نظــر

ایا اساسي قانون د شریعت خلاف دی؟

ميا نوراغا

قوانین په دوه ډوله دي: تشریعي, انتظامي.
1:- تشریعي قوانین: په تشریعی قوانینو کې حل, حرمت او عبادت او هغه احکام وي چې د الله تعالی له طرفه نازل شوي وي, رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړي وي, مفسر او محکم یې همیشه په خپل حال وي, ظاهر او نص یې د تأویل احتمال لري, خفي مجمل یې وضاحت او تشریح ته ضرورت لري چې د امت مجتهدینو یې وضاحت اوتشریح کړي, ځینې احکام معلول په علت سره دي چې د عللو په تغیر سره په حکم کې هم تغیر راځي, مصالح او اولیتونه د حالاتو مطابق تغیریدای شي.

دا هرڅه له فقهاؤ سره تعلق لري, باید د ملک په ستحه یوه قوي فقهي شورا موجود وي تر څو د مهمو مسائلو مرجع وي, د تنازعاتو مخنوی وکړي , اتفاقي نافذ العمل حکم جاري کړي چې هم مصالح محفوظ شي او هم د افتراق او تشتت مخنوی وشي, داسې نه لکه په اوس وخت کې د ښځو د تعلیم مسأله چې چند افرادو معرکة الآرا ګرځولې, نه یې سم د منع حکم جاري او نه یې د خلاصون, بیخي شرمونکی حالت یې جوړ کړی.
چې اوس مونږ قاطع فصیله او دریځ نه لرو بیا یې کله لری شو?! انا لله و انا الیه راجعون!
له دې امله یوه بااختیاره قوي فقهې شورا ته اشد ضرورت دی چې قوی مرجع وګرځیږي.

په یو اسلامي ملک کې اساسي قانون د تشریع لپاره نه جوړیږي, نه د تشریعي قوانینو وضع کول جائز دي:
1:- بلکې د داسې قوانینو وضع کول او عمل پرې کول که جائز وګڼل شي کفر دی.
2:- بغیر له جواز او بغیر له مجبوریته عمل پرې کول فسق او ظلم دی.
3:- بیغر له جواز سره له مجبوریته عمل کولو باندې مؤاخذه نشته.
په اسلامي حکومت کې به اساسي قانون د انتظامي امورو او احکامو لپار جوړیږي.
2:- انتظامي قوانین: په انتظامي قوانینو کې د نظم او ډسپلین خیال ساتل کیږي, تر څو حکومتي چارې په سمه توګه پر مخ لاړې شي, لکه:
1:- د مسئولیتونو تقسیم او اندازه, مثلا: څومره وزارتونه پکار دي , د هر وزارت کوم مسؤلیت دی او څومره اختیار لري, څنګه جوابده دي.
2:- د منابعو او منافعو تعین, او عمل پرې کول.
3:- مهمو او استراتیژیکو پالسیانو لپاره مرجع جوړول.
4:- د امیر مسؤلیتونه او اختیارات معین کول.
5:- په مصالحو او انتظام کې د ضرورت مطابق قوانین تصویبول او د حالاتو مطابق یې یغیرول.
6:- د تخلف او نزاع په وخت کې اساسي قانون ته رجوع کول.
همداسې نور قوانین تصویبول چې انتظامي امورو سره تعلق لري.
دا خبره واضحه شوه چې اساسي قانون مطلقاً ناروا او د شریعت خلاف عمل نه دی بلکې د ملک او حکومت انتظام لپاره اشد ضروري دی.
عدم جواز یې هغه وخت کې دی چې تشریعي قوانین پکې وضع شي او یا یې د وضعې لپاره لاره خلاصه شې.
له دې امله باید دعات او مجاهدین له پوره سوچ او فکر څخه کار واخلي او مطلقاً اساسي قانو رد نه کړي , الله دې نه کړي داسې نه چې خپلې خبرې یې د غاړې طوق شي.
والله اعلم و علمه اتم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد خواجه

لــه نشــراتو څخه مو نــــــړۍ مننه
الله جـــل جلاله مو خــــدمتونه قبــول کــــــړه!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx