دیني، سیرت او تاریخ

لمونځ

لیکوال: حامد افغان

عیسي علیه السلام په زانګو کې و چې د لمانځه وصیت ورته شوی و (ﻭﺃﻭﺻﺎﻧﻲ ﺑﺎﻟﺼﻼ‌ﺓ)، یعني او ماته د لمانځه وصیت شوی ده.

شعیب علیه السلام خپل قوم له شرک او فساد نه منعه کړل ، هغوی ورته وویل : شعیبه ! ستا لمونځ دا امر درته کوي . “ﻗﺎﻟﻮﺍ ﻳﺎ ﺷﻌﻴﺐ ﺃﺻﻼ‌ﺗﻚ ﺗﺄﻣﺮﻙ….”

ابراهیم علیه السلام خپله کورنۍ په سپیره دښته کې پریږدي او وایې : زموږ څښتنه ما خپله کورنۍ په بې ګیاه کنده کې میشت کړه ستا د محرمې بیتي خواته ، چې لمونځ وکړي “ﺭﺑﻨﺎ ﺇﻧﻲ ﺃﺳﻜﻨﺖ ﻣﻦ ﺫﺭﻳﺘﻲ ﺑﻮﺍﺩ ﻏﻴﺮ ﺫﻱ ﺯﺭﻉ  ﻋﻨﺪ ﺑﻴﺘﻚ ﺍﻟﻤﺤﺮﻡ ﺭﺑﻨﺎ ﻟﻴﻘﻴﻤﻮﺍ ﺍﻟﺼﻼ‌ﺓ”!

موسي علیه السلام د خدای په دیدار مشرف شو او هلته الله جل جلاله ورته وویل : بېشکه زه الله یم ، له ما پرته بل څوک د عبادت وړ نشته ، زما عبادت وکړه او زما دیاد په نیت مونځ وکړه . (ﻭﺃﻗﻢ ﺍﻟﺼﻼ‌ﺓ ﻟﺬﻛﺮﻱ).

موسي علیه السلام او دهغه ورورته الله جل جلاله وویل چې په مصر کې خپل قوم ته کورونه برابر کړﺉ قبلي ته یې برابر کړﺉ او لمونځ قایم کړﺉ . وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى وَأَخِيهِ أَن تَبَوَّءَا لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُيُوتًا وَاجْعَلُواْ بُيُوتَكُمْ قِبْلَةً وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ 87 یونس.

سلیمان علیه السلام د اسانو غاړې او لینګې ځکه ووهل چې دی یې له مانځه نه غافل کړی و “ﺣﺘﻰ ﺗﻮﺍﺭﺕ ﺑﺎﻟﺤﺠﺎﺏ”!

په ذکریا علیه السلام باندې د زوی زیری د جومات په محراب کې د لمانځه کولو په حالت کې وشو . “ﻓﻨﺎﺩﺗﻪ ﺍﻟﻤﻼ‌ﺋﻜﺔ ﻭﻫﻮ ﻗﺎﺋﻢٌ (ﻳﺼﻠﻲ) ﻓﻲ ﺍﻟﻤﺤﺮﺍﺏ”

موږ د سیرت په کتابونو کې لوستلې دي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم به کفارو ته هم ښېرا وې نه کولې دعا وې به یې ورته کولې خو په یوه غزا کې یې د مازدیګر له لمانځه نه هغه مشغول کړ نو داسې سخته ښیرا یې له مبارکي خولې ووتله : “ﻣﻸ‌ ﺍﻟﻠﻪ ﻗﺒﻮﺭﻫﻢ ﻭﺑﻴﻮﺗﻬﻢ ﻧﺎﺭًﺍ ﻛﻤﺎ ﺷﻐﻠﻮﻧﺎ ﻋﻦ ﺍﻟﺼﻼ‌ﺓ”! خدای دي د دوی قبرونه او کورونه له اور نه ډک کړي چې موږ یې له لمانځه نه مشغول کړو .

لمونځ بیخي لوی عبادت دی د انبیاو په ژوند کې یې تاسو اهمیت ولید دا پورته خبرې ټولې له قراني ایتونو راتوږل شوې دي لمونځ په خپله هم ترنورو ټولو کارونو اهم وبولئ ، خپل کور وال او شاوخوا ټول خلک یې په اهمیت پوه کړﺉ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x