نو که جدي توجه ورته و نشوه، ارو مرو به مو د نظام پایې هم په لړزو شي.

مناسبه او اړینه خو دا وه؛ چې موږ له وخته لا د ښې حکومتولۍ لپاره یو موثق سیستم جوړ کړی وای (یعنې وړاندې له فتحې) مګر و نشوه.
نه! موږ په همدغې پاسنۍ حساسه نکته کې خپل ځانونه سم دم تېرباسو او وایو چې: ((موږ فتحه محاله بلله)) نه نه! دا خبره د تېر ایستلو ده! نو ته څرنګه سیاستمدار او ویښ مبارز مشر یې چې اټکل او تخمین نشې کولای!!! ولې اراده او هدف نه لرې؟ نو ته پر کومه خوا روان یې؟ او دا لاره چېرې تللې؟
په هر حال… له فتحې وروسته خو مو باید پر سیستم او کاري لوائحو کار کړی وای او دا د سرپرستۍ معضله او معادله مو حل کړې وای، خو افسوس چې لا هم څوک دغې اساسي نکتې ته التفات او ژوره کتنه نه کوي.

کوي یې!!! خو عمل نه پرې کوي.
اوس هم وخت نه دی تېر! نو باید چې سیستم رامنځته کړو.
که موږ سیستم جوړ کړ، نو بلکل دې خبرې ته اړتیا نشته چې نړۍ ته د ((رسمیت)) په معما کې التماس وکړو.
موږ چاته محتاج نه یو! فقط اخلاص، ملي احساس او پر رعیت مو ترحم ته اړ ښکارو او بل دا چې؛ باید دا د حرث لویې خېټې مو لږې ویلې کړو، د ګزافو لګښتونو پر ځای باید احتیاط او اخلاص غوره کړو.

د ژوند پر هغو مجاهدو او باوفا ښځو بسنه وکړو چې په چاپو کې راسره وې او د دویم، دریم یا څلورم حج پر ځای د غریبانو او یتیمانو پالنه وکړو.
زه په زیاترو ادارو کې ګرځېدلی یم خو د کار او خدمت خلک مې کم لیدلي.

زه نه وایم چې دوی کار نه کوي، یا یې پر خیانت لاس پورې کړی؛ بلکې زه وایم چې: کار کوي خو کولای یې نشي ځکه چې پرې پوهیږي نه! او د خیانت پر لار روان دي.
که چېرې همداسې بې پروایي او بې توجهي حاکمه وي نو ډېر زر به مافیاوي کړۍ مُحکمې او استخباراتي لومې به سمې خورې شي، چې بیا به یې نو د چا پلار لا قابو نشي کړای.
اګر که خو ما په ((افغانستان او راتلونکي شل کلونه)) مقاله کې وړاندوینه کړې چې (اسلامي امارت به شل کال حاکم وي) مګر شل کاله د حکومت لپاره داسې دي لکه: شل ورځې! نو مطلب شل کاله وروسته د نظام ړنګېدل هم د زیات شرم او ننګ خبره ده ، دا ځکه چې هم یې پر ګټلو څلوېښت کاله تېر شول او هم مو په میلیونونو داسې ځوانان پرې ورکړل لکه د یاقوتو غمي.

نسبي نظام لږ تر لږه باید ۳۶ کاله دوام وکړي، کنه اصل کې خو یوه پېړۍ ده (۱۰۰ کاله)
بیا هم په جرئت سره وایم چې: سیستم جوړ کړئ کنه نو نظام مو ړنګیږي.
دسیستم جوړوول هم د اهلو او کاري خلکو د استخدام تر څنګ قوي اراده او متین عزم غواړي؛ نو هم باید د کار خلک استخدام شي او هم ملي، اسلامي او د هېواد دوستۍ روڼ ذهنیت ورکړل شي.

نو کار یې اهلو ته وسپارئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mohammad Nazir Ahmad

ستونزه دا ده چې مونږ د اسلامي نظام او شريعت د واکمنۍ خبرې کوو ,خو په تطبيق کې بیا د هيڅ برخې لپاره تدوين شوې کړنلاره نلرو۔کوم اصول چې د صدر اسلام د اسلامي واکمنی پر مهال عملي شوي نه هغه عملي کوو او نه هم د اوسني عصر د اړتياو پر بنسټ له ديني احکاموڅخه د دولتداری اصول را باسو۔ ای مومنانو د څه لپاره هغه څه وايی چې عمل نه ورباندې کوی سخت عذاب ده هغه چاته چې وايي او عمل نه ورباندې کوي (الصف سوره۔2 آيت)۔ ستونزې دوه دي يوه داچې يوشمير په هغو برخوکې چې اسلام… نور لوستل »

غوربندي

امین وردګ صاحب

ستاسو لیکنه، نیوکې او اندېښته پر ځای ده،،، په دې هیله چې مشران یې بابېزه ونه کڼي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx