نظــر

تنظیمي یا کورنۍ جګړې – د دوه سپېڅلو جهادونو په منځ کې اتصال که انفصال

عادل عادل

مونږ باید په څو دلایلو د په اصطلاح تنظیمي یا کورنیو جګړو به “تنظیمي یا کورني “ ماهیت بیا کتنه وکړو.

لومړی دا چې الحمدلله د افغانانو څلوېښت کلنو نیمه ضایع شوو قربانیو رنګ راووړ،، نو مونږ ته ښايي چې د روسي اشغال په مهال د جهاد سپېڅلې دوره د امریکایی اشغال په وړاندې د جهاد له سپېڅلې دورې سره وصل کړو،، او د منځ په خپلمنځیو ناخوالو یې کله هم تم نه شو،،

اسلامي تاریخ په حقیقت کې په همدې روحیه لیکل شوی او مومنو تاریخ پوهانو کله هم د مختلفو ادوارو خپل منځي ناخوالې نه دي ثبت کړې.

دوهم د یادو په اصطلاح کورنیو جګړو په مابعد کې یو لوری د امریکایی اشغال په لمن کې ولوېدل او شل کاله ډېر خطرناک، خاین او سفاک ولوبېدل نو ایا د امریکایی اشغال دوره د کورنیو تنظیمي جګړو ادامه نه وه؟ ،، او ایا اوس چې اشغال د الله تعالی په فضل او نصرت سره پای موندلی او د خال خال لنډغرو په وړاندې سپېڅلي تصفیوي عملیات ادامه لري ایا ددې ناچیز اخ و ډب بڼه هم ظاهرا کورنۍ نه ده؟ ،،

نو پس ویلای شو چې کورنۍ جګړې که هر څو هم ظاهرا د قدرت پر سر مشهورې شوې دي اما د مابعدو ناخوالو په تناظر کې د یوې ناروا او بدنیتي ډلې په وړاندې د وخت د نورو ډلو له خوا تحمیلا د وخت جبر او ضرورت هم وو،،،

په دې هیله چې زمونږ ځوان نسل د دوه لویو تاریخي او سپېڅلو جهادونو په منځ کې په نه ستړې کیدونکو هڅو د انفصال پر ځای اتصال ته کار وکړي او زمونږ دښمنانو ته په ناآګاه توګه د وېش او تحریف خام توکي په لاس ورنکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx